Taj Mahal Civil Engineering center
Contact information, map and directions, contact form, opening hours, services, ratings, photos, videos and announcements from Taj Mahal Civil Engineering center, Education, Kabul.
02/01/2025
سوپر ایلیویشن په سړک کې څه شی دی؟
سوپر ایلیویشن د سړک پر منحني برخه کې د سړک د سطحې پورته کول دي چې موټرونو ته د منحني په وخت کې د سانترفیوګل ځواک (مرکز څخه بهر ځواک) مقابله کې مرسته کوي. د دې پورته کولو په مرسته، موټرونه ښه چپکوالی او ثبات ساتي، د سړک د تخته کېدو یا ټکر خطر کموي.
د سوپر ایلیویشن موخي: د سوپر ایلیویشن لومړنۍ موخه داده چې د سړک په منحني برخو کې، په ځانګړې توګه په لوړ سرعت کې، خوندي او آرامه سفر تضمین کړي. دا لاندې ګټې لري:
۱) د موټرو ثبات ښه کول
۲) د تخته کېدو یا ټکر خطر کمول
۳) د موټر چلونکي آرامتیا او خوندیتوب زیاتول
۴) د سړک عمومي خونديتوب زیاتول
د سوپر ایلیویشن ډیزاین لپاره پام کې نیول کېدونکي عوامل:
۱) ډیزاین سرعت: هغه سرعت چې تمه کېږي موټرونه پرې حرکت وکړي
۲) د منحني شعاع: د منحني تیزوالی
۳) د سړک سطحه: د فرش ډول او د هغې د خړوبیدو ځانګړتیاوې
۴) د موټرو ځانګړتیاوې: هغه موټرونه چې په سړک کې به حرکت کوي او د هغوی دینامیک ځانګړتیاوې
د سوپر ایلیویشن ډولونه:
1. خطې سوپر ایلیویشن: په منحني برخه کې د سطحې پورته کولو ثابت تناسب
2. پارابولیک سوپر ایلیویشن: په منحني برخه کې د سطحې پورته کولو بدلېدونکی تناسب، چې په منځنۍ برخه کې زیات وي
د سوپر ایلیویشن اهمیت:
سوپر ایلیویشن د سړک ډیزاین یو مهم عنصر دی چې مستقیمه اغېزه یې د موټر چلونکو خوندیتوب او آرامتیا باندې ده. ښه ډیزاین شوی سوپر ایلیویشن کولی شي:
۱) د ټکر خطر کم کړي
۲) د ترافیک جریان ښه کړي
۳) د موټر چلونکو آرامتیا او خوندیتوب زیات کړي
۳) د سړک عمومي خونديتوب لوړ کړي
پایله:
په پای کې، سوپر ایلیویشن د سړک ډیزاین یو حیاتي عنصر دی چې د ډیزاین سرعت، د منحني شعاع، او د سړک سطحې په څېر عواملو ته د پام کولو اړتیا لري. د خوندي او آرامه سفر تضمین کولو سره، سوپر ایلیویشن د ټکر د خطر د کمولو او د ترافیک جریان د ښه کولو کې مهم رول لوبوي.
21/11/2024
👷 ساختماني پروژو ته قیمت ورکول
په انجنیرۍ کې یوه له اساسي او مهمو مسئلو څخه پروژې ته قیمت ورکول دي.
چې باید په ډیر دقت او فکر سره ترسره شي، ځکه د غلط قیمت ورکولو په صورت کې به شرکت له ډیرو مالي ستونزو سره مخ شي. د پروژې قیمت باید نه ډیر ټیټ وټاکل شي او نه هم ډیر لوړ.
کله چې ساختماني شرکتونه د یوې پروژې په داوطلبۍ کې اشتراک کوي نو د پروژې قیمت باید په داسې ډول وټاکي چې له یو خوا د قرارداد د ګټلو چانس ولري او له بلې خوا په ټاکل شوي قیمت د پروژې ترسره کول او پکې ګټه کول ممکن وي.
د ساختماني پروژو د قیمت ټاکل (برآورد) ډیره عادي مسئله نده بلکه یوه پیچلې پروسه ده چې ډیرو تغیریدونکو عواملو سره اړیکه لري.
دا مهارت دومره په اسانۍ هم لاسته نه راځي. کافی مطالعې، ټریننګ او تجربې ته ضرورت دی تر څو وکولای شئ د یوې پروژې قیمت په درست ډول وټاکئ.
مختلف عوامل شته چې د پروژې په قیمت باندې د پام وړ تاثیر لرلای شي.
چې برآورد کوونکی باید په دې ټولو پوه اوسي او مخکې د قیمت د نهایی کولو څخه د پروژې په قیمت باندې د دغو عواملو تاثیرات وارزوي.
هغه عوامل چې د پروژې په قیمت باندې تاثیر لرلای شي ځنې یې په لاندې ډول دي:
1- د مشابه پروژو قیمت
2- د موادو نرخونه
3- د معاشاتو نرخونه
4- د ساحې شرایط
5- انفلاسیون
6- د داوطلبۍ وخت
7- د پروژې مهال ویش (سکیجول)
8- د پروژې د مشخصاتو او پلانونو کیفییت
9- وړتیا او تجربه
10- د پروژې اندازه او ترکیب
11- د کاری ساحې موقعیت
12- احتمالي پیښې
13- ضمیمه کارونه
1. د مشابه پروژو قیمت:
د یوې پروژې د قیمت د ټاکلو لپاره تر ټولو ښه مرجع مشابه پروژې دي. د یوې مشابه پروژې نهایی اقلام (موارد) او د هغوی د مصارفو اندازه کولای شی د یوې پروژې د نرخ په ټاکلو کې مرسته وکړي.
2. د موادو نرخونه:
د موادو د اخیستلو ، انتقال او تهیه کولو مصارف د پروژې د مجموعی قیمت په ټاکلو کې یو ډیر مهم فکتور دی. چې د موادو نرخونه باید د برآورد د شروع کولو څخه مخکې معلوم وي.
3. د معاشونو نرخونه
معاشونه یو بل مهم فکتور دی چی د ساختمانی پروژو په قیمت تاثیر لري. د پروژې په موقعیت (شاوخوا سیمه) کې د کاریګرو د اجورې مروجه اندازه (Labor Cost) باید د برآورد د پیلولو څخه مخکې معلوم وي.
4. د ساحې شرایط
د هغې ساحې شرایط چې پروژه پکې موقعیت لري د پروژې د قیمت په ټاکلو کې مهم رول لري. هغه ساحوي شرایط چې کولای شي د پروژې قیمت لوړ کړي عبارت دي له: ضعیفه خاوره، نم لرونکی (لنده بل) ځمکه، ملوث مواد، سخت تجهیزات (د ځمکې لاندې د پایپونو او کیبلونو خښول، هوايي لینونه تیرول ...)، د چاپیریال له نظره حساسیت لرونکې ساحه، د ځمکی لاندې اوبه، د سیند سره تقاطع، درانده ترافیک، د ځمکې لاندې د ذخیرو ټانکرونه، هغه ساحې چې لرغوني اثار پکې وي، ... او داسې نور شرایط. چې پروژې ته د قیمت ورکولو وخت کې باید دا ډول شرایط حتما په نظر کې ونیول شي.
5. انفلاسیون:
د انفلاسیون موجودیت د تل لپاره یو لامل دی چی کیدی شي په زیاته اندازه د تغیر وړ (متحول) وي. نو په همدې خاطر باید پروژې ته د قیمت ورکولو په وخت کې دا فکتور په پام کې ونیول شي، تر څو له احتمالی تاوان څخه وژغورل شو.
6. د داوطلبی وخت:
د افرګشایی وخت کولای شی د ټیټ نرخ په لاسته راوړلو کی د پام وړ تاثیر ولري. ځکه موسمی تغیرات د ساختمانی کارونو په قیمتونو کې مهم رول لري . مثلا د عین کار اجرا کول کیدی شي په اوړي کې په یو قیمت او پله ژمی کې په بل قیمت تمام شي.
7. د پروژې مهال ویش یا Schedule
د پروژې مهال ویش په یقینی توګه د پروژې په قیمت باندې تاثیر لري. که چیرې اړتیا وي چې پروژه په ډیر کم وخت کې خلاصه شي نو عموما قیمت لوړیږي، په ځانګړي ډول کله چې په یو محدود وخت کې د پروژې د خلاصولو په صورت کې د پروژې د ناکامۍ خطر هم موجود وي.
همدارنګه، که چیرې د قرارداد د لاسلیک وخت معلوم وي او د کار د شروع نیټه نامعلومه وي، نو قراردادي د موادو په قیمت کې له انفلاسیون څخه ویره لري او کیدای شي نورې داسې پروژې ولري چې قراردادي ته به لومړیتوب لري.
نو ځکه، پداسې وخت کې زیاتره دواطلبان خپل قیمت لوړوي تر څو له دغسې حالاتو سره مخ نشي. په هر صورت ، که چیرې د قرارداد د لاسلیک او د کار د شروع ترمنځ فاصله له شپیتو ورځو(دوه میاشتو) زیاته وي نو زیات احتمال دی چې داوطلبان خپل قیمتونه لوړ کړي.
8. د پلانونو او مشخصاتو کیفیت
د پلانونو او د پروژې د مشخصاتو د جوړولو په وخت باید له ډیر دقت څخه کار واخیستل شي. دا ډیره زیاته مهمه ده چې د ډیزاین هر جز باید مکمل تشریح او په درست ډول تطبیق شي.
هره ګونګه (مبهمه) کلمه او یا ناسم جوړ شوی پلان نه یواځې دا چې ګډوډی رامنځ ته کوي بلکه د قراردادي په ذهن کې شک پیداکوي چې نتیجه یې عموما د قیمت لوړوالی دی.
9. وړتیا او تجربه
کوم ساختماني شرکتونه چې په داوطلبۍ کې اشتراک کوي، که چیرې له یو ماهر انجنیر او یا فرعی قراردادي (سب کنټرکټور) سره چې ښه سابقه او مسلکي شهرت ولري رابطه ولري او د قیمت په ټاکلو کې له هغوي سره مشوره وشي نو په نتیجه کې به د پروژې قیمت ډیر معقول وي.
که چیرې کوم قراردادي له مشخصو انجنیرانو او یا فرعی قراردادیانو سره په کار کولو کې مطمئن او راحت وي، نو ښه ده چې د کار مسؤلیت همغوی ته وسپارل شي. پدې ډول به د پروژې قیمت ډیر مناسب او د ګټلو چانس یې زیات وی.
10. د پروژې ترکیب او اندازه
د پروژې سایز او ترکیب (ساده والی او مغلق والی) مونږ ته راښيی چې محلی شرکتونه د دې پروژې د تطبیق توانایي لري او کنه.
د قیمت ورکولو په وخت کې باید د پروژې مشخصات ډیر دقیق مطالعه او ځان پرې سل سلنه پوه کړل شي. داسې نشي چې یو مغلقې او سختې پروژې ته د ساده پروژې په نظر وګورو او ټیټ نرخ ورته ورکړو او بیا پدې نه توانیږو چې په ټاکلې بودیجې سره یی خلاصه کړو.
11. د کاري ساحې موقعیت
د کاري ساحې موقعیت د پروژې د قیمت په ټاکلو کې ډیر مهم جز دی.
په کلیوالي مناطقو کې عموما کم شمیر فنی کاریګر او ساختماني مواد موجود وي او د موادو انتقال ورته ډیر مصرف غواړي.
نو ځکه، د براورد په وخت کې باید د کار ساحې ته د کاریګرانو د انتقال مصارف هم په نظر کې ونیول شي.
12. احتمالي پيښې
غیر متوقعه پیښې لکه د امنیت خرابیدل، ساختماني موادو کمبود، د موادو قیمت لوړیدل، انفلاسیون او داسیې نورې د پروژې په نرخ باندې ډیر تاثیر کوي. د دغو احتمالي پيښو د تاوان د مخنیوی په خاطر باید د ټول قیمت یو ټاکلې فیصدي د پروژې له قیمت سره جمع شي تر څو د دغسې پيښو د پيښیدو په صورت کې له تاوان څخه ژغورل شوي اوسو او یا مو تاوان اقل حد ته رارسولی وی.
13. ضمیمه کارونه:
کله کله داسې پیښیږي چې ځنې پروژې ځانګړي کار(لکه تحقیق یا نورو) ته ضرورت لري چې په معمول ډول په نورو پروژو کې نه وي. نو د قیمت ټاکل په وخت کې باید دغسې مسایلو ته متوجه اوسو تر څو له راتلونکی سردرد نه خلاص اوسو.
پورته مو ځنې هغه عوامل بیان کړل چې ساختماني پروژو ته د قیمت ورکولو په وخت کې باید په نظر کې ونیول شي. ځنی نور ځانګړی عوامل هم شته خصوصا په افغانستان کې چې پروژې ته د قیمت ورکولو وخت کې باید په نظر کې حتما په نظر کې ونیول شوی کنه نو تاوان مو حتمی دی.
14/11/2024
راځی چی د 80مترمعکب د خښتو دیوال لپاره د مواد مقدار محاسبه کړو.
په یوې ودانۍ کې د خشت کارۍ ټول مقدار 80m3 دی، ددغه
خشت کارۍ لپاره د ضرورت وړ خښتو، مصالې او په مصاله کې د شاملو موادو مقدار حساب کړئ، په داسې حال کې چې د مصالې د سیمنټ او شګې نسبت 1:5 په پام کې نیول شوی وي او د خښتو واقعي اندازې هم 21.5×10.25×6.5 سانتي متره وي.
حل: د خشت کارۍ 25% مصاله او 75% خښتې فرض کوو:-
له دی ځایه د 80m3 خشت کارۍ لپاره د مصالې مقدار عبارت دی له:-
Volume of Mortar = 80 × 0.25 = 20m3
نو د 80 مترمکعبه خشت کارۍ لپاره 20 مترمکعبه مصاله پکار ده
د 80 مترمکعبه خشت کارۍ لپاره د خښتو مقدار عبارت دی له:-
Volume of Bricks = 80 × 0.75 = 60m3
د خښتو د تعداد د معلومولو لپاره د خښتو پورتنی حجم(60m3) د یوې خښتې په حجم ویشو، چې مونږ ته د خښتو شمیر په لاس راکوي
Volume of one Brick = 21.5/100 × 10.25/100 × 6.5/100 = 0.00143m3
په سلو مو ځکه وویشلې چې مونږ ته د خښتو ابعاد په سانتي متر راکړل شوي وو، مونږ متر ته بدل کړل
Number of Bricks = 60/0.00143 = 41985 No.
د 5% ضایعاتو په پام کې نیولو سره لازمې خښتې عبارت دي له:-
Number of Bricks with 5% Wastage = 41985 × 5/100 = 44055 No.
د 1:5 مصالې لپاره د کاریدونکي ریګ او سیمنټو مقدار ددغه مصالې د مخلوط د ډیزاین له مخې چې د لابراتوار پواسطه لاسته راغلي محاسبه کوو.
او یا هم د یو متر مکعب مصالې د جوړلو لپاره 1.3m3 وچ مواد په پام کې نیسو او د موادو مقدار په لاندې ډول محاسبه کوو
Ratio(R) = (20 × 1.3)/ (1+5) = 4.33
Cement = R × 1 = 4.33 × 1 = 4.33m3 × 1440 = 6235.2kg
Number of Bags = 6235.2 / 50 = 125 bags
Sand = R × 5 = 4.33 × 5 = 21.65m3
نوټ: 1440kg/m3 د سیمنټو حجمي وزن دی.
24/04/2022
مجموع سوالات و جوابات آمریت مراقبت های تعمیرات و ساختمانها...
سوال 1: ساختمان را تعریف کنید؟
جواب 1: ساختمان عبارت ازعضو یا مجموعه اعضا بوده که به منظور تحمل وانتقال قوه ها به کار میرود.
سوال 2: ساختمان ها به چند نوع میباشد؟
جواب2: ساختمان ها به سه دسته تقسیم گردیده اند
1- ساختمانهای جسیم.
2- ساختمان های چوکات بندی شده.
3 - ساختمان های قشری یا تمام کانکریتی.
سوال 3: نقشه هایکه برای اعمار تعمیر ضروری میباشد نام ببرید؟
جواب 3: نقشه های مهندسی، ساختمانی (سترکچر)، برق، تاسیسات ، کانالیزاسیون و تهویه و تسخین میباشد.
سوال4: مراقبت یعنی چی ؟
جواب4: مراقبت عبارت از پروسه عملیاتی بوده که توسط شخص حقیقی وحکمی معرفی شده از اداره مربوطه جهت تعقیب تمام امور پروژه چی از لحاظ کیفیت و چی ازلحاظ کمیت از زمان عقد قرار داد الی اکمال پروژه میباشد.
سوال5 : وظایف اساسی مراقبت کننده را بیان دارید.
جواب. تطبیق نقشه و لست مشخصات
مطالعه دقیق اسناد پروژه ویمراقبت روز مره از کیفیت مواد مصالح و امورات اجرایی کار ساختمان
هدایات فنی خویش را درج ژورنال مینماید
توقف پروژه در صورت تخطی و غیر معیاری کارنمودن شرکت تطبیق کننده ویا بی کیفیت بودن مواد ساختمانی
ابراز نظر به دیزاینر جهت بهبود پروژه
ترتیب راپور پیشرفت فیصدی کار
ارایه گزارش از مشکلات ساحوی
کنترول و بررسی ویژه سه گانه (قبل از شروع فعالیت آغاز فعالیت و در جریان فعالیت)
مراقبت کننده وظیفه دارد در صورت که کانکریت غیر معیاری وارد ساحه گردد جلوگیری نماید.
مراقبت کننده نمیتواند احجام کاری ناقص را در کتاب ژورنال تایید نماید
مراقبت کننده صرف از احجام معرفی شده پروژه تصدیق نماید.
گزارش اطمینانیه از تکمیل صد فیصد کار تکمیل پروژه با ذکر ثبت آن در کتاب ژورنال جهت برآورد ثانی.
اشتراک فعال در ورکشاپ های مسلکی
ارایه پیشنهادات موثر و مناسب در پروژه بخاطر بهبود بخشیدن کارهای مراقبتی در پروژه
سوال6: layout یا خط اندازی جهت کندن کاری تهداب تعمیر به اساس کدام نقشه صورت می گیرد؟
جواب6: خط اندازی تهداب تعمیر به اساس نقشه ای مهندسی صورت میگرد.
سوال 7: تست مقاومت کانکریت در چند روز و چند مرحله صورت میگیرد؟
جواب7: تست مقاومت کانکریت الی 28 روز و در سه مرحله 28،14،7 صورت می گرد.
سوال 8: آب دهی کانکریت تا چند روز باید صورت بگیرد؟
جواب8: آب دهی کانکریت الی 28 روز باید ادامه داشته باشد.
سوال9: برای تعین کیفیت کانکریت در پروژه کدام موارد را باید به عنوان انجنیر مراقبت کننده درنظر گرفت؟
جواب9: جهت تعین کیفیت کانکریت در ساحه اولآ باید تمام مواد که در کانکریت مصرف میگردد عاری از مواد عضوی باشد، اندازه های جغل و ریگ طبق نورم های پذیرفته شده باشد، از تاریخ مصرف سمنت اطمینان داشته باشیم، آب مصرفی در کانکریت بدون نمکیات و مواد عضوی باشد، تست فرسایش و سختی جغل باید صورت گرفته باشد، خاک(کلی) نباید بالاتر از 5٪باشد.
سوال10: مبلایزیشن را تشریح نماید؟
جواب10: مبلایزیشن عبارت از پروسه عملیاتی پروژه ساختمانی بوده که جهت تعین و جابجایی دفترساحوی،ساخت انبارها،تشناب های سیار، انتقال تجهیزات و وسایل برای پیشبرد امور پروژه بکار میرود میباشد.
سوال11: انبار نمودن سمنت در ساحه که مبلایزیشن گردیده است چگونه باید صورت بگیرد؟
جواب11: به اساس نورم های پذیرفته شده جهان کیسه های سمنت باید در زیر هنگر در ساحه و به تعداد 6الی9 کیسه روی هم قرار داده شوند و در میان هر قطار به اندازه 60 سانتی متر فاصله داشته باشد و از سطح زمین به اندازه 15 الی 20 سانتی متر بلند روی تخته های چوبی قرارداده شود.
سوال12: پلان کاری (ٍSchedule) پروژه ساختمانی را واضح سازید؟
جواب12: پلان کاری پروژه عبارت از سلسله ای روند منظم کاری میباشد که با رعایت اولویت بندی کارها با در نظر داشت زمان هر فعالیت ترتیب میگردد.
سوال13: پلان ایمنی را واضح سازید؟
جواب13: پلان ایمنی یکی از نورم های مهم ساختمانی میباشد که برای حفظ جان کارگران و تمام تیم که در پروژه دخیل میباشد طرح و اعمال میگردد.
سوال14: جهت حفظ و سلامت جان افراد دخیل در پروژه کدام تجهیزات در نظر گرفته میشود؟
جواب14: برای حفظ جان و رعایت ایمنی در پروژه های ساختمانی تجهیزات ذیل باید نظر به نوع پروژه ها در نظر گرفته شود،بوت سفتی،کلاه، عینک،ماسک، دستکش، یونوفورم، کمربند، فیطه خطر، علایم رهنمایی، علایم ترافیکی وغیره.
سوال15: خاک ترکیب شده که در تهداب های تعمیر جهت پرکاری به کار میرود به کدام ضخامت باید انداخته شود ؟
جواب15: به اساس تجارب و نورم های پذیرفته شده تمام مواد که در تهداب تمعمیرات جهت پرکاری استفاده میشود باید دارای ضخامت بالاتر از 18 سانتی متر باشد.
سوال16: کدام تست ها در پروژه های ساختمانی صورت میگرد نام ببرید؟
جواب16: MDD,FDT,CBR,CYLINDER TEST,COOR TETS,SLUMP TEST, AIR CONTENT TEST, REBR TESTS,PUNCHING TEST.
سوال17: 4000PSI چند MPA میشود؟
جواب17: 280 میگا پاسکال میشود.
سوال18: cold joint کدام جاینت را گویند؟
جواب18: وقفه میان ریخت کانکریت را بنام کولد جاینت یاد میکنند.
سوال19: تست air content به کدام منظور صورت میگیرد؟
جواب19: جهت تعین فیصدی هوا در کانکریت استفاده میگردد.
سوال20: قبل از ریخت کانکریت کدام کارها را باید چک نمود؟
جواب20: چک نمودن قالب کاری، چک نمودن سیخ ها، چک نمودن سپیسر بلاک ها و غیره.
سوال21: تهداب ها به چند نوع میباشد؟
جواب21: تهداب ها به چهارنوع میباشد که عبارت از تهداب های منفرد،فیته ای،میخی و فرشی میباشد.
سوال22: در صورت که در کندکاری تهداب تعمیر با خاک ضعیف مواجه شوید چی تدبیر را خواهید گرفت؟
جواب22: در صورت که در تهداب ها با خاک ضعیف مواجه شویم باید تدابیر ذیل را در دست بگیریم، اگرقشر و یا هم ضخامت خاک ضعیف ریاد باشد باید دیزاین تهداب توسط دیزاینر به تهداب میخی تغیر کند او اگر ضخامت کمتر و قابل برداشت باشد باید تمام خاک را برداشته و بجای آن خاک که دارای مقامت بالاتر باشد استفاده نمایم.
سوال23: قالب پایه ها،کنارگادرها،و دیوارها در16 درجه حرارت با مصرف سمنت پورتلند معمولی بعد از چند روز برداشته میشود؟
جواب23: از یک الی سه 3 روز میتواینم قالب را برداریم .
سوال24: دریک متر مکعب خشتکاری دیوار چند فیصد مصالح مصرف میشود؟
جواب24: 20 الی 25 فیصد مصالح مصرف میشود.
سوال25: خشت درجه اول را چی گونه درساحه تفکیک نمود؟
جواب25: دارای رنگ یکنواخت بوده، تمام اضلاع آن زاویه قایم داشته باشد،تمام نبش آن ثابت و بدون شکستگی باشد،در صورت ضربه زدن صدای فلز بدهد.
سوال26: کاشی وسرامیک درجه اول را چگونه میتوان در ساحه به اساس تجربه تعین نمود؟
جواب26: تمام ابعاد و اندازه های سرامیک یا کاشی باید بدون شکستگی مساوی و رنگ آن نیز در تمام بسته ها یکنواخت باشد وجهت تست ضخامت مواد سرامیکی توسط آب به طرف عقب سرامیک آب بریزید اگر در زمان کم رنگ مواد سرامیک یا مواد کیمیاوی آن تغیر نمود معلوم میگردد که سرامیک عالی نمیباشد اما در غیر آن میتوان گفت سرامیک عالی است .
سوال 27: قشرمحافظوی در کانکریت به چه منظور درنظرگرفته میشود؟
جواب 27: از آنجایکه قشر محافظتی شامل محاسبه دیزاين نمشود میتوان گفت که این قشر فقط جهت حفظ سیخ از تاثیرات محیطی بکار میرود.
سوال28: قبل از کندنکاری در پروژه ساختمانی کدام نکات مهم را به عنوان انجنیر مراقبت کننده باید در نظرگرفت؟
جواب28 : اولآ باید متوجه بود که ساحه لیول کاری گردیده است بعدآ برای آب های باران میل درنظر گرفته شده است یا خیرثانیآ باید با تمام اداره های مربوطه در ارتباط شود تا از عبور نلهای آب، لین تلفون،کیبل برق،لین انترنت ویاهم پایپ گاز حصول اطمینان نماید.
سوال29: فرق بین ژورنال و کتاب مشاهدات چی است؟
جواب29: کتاب ژورنال یک مهم میباشد که بخاطر هدایات همه جانبه توسط انجنیر مراقبت کننده در ساحه پروژه موجود میباشد که هدایات داده شده را در آن درج نموده تا تطبیق کننده بتواند تمام هدایات را به عنوان سند با خود داشته باشد، و کتاب مشاهداد برای نظارت کننده گان که به شکل دورانی در بعضی از پروسه های کاری جهت مشاهده حضور داشته باشد بکار میرود.
سوال30: کانکریت یعنی چی ؟
جواب30: کانکریت یعنی ترکیب از چندین نوع مواد که از طبعیت بدست میاید کانکریت نامیده میشود بطور خلص کانکریت یعنی سنگ مصنوعی از ترکیب ریگ،جغل،سمنت و آب میباشد.
سوال31: تخته های پلایوود برای قالب بندی کانکریت چند مرحله حد استفاده دارد؟
جواب31: به اساس تجارب و نورم های قبول شده میتوان تخته های پلایوود را جهت قالب بندی در سه 3 مرحله استفاده نمود.
سوال32: ادمیکسچر های ضد یخ در چند درجه حرارت قابل استفاده میباشد؟
جواب32: در درجه حرارت که پاین تر از +5 درجه باشد و امکان پوشانیدن ساحه در آن کانکریت ریخت میشود نباشد.
سوال33: رنگمالی داخلی تعمیر در 20 درجه حرارت بعد از چند روز میتوان انجام داد ؟
جواب33: رنگمالی داخلی را میتوان بعد از 15 الی 30 روز انجام داد.
سوال34: over lap سیخ ها را نظر به کدام رابطه میتوان تعین نمود؟
جواب34: برای اورلپ سیخ ها میتوان از رابطه D*56/1000 استفاده نمود.
سوال35: وزن سیخ را در فی متر ذریعه کدام رابطه میتوان تعین نمود؟
جواب35: برای تعین وزن سیخ میتوان از رابطه D2/36*0.222 استفاده نمود.
سوال36: مدیر پروژه یعنی چی ؟
جواب36: مدیر پروژه را میتوان به شخص اطلاق کرد که از منابع سه گانه، مالی، بشری و زمان بطور مفید استفاده نماید و پروژه را در وقت معین آن به اتمام برساند .
سوال37: قوه های برشی چیست و در بیم یا گادر در کدام قسمت اعظمی میباشد؟
جواب37: قوه های برشی عبارت از قوه های برشی می باشد که عمودا بالای عناصر ساختمان عمل می نمایند٬ رابطه معکوس با مومنت دارد که در قسمت های که مومنت اصغری می باشد قوه برشی اعظمی است.
سوال38: مومنت در کدام قسمت بیم اعظمی میباشد؟
جواب38: مومنت در قسمت مرکزی بیم دقیقآ در جای که شییر صفر میباشد اعظمی میباشد.
سوال39: Epoxy Growth به چی منظور استفاده میشود؟
جواب39: برای جلوگیری پیشرفت درزها که در نقاط مهم عناصر کانکرتی به وجود میاید استفاده میشود.
سوال40: ها نیکم در کانکریت به چی معنی ؟
جواب40: خلاهای که بعد از ریخت کانکریت و بعد از دور نمودن قالب به مشاهده میرسد بنام هانیکم یاد میشود .
سوال41: ریگ از نظر انجنیری یعنی چی؟
جواب41: ریگ یک عنصرمواد پر کننده کانکریت میباشد که از غلبال شماره 200 عبور نماید ریگ نامیده میشود.
سوال42: سه مرحله QC را شرح دهید؟
جواب42: مرحله اول جلسه مقدماتی.
مرحله دوم برسی یا نظارت اولیه .
مرحله سوم برسی دایمی یا همیشگی میباشد
سوال43: ازسمنت زود جوش درکدام حالت استفاده صورت میگیرد؟
جواب43: ازین نوع سمنت عموما در جا های که سطح آب بلند باشد استفاده میگردد.
سوال44: سمنت به چند نوع است لطفاً نام بگیرید؟
جواب44: سمنت زود جوش – سمنت سفید – سمنت عادی – سمنت متوسط - سمنت دیر گیر - سمنت ضد نمک
سوال45: طریقه نگهداری ریگ وجغل را درساحه بنویسید؟
جواب 45: ریگ و جغل عموما بشکل خرمن در هوای آزاد ذخیره میشود . ذخیره آن طور باشد که از مخلوط شدن خاک و کثافت در آن به امان باشد . در چقوری های که آب تجمع مینماید و یا امکان جریان آب درآن موجود باشد از ذخیره نمودن ریگ و جغل جدا جلوگیری بعمل آید
سوال46: فیصدی مصاله در سنگ کاری وخشت کاری چند فیصد میباشد؟
جواب46: درسنگ کاری 35-30 فیصد و درخشت کاری 25- 28.
سوال47: کیفیت مصاله کانکریت درساحه به اساس کدام فکتور تعین میگردد؟
جواب 47: 1- رنگ مصاله 2- مقدارمواد ترکیبی 3- مقدارآب.
سوال48: ارتفاع یک دیوار وزن بردار چقدر میباشد؟
جواب 48: 2.8 متر.
سوال49: وظیفه تهداب ها درساختمان چه است بنویسید؟
جواب49: تهداب ها وزن ساختمان را گرفته و به خاک انتقال میدهد.
سوال50: اندازه پیمانه یا منک برای یک خریطه سمنت چند است؟
جواب50: پیمانه یا منک برای یک خریطه سمنت به ابعاد داخلی ذیل cm(25×35×40 ) می باشد.
سوال51: مقدارزیاد آب در مخلوط کانکریت باعث کدام تغییرات می شود؟
جواب 51: اگر مقدار آب در مخلوط کانکریت زیاد شود مارک کانکریت پائین میآید و مقاومت آن کم میشود.
سوال52: پروژه چیست ؟
جواب52: پروژه عبارت از یک سلسله فعالیت های مؤقتی میباشد که آغاز و انجام آن دقیقاً تعیین شده و یک محصول ویا خدمت خاصی را عرضه مینماید. یک پروژه باید دارای مقاصد واهداف واضح باشد.
سوال53: سولنگ (soling) چیست؟
جواب53: وقتیکه زیرتهداب نرم وخراب باشد قبل ازریختن کانکریت تهداب یک لایه خشت بدون مصاله ویا سنگ فرش میشود، و بعد بالای آن کانکریت ریخته میشود که همین فرش بنام سولنگ یاد میگردد.
سوال54: فاصله حد اعظمی واصغری سیخ ها درسلب چند است؟
جواب54: حد اعظمی 20 سانتی متر و اصغری آن 1.5 سانتی متر می باشد.
سوال55: Cycle of Project یا دوران عمومی کار یک پروژه را نام بگیرید؟
جواب55: پلان ، سروی ، نقشه ، دیزاین ، برآورد ، قرارداد ، تطبیق پروژه ، تسلیمی پروژه.
سوال56: ماشین لرزنده (ویبراتور) به چه منظور درکانکریت ریزی استفاده میگردد؟
جواب56 : بخاطر رسانیدن کانکریت درتمام حصص قالب ها وتبک بهتر از ماشین لرزنده استفاده میگردد.
سوال57: عمق تهداب ها تابع کدام فکتور است؟
جواب57: عمق یخبندی
سوال58: زلزله چند نوع قوه را بالای تعمیر وارد میکند و بالای کدام قسمت اجزای ساختمان عمل میکند ؟
جواب58: زلزله دونوع قوه را بالای تعمیر وارد میکند عمودی وافقی و در قسمت گیری های پایه وکادر عمل میکند.
سوال59: درز حرارتی به چه منظور در نظر گرفته می شود؟
جواب59: درز حرارتی جهت انقباظ وانبساط در نظر گرفته می شود .
سوال60: وظیفه پایه درتعمیرچیست؟
جواب60: وظیفه پایه ها انتقال وزن سلب کادر دیوارها را به تهداب .
سوال61: محور خنثی در گادر چی است؟
جواب61: محور خنثی در گادرها سرحد بین قسمت کششی وفشاری کادرها میباشد.
سوال62: نسبت (1:1.5:3) در کانکریت مارک 200 بیانگر چیست؟
جواب62: (1)سمنت (1.5)ریگ (3) جغل میباشد.
سوال63: طریقه ریخت کانکریت در پایه ها را بیان کنید
جواب63: درچند مرحله(به ارتفاع 1.5-1 )مترریخت میگردد.
سوال64: در وقت خط اندازی زاویه (90) درجه کنج های تعمیرتوسط کدام فارمول تعین میگردد.
جواب 64 :زاویه 90 درجه توسط فارمول فیثاغورث یا 3-4-5 تعین میگردد.
سوال65: برآورد اول و برآورد ثانی چه طور و به چه منظور صورت می گیرد؟
جواب65 : برآورد اول قبل از شروع پروسه طی مراحل تدارکات پروژه به منظور پیش بینی و تثبیت احجام تخمینی پروسه های کاری به ملاحظه نقشه ها و ساحه کار صورت می گیرد اما برآورد ثانی به منظور تثبیت مقدار کار های انجام شده، بعد از تکمیل پروژه به ملاحظه ساحه و تطبیق آن با لست مشخصات صورت می گیرد.
سوال66: چهار نوع وزن دینا میکی را نام بگیرید؟
جواب66 :
1-وزن غیر انتقالی، تغیر پذیر به قسم پیریودیک.
2-وزن های کوبنده.
3-وزن های کوتاه مدت.
4-وزن های انتقالی
سوال67: در سنگ کاری، سنگ به چی اندازه باید کار گردد؟
جواب67 : اندازه بزرگی در سنگ کاری همیشه از25 سانتی متر کمتر و از 75 سانتی متر بالاتر نباشد. یعنی در
حدود (25-75 ) سانتی متر باشد.
سوال68: در صورت که ارتفاع تعمیر تا 5 منزل باشد عرض درز زلزله چند سانتی متر مد نظر گرفته می شود؟
جواب:68 درصورتی که ارتفاع تعمیر تا 5 منزل با شد عرض درز زلزله را 3cm مدنظر می گیرند.
سوال69: چگونه از یخ زدن کانکریت جلوگیری کرده میتوانیم ؟
جواب69 - تحت حرارت مناسب (درجه سانتی گرد27)لازماست برای جلوگیری از یخ زدن کانکریت را میتوان با استفاده مواد(ضدیخ) ویا گرم نگا ه داشتن بدنه ساختمان توسط مواد لازم
سوال70: مقیاس و نقشه را تعریف نمائید؟
جواب70- مقیاس عبارت از درجه کوچک ساختن سطح روی زمین را به روی کاغذ گویند و نقشه عبارت از ترسیم نمودن تصاویر کوچک شده کره زمین به روی کاغذ با نظر داشت گرویت زمین.
سوال71: مساحت تهداب ها تابع چه است؟
جواب71:بار های محاسبوی
سوال72: هرگاه یک پلیت پوشش از 4 سمت سخت باشد و در تحت تاثیر بار های وارده قرار گیرد در این صورت پوشش متذکره تحت تاثیر چند نوع مومنت خواهد بود؟
جواب72: 4 مومنت
سوال73: گادر چیست، تعریف نماید؟
جواب73: گادر عنصر ساختمانی بوده که بار های خود و بالایی خود را از طریق پایه وتهداب به اساس انتقال میسازد . گادر به دو نوع اساسی و فرعی دسته بندی گردیده و از نگاه مواد ساختمانی به گادر های آهنکانکریتی ، فلزی و چوبی شناخته شده اند . گادر های آهن کانکریتی تا درازی 18متر یا کوچکتر از آن ساخته میشوند و گادر های که طول وایه شان از 18متر بزرگتر اند میتوانند فلزی ساخته شوند . گادر ها دارای دو ناحیه فشاری و کششی و سیخ های اساسی در ناحیه کششی انداخته می شوند در حالی که در گادر های با سیخ بندی دوگانه ، سیخ ها در هر دو ناحیه ( کششی و فشاری ) انداخته می شود
سوال74: زینه ها و اشکال آنرا معرفی دارید؟
جواب74: زینه از چهار قسمت پله،خیز،چوک و مارش تشکیل شده .
1- پله زینه عموماً به شکل استندرد 30 سانتی متر درنظر گرفته میشود .
2- خیز زینه عموماً به شکل استندرد 15 سانتی متر درنظر گرفته میشود
3- چو ک زینه باید به انداز ه عرض مارش یا بزرگتر از آن باشد .
4- مارش زینه عموماً باید از 110 سانتی متر کم نباشد .
سوال76: منک در کار عملیات پروژه چیست و چی کار را انجام میدهد؟؟
جواب76: اندازه منک چوبی 30*30*30 سانتی متر و پیمانه 10 لیتر و یک خریطه سمنت 50 کیلوگرام میباشد. کاپی
01/04/2021
60 ګریډ یعنې څه معنا ؟ (Grade 60 = ?):
ګرانو دوستانو تاسو به ټول حتما د 60 ګریډ (Grade 60 steel bars) سیخ د نوم سره آشنا یاست او اوریدلی به مو وي او په تلویزوني اعلاناتو کې هم وایی 60 ګریډ سیخ .
اوس راځو 60 ګریډ معنا روښانه کوو.
لکه څرنګه چې مخکې پوستونو کې روښانه شول د سیخ د مقاومت د اندازه کولو واحدات د فشار د اندازه کولو د واحداتو په شان دي یعنې قوه تقسیم د مقطع پر مساحت باندې (Force / Area).
د پورته معلوماتو په پام کې نیول سره د 60 ګرید معنا 60 کیپس پر انچ مربع (60 Kips/in2) او یاهم 60000 پونډ پر انچ مربع ده (60000 Ib/in2) او یاهم (60000 psi) چې د پونډ پر انچ مربع (Pound per square inch) سره مساوي ده معنا ورکوي.
آخري پایله :
60 ګریډ یعنې (60000 psi) او یاهم 60000 پونډ پر انچ مربع ده (60000 Ib/in2).
همدا 60 ګریډ سیخ (Grade 60) د کلاس اې (Class A) او یا هم کلاس یو (Class 1) او یاهم (Fe-415) مارک سره معادل ده .
د (Fe-415) معنا:
(Fe) د اوسپنې معنې ورکوي یعنې د اوسپنې سمبول (Fe) ده او (415) د 415 نیوټن پر ملي متر مربع معنی ورکوي .
داچې واحدات یې د (psi) یا (pound per square inch) څخه (Newton/mm2) ته څرنګه تبدیلیږي او یا په بل عبارت سره ګریډ کلاس او یا هم مارک یو له بل سره څه اړیکه لري، په راتلونکي کې به نشر شي.
20/01/2021
د ساختماني ډیزاین پروسې او میتودونه .Structural Design Process and Methods .
ساختماني ډيزاین څه شی دی؟ what is structural Design .
ساختماني ډيزاین د یو ساختمان یا ودانیز جوړښت د میخانیک د مطالعه کولو ساینس دی .د ساختمان د سکلیټ ډیزاینولو سره د ساختمان حقیقي محکمیت په ډاګه کیږي .ِ که یو ساختمان له بهره ډیر ښه ښکاري خو بیا هم چې دننه کمروزی ډیزاین شوی وي ډير زر له کاره لویږي او چپه کیږي .یو ساختمان باید داسې ډیزاین شي چې د بارونو واردیدو ترټولو ناوړه ترکیب پروړاندې هم ودریږي او چپه نه شي .
د ساختماني ډيزاین لپاره معمولا دوه ډوله میتودونه دي چې ساده ډیزاین او سخت ډیزاین .
1. ساده ډیزاین .Simple Design
ساده ډیزاین میتود د الاستیکي نظرې پراساس مخ ته ځي ،په دې میتود کې هغه ساختمانونه ډيزاین کېږي چې د عناصرو ترمنځ داسې انجامي نښلونې(connections) لري کوم چې د مومنټ مانع(restrain) نه ګرځي.دساده ډیزاین پرمهال لاندې فرضي نیول کیږي .
a) ټولې پایې د عمودي بارونو په ګډون وارده بارونه په خنثی محور مقاومت کوي .
b) ټول بیمونه ساده اتکایی دي .
c) عمومي ساختماني جانبی بارونه لکه د باد بار د شیر وال ،هستوي دیوال (core wall)او تړولو(bracing) سره مقاومت کوي.
2. سخت ډيزاین.Rigid Design
په دې ډیزاین کې هغه ساختمانونه ډیزاین کیږي چې فکس نښلونې(fix connections) لري .فکس اتکاګانې کولی شي عمودي ،افقي او مومنټ قوو پروړاندې مقاومت وکړي.
د ابتدايي ډیزاین(preliminary Design) پرمهال باید په لاندې فکتورونو باندې تمرکز وشي.
a) د بارونو ډولونه او بارونو لارې.
b) د جانبی ثبات سیستم ( تړل ،هستوي دیوال ،شیر وال )
c) د انتقال لپاره ساختمان ضرورت .
d) له چت نه ترچته خالصه فاصله .
ددې لپاره چې د یوساختمان ارتجاعیت(flexibility) زیات شي یعني چې د ناڅاپه ټکان پروړاندې له ځانه نرمښت وښايي او هم یی ارزښت او کاردګۍ زیاته شي لاندې کارونه باید په پام کې ونیول شي.
a) د ساختمان بیمونو پیړوالی کم ونیول شي.
b) دپوړ اوچتوالی زیات ونیول شي.
c) د پایو ترمنځ د سلبونو وایه زیاته ونیول شي.
d) ساختماني دیوالونه له منځه یوړل شي ،ځکه که په راتلونکي کې په ساختمان کې بدلون راوستل په پام کې وي بیا د هغو لرې کول ستونزمن وي .
د تشریحي ډيزاین(detailed design) پرمهال په لاندې فکتورونو باندې تمرکز وشي.
a) خدماتي وړتیا(serviceability) ،ټکانونه (Vibration)،د غږ نه تیریدل(acoustic) او کړوپیدل کوم چې ودانۍ ګټه اخستونکي ته نا ارامه کونکي دي.
b) د اور او زنګ نیونې پروړاندې د ساختماني عناصرو خوندیتوب .
c) د ساختمان لګښت ( د ساختمان د کارولو پروخت او د ساختمان د پرمختیا پروخت ).
d) د خدماتي کارونو او میخانیکي سامانونو سره همغږي (په دیوال ،بیمونو او سلبونو کې پایپونه تیرول).
e) په ګاونډ ودانۍ باندې اغیز او ددوه برخو جلاکولو لپاره جینټ ورکول .
f) د ساختمان جوړولو پرمهال پیداکیدونکې ستونزې.
g) د تودوخې درجې بدلون او انقباض اغیز کوم چې په ساختماني عناصرو کې د انبساط(expansion) او راټولیدو (contraction)لامل ګرځي .
h) د ساختماني عناصرو ظاهري ښکلا اغیز.
i) تهداب او غیرمنظم نشست .
j) په مناسب اندازه سیخانو ورکولو سره د درزونو کنترول .
عامه پاملرنه .Common Consideration
A. کله چې ددوه پایو ترمنځ فاصله د پایو فضا لپاره زیاتیږي ،نو ضرورت دی چې د چت د سیسم پیړوالی زیات شي ،په دې سره د چت لګښت هم زیاتیږي .نو ددې مسلې حل په لاندې ډول کیږي .
• د خدماتو کارونه او پایپونه په سلبونو ،بیمونو او دیوالونو کې مدغم شي.
• خدماتي کارونه او پایپونه د بیمونو د وایو په وسط او یا د وسط سره نژدي ځای په ځای شي څو د زیاتی عرضي قوي ساحه کې رانه شي.
B. کله چې د چت اوچتوالی د خدماتي کارونو او پایپونو د ضرورت لپاره زیاتیږي ،د ټولې ودانۍ اوچتوالی ور سره زیاتیږي.نو ددې مسلې حل په لاندې ډول دی .
• غټ او پیړ هستوي دیوال په کې شامل کړۍ.
• ډیرې پایې په احاطوي برخه کې ډيزاین کړۍ.
• که دودانۍ لوړوالی ډیر زیات وي د باد ازمایښت ترسره شي.د باد فکتور قیمتونه په کوډونو کې ډیر کاریږي .
• د پایو او بیمونو یو شمیر برخې راوباسۍ ،دا کولی شي ساختمان ته محکمیت ورکړي.
• د یو ډیزاین کونکي لپاره دا ډيره اغیزمنه ده چې د بیلابیلو موقیعتونو لپآره بیلابیل ډول ودانۍ مشخصي کړي ،او دا به د ساختمان د پلان جوړولو لپاره ډیر اغیزمن ثابت شي
کاپی
19/01/2021
مخکې له دې څخه چې دودانیوپه جوړولو پیل وکړو، نودهغه خاورې باره کې چې هلته ودانۍ پرې جوړېږي یارغول کېږي باید لاندې سوالونه ته ځواب وویل شي؛
۱: دځمکې رقم ( ځمکې ټايپ) کوم ډول دی، اوڅومره باید
ژوره ( کندنکاري ) شي؟
۲: په څومره ژوروالي کې دځمکې باروړونکې ( اساس ) طبقه پرته ده، اودباروړلو طاقت ( Bearing Capacity ) یې څومره ده؟
۳: په ځمګه کې داوبو دلوړوالي ( جګوالي ) اندازه څومره ده؟
۴: د کښیناستلو( دخاورې نشست چې هم ورته وایي) خطرشته؟
۵: دکنګل یاخړوبې کېدو( کېدلای شي چې ځمکې لاندې اوبوسطحه پورته شي دکال په اوږدوکې ) خطرشته؟
۶: ځمکه دکانکريټو دخرابولو مواد ( هغه عضوي اوغیرعضوي مواد چې خاوره کې موجود وي ) لري؟
۷: کیدلای شي چې دځمکې څخه دساختماني مادې په حیث ( بې له دې څخه چې کندن کاري صورت ونیسي ) استفاده وشي؟
چې دپورته پوښتنو دحل یا ځواب ویلوپه صورت کې مونږ اوتاسو کولای شو چې یوه ښه اوداومداره ودانۍ جوړه اوپه مطمن ډول ترې استفاده وکړو.
16/01/2021
په نقشه کې د سیخانو ښودنه :
ډیر وخت لیدل کیږي چې په نقشه کې سیخان په هغه ډول سره چې ښایي نه وي ښودل شوی او پدغه علت سره ساحوي انجنیر له هغې نقشې څخه په آسانی سره ګټه نشي اخیستلای نو پدې آساس سره نن پدې اړوند پوس نشر کوو هیله ده درته په زړه پورې و اوسیږي.
لومړی شرط:
په یاد ولری چې هغه کانکریټي عناصر چې پلنوالی او اوږدوالی یې د ضخامت یا ډبلوالی په پرتله زیات وي لکه سلبونه ، کانکریټي دیوالونه ، کانکریټي سرک، یک لخت تهدابونه او دارنګه نور ، پدغه ډول عناصرو کې باید هر کله ډیزاین شوی سیخان په فاصله سره وښودل شي نه په شمیر یا تعداد سره مثلا
(10 mm @ 200 mm c/cɸ)
دوهم شرط:
په هر ډول بیمونو او ګاډرو کې که هغه په چت کې وي یا هم په تهدابونو او یا نورو ځایونو کې په هغه کې باید سیخان په شمیر سره وښودل شي نه په فاصله سره مثلا
(6 ɸ20 mm )
دریم شرط :
په کانکریټي پایو کې هم سیخان باید په شمیر سره وښودل شي مثلا پدې ډول سره :
(6 ɸ20 mm)
په بیمونو او پایو کې د ګژدمک سیخانو ښودنه:
کژدمک هم باید لکه د سلب د سیخانو په څیر سره باید په فاصله سره وښودل شي مګر یو څه چې پکې زیات دی هغه دادي چې د فاصلې تر څنګ باید د ګژدمکو د پایو شمیر هم باید مشخص شي یعنی یوه حلقه کژدمک ده ، دوه یا زیات ؟
په یاد ولری چې هر مربع یا مستطیل شکله ګژدمک یوه حلقه او دوه پایې (Legged) لري.
په نقشه کې ګژدمک باید پدغه ډول سره وښودل شی مثلا دوه حلقې ګژدمک:
(2 Leggedɸ10 mm @ 200 mm c/c )
ادامه لري..............
Click here to claim your Sponsored Listing.
Location
Category
Website
Address
Kabul