حدیث شمیره: 62
حَدَّثَنَا عَبْدُ اللَّهِ بْنُ يُوسُفَ، قَالَ: حَدَّثَنَا اللَّيْثُ، عَنْ سَعِيدٍ هُوَ المَقْبُرِيُّ، عَنْ شَرِيكِ بْنِ عَبْدِ اللَّهِ بْنِ أَبِي نَمِرٍ، أَنَّهُ سَمِعَ أَنَسَ بْنَ مَالِكٍ، يَقُولُ: بَيْنَمَا نَحْنُ جُلُوسٌ مَعَ النَّبِيِّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ فِي المَسْجِدِ، دَخَلَ رَجُلٌ عَلَى جَمَلٍ، فَأَنَاخَهُ فِي المَسْجِدِ ثُمَّ عَقَلَهُ، ثُمَّ قَالَ لَهُمْ: أَيُّكُمْ مُحَمَّدٌ؟ وَالنَّبِيُّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ مُتَّكِئٌ بَيْنَ ظَهْرَانَيْهِمْ، فَقُلْنَا: هَذَا الرَّجُلُ الأَبْيَضُ المُتَّكِئُ. فَقَالَ لَهُ الرَّجُلُ: يَا ابْنَ عَبْدِ المُطَّلِبِ فَقَالَ لَهُ النَّبِيُّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: "قَدْ أَجَبْتُكَ". فَقَالَ الرَّجُلُ لِلنَّبِيِّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: إِنِّي سَائِلُكَ فَمُشَدِّدٌ عَلَيْكَ فِي المَسْأَلَةِ، فَلاَ تَجِدْ عَلَيَّ فِي نَفْسِكَ؟ فَقَالَ: "سَلْ عَمَّا بَدَا لَكَ" فَقَالَ: أَسْأَلُكَ بِرَبِّكَ وَرَبِّ مَنْ قَبْلَكَ، اللَّهُ أَرْسَلَكَ إِلَى النَّاسِ كُلِّهِمْ؟ فَقَالَ: "اللَّهُمَّ نَعَمْ". قَالَ: أَنْشُدُكَ بِاللَّهِ، اللَّهُ أَمَرَكَ أَنْ نُصَلِّيَ الصَّلَوَاتِ الخَمْسَ فِي اليَوْمِ وَاللَّيْلَةِ؟ قَالَ: "اللَّهُمَّ نَعَمْ". قَالَ: أَنْشُدُكَ بِاللَّهِ، اللَّهُ أَمَرَكَ أَنْ نَصُومَ هَذَا الشَّهْرَ مِنَ السَّنَةِ؟ قَالَ: "اللَّهُمَّ نَعَمْ". قَالَ: أَنْشُدُكَ بِاللَّهِ، اللَّهُ أَمَرَكَ أَنْ تَأْخُذَ هَذِهِ الصَّدَقَةَ مِنْ أَغْنِيَائِنَا فَتَقْسِمَهَا عَلَى فُقَرَائِنَا؟ فَقَالَ النَّبِيُّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: "اللَّهُمَّ نَعَمْ". فَقَالَ الرَّجُلُ: امَنْتُ بِمَا جِئْتَ بِهِ، وَأَنَا رَسُولُ مَنْ وَرَائِي مِنْ قَوْمِي، وَأَنَا ضِمَامُ بْنُ ثَعْلَبَةَ أَخُو بَنِي سَعْدِ بْنِ بَكْرٍ وَرَوَاهُ مُوسَى بْنُ إِسْمَاعِيلَ، وَعَلِيُّ بْنُ عَبْدِ الحَمِيدِ، عَنْ سُلَيْمَانَ بْنِ المُغِيرَةِ، عَنْ ثَابِتٍ، عَنْ أَنَسٍ، عَنِ النَّبِيِّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ بِهَذَا.
شریک بن عبدالله بن ابي نمر نه روایت دی، چې هغه د انس بن مالک رضي الله عنه نه اوریدلي چې مونږ نبي صلی الله علیه وسلم سره جومات کې ناست وو، یو سړی په اوښ سپور راغی او خپل اوښ یې په جومات کې کېنولو او پښې یې ورته وتړلې. بیا هغه صحابه وو ته وویل چې په تاسو کې محمد کوم یو دی؟ او دغه وخت نبي صلی الله علیه وسلم د صحابه وو په منځ کې ډډه وهلې وه او ناست و. نو مونږ ورته وویل چې دا د صاف سپین رنګ خاوند چې ډډه یې وهلې او ناست دی، د ده نوم محمد دی بیا هغه سړي نبي صلی الله علیه وسلم ته وویل: ای د عبدالمطلب زویه (هدف ترې لمسی دی)، نبي صلی الله علیه وسلم ورته وویل وایه زه موجود یم، هغه نبي صلی الله علیه وسلم ته وویل زه تاسو نه څه پوښتنې کولو لپاره راغلی یم او په پوښتنو کې به په تاسو سره سختي کوم، نو تاسو خو به زما څخه نه خفه کېږئ؟ نبي صلی الله علیه وسلم ورته وفرمایل: چې څه غواړې د هغې پوښتنه کولی شې. سړي وویل زه تاسو ته ستاسو په پروردګار او ستاسو نه د مخکې خلکو په پروردګار قسم درکوم ريښتیا وایه، ایا الله تاسو ټولو خلکو ته (پيغمبر) رالېږلي یاست؟ رسول الله صلی الله علیه وسلم ورته و فرمایل په الله قسم هو. بیا هغه وویل زه تاسو ته په الله قسم درکوم (ریښتیا ووایه) ایا په شپه او ورځ کې د پنځو لمونځونو حکم الله تاسو ته درکړی دی؟ نبي صلی الله علیه و سلم و فرمایل په الله قسم، هو. بیا هغه وویل زه تاسو ته د الله په نوم قسم درکوم ایا ددې میاشتې (رمضان) د روژو نیولو حکم الله تاسو ته درکړی دی؟ نبي صلی الله علیه و سلم ورته وفرمایل په الله قسم، هو. بیا هغه وویل زه تاسو ته په الله قسم درکوم ایا الله تاسو ته دا حکم کړی دی چې تاسو دا صدقه (زکات) زمونږ د مالدارو څخه اخلئ او هغه زمونږ په غریبانو تقسیموئ؟ نو نبي صلی الله علیه وسلم ورته وفرمایل په الله قسم، هو. دې نه پس هغې سړي وویل چې ما په دې شریعت ایمان راوړو، کوم چې تاسو راوړی دی او زه د خپل قوم استازی یم، هغه چې زما تر شا ولاړ دي او زه ضمام بن ثعلبة یم د سعد بن بکر (قبیلې) څخه. دا روایت موسی علی بن عبدالحمید، سلیمان بن ثابت د نبي صلی الله علیه وسلم نه کړی دی.
Best Lesson For Every Person
different person different ability different think
حدیث شمیره: 61
حَدَّثَنَا خَالِدُ بْنُ مَخْلَدٍ، حَدَّثَنَا سُلَيْمَانُ، حَدَّثَنَا عَبْدُ اللَّهِ بْنُ دِينَارٍ، عَنِ ابْنِ عُمَرَ، عَنِ النَّبِيِّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ قَالَ: «إِنَّ مِنَ الشَّجَرِ شَجَرَةً لاَ يَسْقُطُ وَرَقُهَا، وَإِنَّهَا مَثَلُ المُسْلِمِ، حَدِّثُونِي مَا هِيَ" قَالَ: فَوَقَعَ النَّاسُ فِي شَجَرِ البَوَادِي قَالَ عَبْدُ اللَّهِ: فَوَقَعَ فِي نَفْسِي أَنَّهَا النَّخْلَةُ، فَاسْتَحْيَيْتُ، ثُمَّ قَالُوا: حَدِّثْنَا مَا هِيَ يَا رَسُولَ اللَّهِ، قَالَ: "هِيَ النَّخْلَةُ".
ابن عمر رضي الله عنهما له رسول الله صلی الله علیه وسلم نه روایت کوي چې نبي صلی الله علیه وسلم و فرمایل په ونو کې یوه ونه داسې ده چې د هغې پاڼې نه غورځي او هغه د مسلمان په شان ده. نو تاسو ماته ووایئ چې هغه کومه ونه ده؟ ابن عمر رضي الله عنه وايي خلک د ځنګل د ونو په خیال کې شول. عبدالله بن عمر رضي الله عنه وايي زما په زړه کې راغله چې هغه د کجورې (خرما) ونه ده. خو زه یې د ویلو نه شرمېدم اخر صحابه وو عرض وکړ یا رسول الله که تاسو یې مونږ ته وښایئ؟ نبي صلی الله علیه وسلم ورته وفرمایل هغه د کجورې (خرما) ونه ده.
حدیث شمیره: 60
حَدَّثَنَا قُتَيْبَةُ بْنُ سَعِيدٍ، حَدَّثَنَا إِسْمَاعِيلُ بْنُ جَعْفَرٍ، عَنْ عَبْدِ اللَّهِ بْنِ دِينَارٍ، عَنِ ابْنِ عُمَرَ، قَالَ: قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ: «إِنَّ مِنَ الشَّجَرِ شَجَرَةً لاَ يَسْقُطُ وَرَقُهَا، وَإِنَّهَا مَثَلُ المُسْلِمِ، فَحَدِّثُونِي مَا هِيَ" فَوَقَعَ النَّاسُ فِي شَجَرِ البَوَادِي قَالَ عَبْدُ اللَّهِ: وَوَقَعَ فِي نَفْسِي أَنَّهَا النَّخْلَةُ، فَاسْتَحْيَيْتُ، ثُمَّ قَالُوا: حَدِّثْنَا مَا هِيَ يَا رَسُولَ اللَّهِ قَالَ: "هِيَ النَّخْلَةُ».
د ابن عمر رضي الله عنه نه روایت دی چې یو ځل رسول الله صلی الله علیه وسلم صحابه وو ته وفرمایل: «په ونو کې یوه ونه داسې ده چې د هغې پاڼې نه خزان کيږي او هغه د مؤمن مسلمان په څېر ده، نو تاسو ووایئ هغه کومه ونه ده؟ نو خلک د ځنګلي ونو په خیال کې لاړل او عبدالله بن عمر رضي الله عنه وايي زما فکر کې د خرما ونه راغله خو زه د مشرانو مخکې په خبرو کولو شرمېدم اخر صحابه وو عرض وکړ یا رسول الله صلی الله علیه وسلم تاسو یې مونږ ته وښايئ چې هغه کومه ونه ده؟ نو نبي صلی الله علیه وسلم ورته وفرمایل هغه د کجورې (خرما) ونه ده.
حدیث شمیره: 58
حَدَّثَنَا مُحَمَّدُ بْنُ سِنَانٍ، قَالَ: حَدَّثَنَا فُلَيْحٌ، وحَدَّثَنِي إِبْرَاهِيمُ بْنُ المُنْذِرِ، قَالَ: حَدَّثَنَا مُحَمَّدُ بْنُ فُلَيْحٍ، قَالَ: حَدَّثَنِي أَبِي قَالَ: حَدَّثَنِي هِلاَلُ بْنُ عَلِيٍّ، عَنْ عَطَاءِ بْنِ يَسَارٍ، عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ قَالَ: بَيْنَمَا النَّبِيُّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ فِي مَجْلِسٍ يُحَدِّثُ القَوْمَ، جَاءَهُ أَعْرَابِيٌّ فَقَالَ: مَتَى السَّاعَةُ؟ فَمَضَى رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ يُحَدِّثُ، فَقَالَ بَعْضُ القَوْمِ: سَمِعَ مَا قَالَ فَكَرِهَ مَا قَالَ. وَقَالَ بَعْضُهُمْ: بَلْ لَمْ يَسْمَعْ، حَتَّى إِذَا قَضَى حَدِيثَهُ قَالَ: "أَيْنَ - أُرَاهُ - السَّائِلُ عَنِ السَّاعَةِ" قَالَ: هَا أَنَا يَا رَسُولَ اللَّهِ، قَالَ: «فَإِذَا ضُيِّعَتِ الأَمَانَةُ فَانْتَظِرِ السَّاعَةَ» قَالَ: كَيْفَ إِضَاعَتُهَا؟ قَالَ: «إِذَا وُسِّدَ الأَمْرُ إِلَى غَيْرِ أَهْلِهِ فَانْتَظِرِ السَّاعَةَ».
له ابو هریرة رضي الله عنه نه روایت دی چې یوه ورځ نبي صلی الله علیه وسلم مجلس کې خلکو ته څه بیان کولو، په دې حالت کې یو اعرابي (بانډه چي) نبي صلی الله علیه وسلم ته راغی اوپوښتنه یې وکړه چې قیامت به کله وي، رسول الله صلی الله علیه وسلم ځواب ور نکړ، نبي صلی الله علیه وسلم خپله خبره بیانوله. له همدې امله ځینو خلکو وویل چې نبي صلی الله علیه وسلم د هغه سړي خبره واوریده خو د هغه خبره ورته بده معلومه شوه نو له همدې کبله یې ځواب ورنه کړ او یوشېمر نورو وویل چې دا خبره نده بلکې خبره یې اورېدلې نده. تر دې چې نبي صلی الله علیه وسلم خپله خبره ختمه کړه، نو ویې فرمایل چرته دی (زه فکر کوم چې دا الفاظ وو) هغه د قیامت پوښتنه کوونکی څه شو، نو هغه پوښتنه کوونکي وویل یا رسول الله زه موجود یم نبي صلی الله علیه وسلم ورته و فرمایل: «کوم وخت چې امانت ضایع کړل شي نو ته د قیامت انتظار کوه». هغه پوښتنه وکړه چې امانت څنګه ضایع کیږي؟ ، نو نبي صلی الله علیه وسلم وفرمایل: «کله چې کار نا اهلو خلکو ته و سپارل شي نو ته د قیامت انتظار کوه».
حدیث شمیره: 59
حَدَّثَنَا أَبُو النُّعْمَانِ عَارِمُ بْنُ الفَضْلِ، قَالَ: حَدَّثَنَا أَبُو عَوَانَةَ، عَنْ أَبِي بِشْرٍ، عَنْ يُوسُفَ بْنِ مَاهَكَ، عَنْ عَبْدِ اللَّهِ بْنِ عَمْرٍو، قَالَ: تَخَلَّفَ عَنَّا النَّبِيُّ صَلَّى اللهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ فِي سَفْرَةٍ سَافَرْنَاهَا فَأَدْرَكَنَا - وَقَدْ أَرْهَقَتْنَا الصَّلاَةُ - وَنَحْنُ نَتَوَضَّأُ، فَجَعَلْنَا نَمْسَحُ عَلَى أَرْجُلِنَا، فَنَادَى بِأَعْلَى صَوْتِهِ: "وَيْلٌ لِلْأَعْقَابِ مِنَ النَّارِ" مَرَّتَيْنِ أَوْ ثَلاَثًا.
له عبدالله بن عمر رضي الله عنهما نه روایت دی چې فرمايي: یو سفر کې نبي صلی الله علیه وسلم زمونږ نه وروسته پاتې شو، کله چې رانژدې شو، نو لمونځ کې د تأخیر راتلو له امله مونږ ژر ژر اودس کولو او له همدې کبله مونږ پر خپلو پښو باندې د اوبو اچولو پر ځای په لاس پر پښو باندې اوبه خورولې نو نبي صلی الله علیه وسلم په اوچت غږ دوه یا درې ځله و فرمایل: د پښو ښنګري د اور (د عذاب) او سوځیدو له امله افسوس دی
السلام علیکم ورحمته الله و برکاته .
من برایی یک مدت دروس هایی از صحیح البخاری را نشر میکنم . تا همه دوستان ام از این علم پر برکت مستفید شود . دوستان بنده را از دعا هایتان فراموش نکنید.
دلم میخواهد در باره چگونگی ساخت شخصیت خوب و یا هم ویژه گی های یک آدم موفق معلومات حاصل کنم
بسیار دلم میخواهد که برای خود یک شخصیت بسازم .
چون شخصیت داشتن مهمترین چیز در تمام امورات زندگی است .
هر کس در این دنیا برای خود یک جای دارد .
من باید جای خود را پیدام کنم
بسیار دلم میخواهد که بگویم مرا تنها بگذارید که بالای خودم کار کنم .
چون باور کامل دارم اگر مدت مرا تنها گذاشتید می توانم زنده گی را تغییر دهم .
Click here to claim your Sponsored Listing.
Location
Category
Contact the school
Telephone
Website
Address
Maiwand Road
Kabul