حبیب صدیق خصوصی لېسه غازی آباد څانګه Habib Sadiq Private School

حبیب صدیق خصوصی لېسه غازی آباد څانګه Habib Sadiq Private School

Share

مونږ ژمنه کړی چی افغانستان ته به د آخری سلګیو پوری دتعلیم او علم د لاری خذمت کوو

26/09/2022

هر څوک چې ناحقه او خود غرضه طرفداري کوی زلېل ترېن انسان دی

09/03/2022

زما د وطن ځورېدلي ولسه!
اسلام عليکم ورحمة الله وبرکاته!
الله تعالی دی د افغانستان لپاره هر قدم بخښتور کړي تر څو هيڅ افغان بي ګناه ونه ځورول شي او د الله تعالی په نړۍ او افغانستان کې د یو ښه سيال په توګه ژوند وکړي .
د حبیب صديق خصوصی ښوونځې اداری پريکړه کړی ده چې د محدود وخت لپاره په غازي اباد کې خپله څانګه وتړی چې دا پريکړه زمونږ او د پوهې د ارزښت مېنوالو ته ډيره سخته ده خو مهم زمونږ هدف! نوی ماسټر پلان دی چې د تيرو دري کلونو څخه مو پري کار شروع کړی دی او انشاالله ډير ژر به هغه مقام ته ورسيږو تر څو خپل ولس ته په ډير اوچت معيار کوم چې زمونږ هېله ده خدمات وړاندي کړو او کادرونه ټولنی ته معرفي کړو . اوس تاسو ته دا يو ښه زېری لرو چې مونږ د غازي اباد د څانګې کادري طاقت (ښوونکې)د مرکزی څانګی سره يو ځای کړل نو په همدي اساس به د مرکزی څانګی د خدماتو کچه نوره هم لوړه شی او ستاسو اولادونو ته به په زده کړو کې لا ډيري اسانتياوي برابري شي .
په درنښت
صديق الله خاطر

Photos from ‎حبیب صدیق خصوصی لېسه غازی آباد څانګه Habib Sadiq Private School‎'s post 25/10/2021

هېوادوالو! ستره بريا او په نړېوال سټيج مو ملي سرود او بيرغ ځليدل مبارک شه 😍💗

Photos from ‎حبیب صدیق خصوصی لېسه غازی آباد څانګه Habib Sadiq Private School‎'s post 04/10/2021

قدرمنو ژمن ښوونکيو!!! ورځ مو مبارک او د افغانستان د ښيرازي لپاره بخښتوره شه ...

Photos from ‎حبیب صدیق خصوصی لېسه غازی آباد څانګه Habib Sadiq Private School‎'s post 04/09/2021

حبیب صدیق خصوصي لېسې د ۱۴۰۰ تعلیمي کال د څلورنیم میاشتنۍ آزموینو پایلې د یوې سترې غونډې په ترڅ کې اعلان کړې.
یاده غونډه چې د زده کوونکو د تشویق او ستاینې په موخه ترتیب شوې وه، چې پکې ټول ممتاز زده کونکې وستایل شو.
او ډاډ ورکړل شو چې د هیواد په هرو حساسو شرایطو کې به مونږ خپل اصلي رسالت او مسؤلیت اداء کوؤ. تر څو هیواد ته د قلم او پوهې په اساس نجات ورکړو.
د یادونې وړ ده چې د روان کال څلورنیم میاشتنۍ آزموینو د ټولو زده کونکو نه په لوړ اوسط نمرو اخیستونکی عبدالخالق د عمومي اول نمره په حیث وټاکل شو.

09/08/2021

سبا سه شنبه د ۱۴۴۳ هجري قمري کال د محرم الحرم د میاشتې لومړې نېټه ده.
رب دې دغه کال د افغانستان لپاره د دایمي سولې ،یوالې، اتحاد او د پرمختګ پیلامه وګرځوي.

Photos from ‎حبیب صدیق خصوصی لېسه غازی آباد څانګه Habib Sadiq Private School‎'s post 27/07/2021

محمد ابراهيم "عابد"
محمد ابراهيم "عابد" د رحمن ګل ځوی د ننګرهار بټی کوټ ولسوالۍ اوسيدونکی چې ابتدايي زده کړي يی په بټی کوټ عالی لېسه او لوړي زده کړي يی د ژورناليزم پوهنځې څخه په اعلی درجه تر سره کړي دي . نوموړی با تقديره او د غوره اخلاقو خاوند دی چې د وړوکتوب څخه پراخ او مثبت فکر لری . هدف او هيلي يی د ولس او افغانستان لپاره ډيري واضحه دي . نوموړی د حبیب صدیق اداری د مشرتابه په غوښتنه خپلي ټولي نوي هيلي ددی ځايه پيل کړي او په 1399 ښوونيز کال کې د حبیب صديق ښوونځې ادارې مشاور او ښوونکی وو او د 1400 ښوونيز کال د پيل راهيسي د نوموړی اداری د مدير مسوول په توګه دنده مخ ته وړی .
د حبیب صديق ښوونځی اداره او ټول کار کوونکي پري وياړ کوي .
څوک به سپک څوک به درانه راپسي وايي ۔
زه رحمان په درنو درون په سپکو سپک يم ۔

25/07/2021

ﺩﻩ ﮐﺎﺭﻏﺎﻧـــــــــﻭ ﺳﯿﻞ ﺑﻪ ﻻړ ﺷﯽ ﻋﻨﺪﻟﯿﺒﻪ ، !
ﺧﭙﻞ ﺑﺎﺯﻭﻧﻪ ﺑﻪ ﺧﯿـــــﺒﺮ ﭘﻪ ﻏﯿږ ﮐﯥ ﻧﯿﺴﻮ ، !
# ﺑﺎﺑﺎ ﺗﻪ # ﺯړﻭﻧﻪ ﻭﺭﮐړﺍﺉ |

22/07/2021

حبیب صدیق خصوصې لېسې ادارې خبرتیا!
د حبیب صدیق خصوصې لېسه د معارف وزارت او صحت عامې وزارت د لارښونو او رسمي طرحې مطابق خپل حضوري درسونه پیلوي.
نو ټولو زده کوونکو په خورا درنښت خبر ورکوؤ، چې سر د شنبې ورځې څخه چې د روان کال د اسد میاشتې د (۲) دوهمې نیټې سره سمون لري، خپلو حضوري درسونو ته حاضر شي.

په درنښت!
د حبیب صدیق خصوصې لېسې اداره!

ستاسې د بچیانو د سالمې روزنې غوره او یواځنی ادرس

22/07/2021

د کلنۍ او څلورنیم میاشتنو آزموينې په تړاو د پوهنې وزارت خبرتيا

څرنګه چې ګران هيوادوال او زده کوونکي خبر دي، د کرونا وايروس د دريمې څپې له امله د غبرګولي په ۱۰ مه نيټه د عامي روغتيا وزارت د هيواد په ۱۶ ولايتونو (غزني، هلمند،کندهار، لوګر، ننګرهار، پکتيا، پروان، وردک، پنجشير،بلخ، لغمان، بدخشان،کاپيسا، کندز، نيمروز او د کابل ښار او ولايت) کې د دوو اونيو لپاره د ښوونيزو مرکزونو حضوري فعاليتونه وځنډول او له دوو اونيو وروسته، د قرنطين موده په ټولو ولايتونو کې وغځول شوه.

اوس د يوې ګډې طرحې له مخې په پام کې ده چې د تعليمي او تحصيلي مرکزونو حضوري فعاليتونه په تدريجي ډول بيرته پيل شي.

په همدې موخه د ټولو ولايتونو د پوهنې رياستونو ته لاندې سپارښتنې کيږي:

۱- دا چې په تودو سيمو کې د ۱۳۹۹ تعليمي کال کلنۍ آزموينې بشپړ شوي نه دي، نو د پاتې مضمونونو آزموينه دې د زمري په ۶ مه نيټه د عامې وزارت د سپارښتنو او د ټولنيز واټن په پام نيولو سره، واخيستل شي.

۲- سړې او ډيرې سړې سيمې دې د زمري مياشتې له ۲ مې نيټې څخه تر ۵ نيټې پورې د څلورنیم میاشتنیو آزموينې اخيستلو لپاره اړين تدابير ونيسي او د زمري مياشتې له ۶ مې نيټې څخه د مياشتې تر پايه، چهار نيمه آزموينې د عامې روغتيا وزارت سپارښتنو په پام کې نيولو سره واخلي.

۳- د ښوونځيو ادارې مکلفې دي چې روغتيايي سپارښتنې لکه: د ماسک اغوستل، د ګڼې ګوڼې مخنيوى، د ټولنير واټن مراعتول او د آزموينو اخيستل په خلاصه فضا کې.

۴- د حضوري تعليم په تړاو به د عامې وزارت سره په همغږۍ کې وضعيت ته په کتو سره پريکړه وشي.

د ولايتونو د پوهنې رياستونه مکلف دي، چې د پورتنيو ټکو په پام کې نيولو سره، د دولتي او خصوصي مکتبونو او مدرسو د آزموينې واخلي او اړين ګامونه پورته کړي.

20/07/2021

د خوراکونو سره ګزاره وکړئ تر څو صحتمند او خوښ اووسي

Want your school to be the top-listed School/college in Kabul?

Click here to claim your Sponsored Listing.

Location

Category

Telephone

Website

Address


Kabul

Opening Hours

Monday 09:00 - 17:00
Tuesday 09:00 - 17:00
Wednesday 09:00 - 17:00
Thursday 09:00 - 17:00
Friday 09:00 - 17:00
Saturday 09:00 - 17:00
Sunday 09:00 - 17:00