سلیم کاروان خصوصی عالی لیسه

سلیم کاروان خصوصی عالی لیسه زده‌کړه به مو له سيالانو سره سيال کړي.

نن د سلیم کاروان خصوصي عالي لیسې زده‌کوونکي د افغانستان د کرنې او مالدارۍ لومړني نړیوال نندارتون څخه د لیدنې په موخه بوت...
13/08/2026

نن د سلیم کاروان خصوصي عالي لیسې زده‌کوونکي د افغانستان د کرنې او مالدارۍ لومړني نړیوال نندارتون څخه د لیدنې په موخه بوتلل شول.

زده‌کوونکو په دې نندارتون کې د کرنې، مالدارۍ او اړوندو برخو بېلابېل محصولات او فعالیتونه له نږدې ولیدل او له دې علمي او ګټور فرصت څخه یې استفاده وکړه.

د سلیم کاروان خصوصي عالي لیسه هڅه کوي، چې زده‌کوونکو ته د ټولګي ترڅنګ د عملي زده‌کړو او نوو تجربو زمینه هم برابره کړي.

# سلیم کاروان خصوصي عالي لیسه
# د افغانستان د کرنی او مالدارای لومړني نړیوال نندارتون

د سلیم کاروان خصوصي عالي لیسې د ممتازو زده‌کوونکو د ستاینې غونډهد څلورنیم میاشتنیو آزموینو په مناسبت، د سلیم کاروان خصوص...
06/08/2026

د سلیم کاروان خصوصي عالي لیسې د ممتازو زده‌کوونکو د ستاینې غونډه

د څلورنیم میاشتنیو آزموینو په مناسبت، د سلیم کاروان خصوصي عالي لیسې د ممتازو زده‌کوونکو د ستاینې او هڅونې غونډه ترسره شوه.

په دې غونډه کې هغه زده‌کوونکي وستایل شول چې د خپلو غوره زده‌کړو، هڅو او ښه استعداد له امله یې د پام وړ لاسته راوړنې درلودې. د غونډې موخه د زده‌کوونکو هڅول، د علم ارزښت ته پاملرنه او د لا زیاتو بریاوو لپاره د هغوی تشویقول وو.

موږ خپلو ټولو ممتازو زده‌کوونکو ته مبارکي وایو او ورته د لا ډېرو علمي او عملي بریاوو هیله لرو.

بسم الله الرحمن الرحیمنن، د ۱۴۰۵/۴/۲۵ نېټه، د پنجشنبې په ورځ، د دولسمې تعلیمي حوزې محترم آمر صاحب مولوي فیض الله (حقاني)...
16/07/2026

بسم الله الرحمن الرحیم

نن، د ۱۴۰۵/۴/۲۵ نېټه، د پنجشنبې په ورځ، د دولسمې تعلیمي حوزې محترم آمر صاحب مولوي فیض الله (حقاني) او ورسره مل استازی، د دولسمې ښوونیزې حوزې محترم مالي مدیر زبیر (حیدري)، د سلیم کاروان خصوصي عالي لیسې د ازموینې له صحنې څخه لیدنه وکړه.

او د ازموینې د جریان څخه یې خوښي څرګنده کړه او د ټول ښوونځي څخه یې مختصره لیدنه ترسره کړه.

د سلیم کاروان خصوصي عالي لیسې اداره د قدرمن آمر صاحب او ورسره مل استازي څخه منندوی ده.

د سلیم کاروان خصوصي عالي لیسه اداره له ټولو محترمو والدینو څخه د زړه له کومې مننه کوي، چې د والدینو په غونډه کې یې ګډون ...
11/06/2026

د سلیم کاروان خصوصي عالي لیسه اداره له ټولو محترمو والدینو څخه د زړه له کومې مننه کوي، چې د والدینو په غونډه کې یې ګډون وکړ او د خپلو اولادونو د درې میاشتنیو ارزیابیانو پایلې یې له نږدې وکتلې.

ستاسو حضور او همکاري زموږ لپاره د خوښۍ او هڅونې سبب دی، ځکه د والدینو او ښوونځي ګډه همکاري د زده‌کوونکو د بریا او ښې روزنې مهم بنسټ جوړوي .

ګرانو والدینو!سلیم کاروان خصوصي عالي لیسه د زده‌کوونکو د درې میاشتنیو ارزیابیو، تعلیمي پرمختګ او درسي وضعیت د شریکولو په...
10/06/2026

ګرانو والدینو!
سلیم کاروان خصوصي عالي لیسه د زده‌کوونکو د درې میاشتنیو ارزیابیو، تعلیمي پرمختګ او درسي وضعیت د شریکولو په موخه د والدینو ځانګړې جلسه ترسره کوي.

له ټولو محترمو والدینو څخه په درنښت هیله کېږي، څو په ټاکلي وخت کې ګډون وکړي او د خپلو اولادونو د تعلیمي بهیر په لا ښه والي کې له ادارې او ښوونکو سره همکاري وکړي.

نېټه: د جوزا ۲۱مه – د پنجشنبې ورځ
وخت: د سهار ۸:۰۰ بجو څخه تر ۱۲:۳۰ بجو پورې

ستاسو ګډون د زده‌کوونکو د بریالي راتلونکې لپاره ارزښتمن دی.

د سلیم  کاروان  خصوصي  عالي لیسې بنسټګر، اداري او تدریسي  ټیم د نېکمرغه لوی اختر د رارسېدو په مناسبت  ټولو  قدرمنو والدی...
26/05/2026

د سلیم کاروان خصوصي عالي لیسې بنسټګر، اداري او تدریسي ټیم د نېکمرغه لوی اختر د رارسېدو په مناسبت ټولو قدرمنو والدینو، زده ‌کوونکو او درنو هېوادوالو ته د زړه له کومې مبارکي وړاندې کوي.

الله ﷻ دې دا مبارکې ورځې ستاسو د خوښۍ، سلامتۍ، بریاوو او سوکالۍ سبب وګرځوي، عبادتونه او قربانۍ مو قبول شه.

اختر مو مبارک، خوښۍ مو تلپاتې .

23/05/2026

د سلیم کاروان خصوصي عالي لېسې د زده کوونکو له لوري د حج او عمرې د ادا کولو په اړه یوه ښکلي تمثیلي برنامه ترسره شوه، چې پکې د حج او عمرې مهم مناسک په عملي ډول وړاندې شول.

دغه برنامه د زده کوونکو د دیني پوهې او عملي زده کړو د پیاوړتیا لپاره ګټوره او اغېزمنه وه.

مونږ په دې ښوونیز کاروان کې د سبا رهبران روزو…!

Address

احمدشاه بابا مېنه (ارزان قیمت)، سلیم کاروان ښارگوټی، سلیم کاروان خصوصي عالي لیسه
Kabul
1012

Opening Hours

Monday 07:00 - 17:00
Tuesday 07:00 - 17:00
Wednesday 07:00 - 17:00
Thursday 07:00 - 17:00
Saturday 07:00 - 17:00
Sunday 07:00 - 17:00

Telephone

+93788609010

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when سلیم کاروان خصوصی عالی لیسه posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Contact The School

Send a message to سلیم کاروان خصوصی عالی لیسه:

Shortcuts

Share