04/02/2024
Street Scene In Kabul, Afghanistan, 1966 (c).
کتاب او قلم نړۍ بدلوي!
04/02/2024
Street Scene In Kabul, Afghanistan, 1966 (c).
د افغانستان لویه جرګه ۱۹۷۰ م
سرلیک:- د لویې جرګې هغه صحنې چې سردار محمد داوود خان یې د ولسمشر په توګه تائید کړ او د افغانستان شاهي نظام یې پای ته ورسوه.
10/09/2023
24/11/2022
کله چې الله تعالی د میاشي مثال راوړه، نو کافران حیران شول، د دې دومره لویې نړۍ خالق، د دومره کوچنۍ حشرې مثال راوړي!!! الله پاک وویل:
{وَأَمَّا الَّذِينَ كَفَرُوا فَيَقُولُونَ ما ذا أَرادَ اللَّهُ بِهذا مَثَلًا ...}
البقره سورت (26) ایت
او هغه کسان چې کافران دي، دوی وایي، خدای د دې مثال له راوړلو څه غواړي.
له 1400 کلونو وروسته لویه نښه او حیرانتیا څرګنده شوه.
ښځینه میاشې په سر کې سل سترګې لري ...
48 غاښونه لري ...
درې زړونه لري ...
په خپل خړتم کې شپږ چړې لري چې هره یوه جلا دنده ترسره کوي. ...
هر اړخ ته درې وزرې لري...
مجهز حرارتي سستم لري چې په وسیله یې په توره شپه کې د انسان پوستکي ته ارغواني رنګ ورکوي، کټ مټ لکه شپني دربینونه چې سرتیري یې د شپې لخوا کاروي.. ...
د تخدیر (انستیزیا) په مجهز سستم سمبال دی، له وینې اخیستلو مخکې پوستکی تخدیروي، څو قرباني د درد احساس ونه کړي ...
د وینې د تحلیل مجهز لابراتوار لري، د خپلې خوښې وینه څښي ...
د وینې د نري کولو سستم لري تر څو یې د څښلو پر مهال په اسانۍ تېره کړي ...
د بوی کولو قوی سستم لري، د هغې له لارې کولی شي چې د انسان د پوستکي خوله(عرق) تر (60)م پورې حس کړی...
تر دې هم حیرانونکې دا ده چې معاصر علم کشف کړه چې د مياشى پر ملا یوه وړه حشره ژوند کوي چې یوازې په میکرسکوب لیدل کیږي ..
الله تعالى فرمايي: {إِنَّ اللَّهَ لا يَسْتَحْيِي أَنْ يَضْرِبَ مَثَلًا ما بَعُوضَةً فَما فَوْقَها}
بې شکه چې الله له دې شرم نه کوي چې د میاشی او یا د هغې د پاسه د یو شي مثال راوړي.
" پاكي او ستاینه ده هغه ذات لره چې د ځواک او واک څښتن دی "
د ثواب په خاطر یې درسره شیر کړﺉ👇
C:د سلیم خان له وال څخه
23/11/2022
د کابل ښار تاريخي دېوالونو ته سفر:
د کابل ښارد ارتل پله څخه تر بالاحصاره پوري له پخوا او خامو خښتو او خټو څخه جوړ ښامار شکله دېوال غځېدلی چي له بده مرغه ډېري برخي ئې اوس تللی او يوازي يو کلوميټر پاته دئ.
د ۶۴دقيقو په وخت تلونکې لار مو د غره سر ته رسوي، که څه هم زه سخت ستړی سوم خو يخ او واوره انسان اړوي چي تګ وکړي.
دغه دېوال په تيرو ۳۰ کالو کي ٪۶۰لاندي سوی او کورونه پر جوړېږي، ځيني برخي ئې د وروستيو اورښتونو له امله نړېدلي وې او پکښي انساني هډوکي هري خواته ښکاري، د غره په سر کي د يوه ځوان له خولې چي د جمهوريت پر مهال يوې جاپانۍ کمپنۍ دغه دېوال د چين د دېوال غوندي جوړاوه او د لسو کالو د سيلانيانو د تکټ ګټه ئې غوښتل خو دولت کي چارواکو ترې نيمه برخه غوښتل او په دې ډول جاپانيان بيرته پر شاه سول.
د غره په سر کي نسبتاً بېرېدونکی حالت، زما يوازيتوب، په غارونو کي د پوډريانو او غلو شتون، وحشي حيوانات او نور زما د پاره سم امازون ځنکل ته تلل وه 🙂
ددې دېوال اصلي تاريخي څه دئ؟
کابل ته د اسلام تر راتګ وړاندي د يفتليانو دوره کي د هغوی د کابل واکمن په امر د دښمنانو په وړاندي د کابل ښار د شېر دروازې څخه د کابل ساتلو په نيت يو لوی دېوال جوړ کړ چي دغه دېوال اوس هم د (کوه زنبورک) په نامه ياديږي.
زنبورک امر وکړ چي ښار ته دي دوې لويې دروازې جوړي سي چي یوه يې د کابل ښار لويديځ ته چي اوس د دهمزنګ په نوم او بله د ښار جنوب شرق ته چي اوس د بالاحصار په نوم ياديږي، ورغول سي.
روايت دئ چي دغه دېوال د کابل ښار زرګونو خلکو په بېګار او بغير له دې چي هغوی ته د زحمتونو بديل ورکړي، رغولی دئ، ځيني روايات داسي هم دي چي پاچا به هغه کسان په دېوال کي ژوندي ښخول چي ناغېړي به ئې کولې.
افغانانو کي فولکوريک روايت دئ چي دې کاريګرو کي يو تن کاوه خو د رخصتۍ جرئت ئې نسوای کولای، بلاخره د ځوان مېرمن مجبوره او له کاريګرو سره يوځای د دېوال په رغولو بوخت سوه. هغې بهانه وکړه چي ګواکي ورور يې ناروغ دئ او پر ځای يې هغه کار ته حاضره سوې ده، همدې ورځ زنبورک شاه هم د دېوال د چارو د ليدلو لپاره د کاريګرو خواته راغلی او د هغوی په منځ کي يوه ښځه ئې په مړانه په کار بوخت وليده او وپوښته چي:
"ولي دي کاريګرو مخ نه پټاوه؛ خو زما په ليدو مو خپل پوړنی پر مخ راکش کړ؟"
ښځي ورته وويل:
"ښاغليه!
زه دلته بغير له تا بل نارينه نه وينم!!!"
پاچا په حيراني وپوښتل: "ايا دغه ټول کسان چي دلته لګيا دي، نارينه نه دي؟"
په داسي حال کي چي د ښځي لاسونو کي غټه تيږه وه، په مېړانه ځواب ورکړ چي:
"نه ښاغليه! که دوی نران وای؛ نو ستا دغه ټول ظلمونه به يې نه زغمل!!"
له دې خبري سره سم د پاچا پر سینه لوی کاڼی ورګوزار او پاچا پر مځکه پرېوت! ولاړو په زرګونه کاريګرو د ښځي خبرو او عمل په احساساتو راوستل، او ټولو پر باچا د کاڼو واورنه وکړل او باچا سره د خپلو ساتلونکو مړ او په همهغه دېوال کي ښخ کړ چي نور پکښي ښخېدل، له دې ځايه ټول په ګډه د شاهي قصر/بالاحصار پر لور روان او د زنبورک شاه ټول جابر او ظالم پوځ او اميران يې ووژل او د تل لپاره يې د هغه له ظلم او ستم څخه ځانونه خلاص کړل [انځور کامنټ کي].
مورخين وايي چي دغه پېغله (سومهي) نومېده چي د سپوږمۍ په مانا ده چي د کابل ښار اوسېدونکو له هماغه تاريخه وروسته دغه غر د (اسه ماه) په نوم ياد کړ چي وروسته بیا پر [اسه مايي] واوښت. دغه غر اوس هم پر همدې نوم ياديږي او دغه پېغله له مرګ وروسته د همدې غره پر سر ښخه سوه، او انګرېزانو ئې مقبره په دوهم يرغل کي په توپ وويشته.
دغه دېوالونه له دې پيښي وروسته درې ځله ورغېدل، لومړی ځل شپاړسمه پېړۍ کي بابر، دوهم ځل احمدشاه بابا رغاوه او پکښي ئې لاندي دروازې وټاکلې:
۱-دروازه قندهار په دهمزنګ کي
۲-دروازه سپید په سلامخانهٔ خاص کي
۳-دروازه سردار جهانخان په کیدانی.
۴-دروازه پیت د عید گاه مسجد شاته
۵-دروازه گذرگاه.
او د هغه زوی تېمورشاه او دريم ځل اميرعبدالرحمان په نولسمه پېړۍ کي په اساسي ډول د څلورم ځل لپاره ورغاوه، په ظاهرشاهي دوره کي فرانسويانو يو ځل يو فلم هم همدې دېوال کي ورغاوه، خو له تيري نيمي پېړۍ چي افغانستان څښتن نه لري، ددې دېوالو ډېري برخي لاندي، وراني او اوس مخ پر ورکېدو دئ.
په کابل کي ما د دغه دېوال مخ پر ورکېدو موضوع له ډېرو اړوندو ادارو سره شريکه کړه، خو د خوار په اذان روژه نه ماتېده.
عکاس: Said Ashraf Mahmoodi
ــــــــــــــــــــــــ
Walking the Kabul Wall, Looking into History
Before the arrival of Islam in Kabul, in the era of the Yaftals, their ruler built a large wall to protect Kabul from the Sher Gate of Kabul city against the enemies. ) is called
Zanburak ordered to build two big gates to the city, one to the west of the city of Kabul, which is now called Dehmzang, and the other to the southeast of the city, which is now called Balahisar.
فېسبوک: Sardar Wali
23/11/2022
ابو ریحان «البیروني»
د هېواد او سیمې په کچه وتلی علمي شخصیت ابو ریحان البیروني د غزني له پخوانیو مشاهیرو څخه ګڼل کېږې، اصلي نوم یې محمد وو، د احمد زوی دی چې په کال ۳۲۶ه ش/۹۷۳م کې د خوارزم په بیرون نومي ځای کې نړۍ ته سترګې وغړولې. نوموړی د ښې حافظې او لوړ استعداد څښتن وو، چې د العراق کورنۍ په ځانګړي ډول ابو منصور یې دریاضي لوی عالم وو د نوموړي په روزنه او پالنه کې ډيړه پاملرنه وکړه، البیروني هم نوموړی له خپلو لومړنیو استادانو څخه بللی، کله چې العراق حکومت د ماموني خوارزم شاهانو په وسیله ختم شو البیروني هم د خپل وطن پرېښودو ته اړشو او طبرستان ته ولاړ. بیا نوموړی د امیر شمس المعالي قابوس چې له پخوا څخه د ده په هکله خبر وو خپل دربارته ور وغوښتل شو او لوړ مقام یې ورکړ. ښاغلي البیروني خپل مشهور اثر البافیه هم په دغه ځای کې ولیکل، دا چې یاد پاچا ظالم وو، نو البیروني نه خوښول. بیا لدې ځآیه بیرته خوارزم ته ولاړ او هلته یې د سامر خوارزم په نوم د خپل وطن تاریخ ولیکل. هغه مهال چې کله سلطان محمود غزنوي دغه ځای ونیول نو له نورو عالمانو سره البیروني هم غزني ته راوستل شو چې په علمي لحاظ یې دلته هم ځانګړی ارزښت خپل کړ، تر دې سلطان محمود غزنوي به ور سره ډېری مشورې کولې. نوموړی له سلطان محمود سره هند ته ولاړ. هلته یې د سنسګریت ژبه زده کړه او بیا یې د بېلابېلو مذاهبو، قومونو او نژادونو په هلکه څېړنې وکړې پدې توګه یې یو اثر د (تحقیق الهند) په نوم ولیکل. دغه نومیالي له سلطان محمود څخه وروسته د سلطان مسعود په دربار کې هم ځانګړی ځای لرل او د قانون المسعود په نوم کتاب یې ولیکل، له هغه وروسته د سلطان مودود په دربار کې هم د ځانګړي درناوي څخه برخمن وو. د دغه سلطان په زمانه کې يې هم د (الجماهیرفی الجواهر) او (الدستور) په نوم کتابونه ولیکل، چې په ټوله کې د ابو ریحان البیروني علمي آثار پدې ډول یادولی شو: زیچ خوارزمي،ابطال ابرهان علی علل خوارزمی جوامع الموجودلخواطرالهنود فی حساب التجیم، کتاب مقالیدعلم الهیئته مایحدث فی سبیط الکره خیال الکسوفین عندالهند، اختلاف الا قاویل لا ستخراج التحاویل مفتاح علم الهیت، تحدید نهایات الا ماکن تصحیح امکانات المساکن منصوبات الضرب، تحصیل الشعاعات با بعد الطریق الجالبه، التفهیم په فارسي ژبه او ګن شمېر نور کتابونه او رسالې. نوموړي په ریاضي، ستورو پېژندنه،تقویم پوهنه، انسان پوهنه، تاریخ، جغرافیه پوهنه او نورو علوموکې لوی لاس لرل. نوموړي د خپل ژوند ډېره برخه په غزني کې تېره کړه او ډېری څېړونکي ابوریحان البیروني د ختیځ له لویو فلاسفاو څخه ګڼي، آن تر دې چې نوموړي ته یې د انسان پوهني او هند پوهني په برخه کې د پلار لقب ور کړی. ښاغلي ابو ریحان البیروني په ۴۴۰ ه ق کال د غزني ولایت په غېږه کې له نړۍ سترګې پټې کړې او دغزني ولایت په مرکز کې خاورو ته وسپارل شو. که څه هم البیروني له نن څخه ډېر پخوا ژوند کړی، خو د سترو علمي خدمتنونو او علمي آثارو له کبله يې لا هم پېژندنه دخلکو په زړونو کې ژوندی ده، تر دې چې په ۱۳۷۷ه ش کال د هېواد په کاپیسا ولایت کې د نوموړي په نوم پوهنتون تآسس شو او په همدارنګه ګڼ شمېر نور علمي مرکزونه هم د یاد عالم په نوم شتون لري.
اخځليک: بشيري، عبدالجميل، د غزني نوميالي، لومړى ټوک، 30-32 مخونه، نور خپرندويه ټولنه،1400ه ش، کابل افغانستان
جمیل بشري
17/11/2022
ازموینو ملي ادارې د ۱۴۰۱ کال د عمومي کانکور ازموینې د دوهم ظرفیت پایلې اعلان کړې!
NExA_Results - 2ndCap د ۱۴۰۱ کال کانکور ازموینې د دوهم ظرفیت پایلې
09/11/2022
د دوهم ظرفیت د جذب نوملیکنه!
د عمومي کانکور هغه ټول گډونکوونکې چې پایله یې (واجد شرایط موسسات تحصیلات عالی خصوصی) اعلان شوي وي، کولای شي په لاندې لینک کې د دولتي پوهنتونونو د پاتې تش ظرفیتونو لپاره نوم لیکنه وکړي!
National Examination Authority (NExA) کود رشته و فورم ثبت نام برای ظرفیت دوم پوهنتون های دولتی از کانکور ۱۴۰۱