دزدهکوونکو او درنو کورنيو لپاره اړينه خبرتیا:
د ټولو ګرانو زدهکوونکو او محترمو والدینو ته خبر ورکول کېږي چې د اوسني اقتصادي وضعیت په پام کې نیولو او پر کورنیو د اضافي لګښتونو د مخنیوي په موخه پرېکړه شوې ده چې:
🔹 لۀ لومړي څخه تر نهم ټولګي پورې زدهکوونکي دې د اختر لپاره آبي رنګ کالي وکاروي.
🔹 لۀ لسم څخه تر دولسم ټولګي پورې زدهکوونکي دې د اختر لپاره سپین رنګ کالي وکاروي.
څو وکولای شي همدغه کالي وروسته د مکتب د یونیفورم په توګه هم وکاروي.
د دې پرېکړې موخه پر کورنیو اقتصادي فشار کمول او د جلا یونیفورم د پېرلو مخنیوی دی.
هیله ده ټول زدهکوونکي او درنې کورنۍ پۀ دې برخه کې له ادارې سره لازمه همکاري وکړي.
په درنښت
د ښوونځي اداره
د شهید استاد رباني عطیش عالي لیسه
Contact information, map and directions, contact form, opening hours, services, ratings, photos, videos and announcements from د شهید استاد رباني عطیش عالي لیسه, School, Pajak Village, Kabul.
18/09/2025
د ګرانو زده کوونکو او استادانو یو علمي سفر د کابل ژوبڼ (باغ وحش) ته.
ښوونه او روزنه د هرې ټولنې د پرمختګ اساس ګڼل کېږي. زدهکوونکي د راتلونکي نسل جوړوونکي دي، او له همدې امله اړینه ده چې هغوی ته نه یوازې علمي زدهکړې، بلکې ښه اخلاق، سمه تربیه او انساني ارزښتونه هم ور وښودل شي.
ښه تربیه څه ته وايي؟
ښه تربیه دا ده چې انسان د ادب، احترام، صداقت، او انسانیت ارزښتونه وپیژني او له نورو سره ښه چلند وکړي. یو زدهکوونکی که هر څومره ډېر علم ولري، خو که اخلاق یې خراب وي، خلک به ترې ګټه وانخلي. له همدې امله، ښوونکي باید هڅه وکړي چې خپلو زدهکوونکو ته د ښو اخلاقو مثال وګرځي، ځکه چې زدهکوونکي د خپلو ښوونکو له کړو زدهکړه کوي.
زدهکړه ولې مهمه ده؟
زدهکړه د انسان ذهن روښانه کوي، پوهه زیاتوي، او دا یې وړ ګرځوي چې د خپل ځان او ټولنې لپاره ګټور کارونه وکړي. یو عالم انسان کولی شي چې خپل ژوند ته ښه لار ومومي، له ستونزو سره مبارزه وکړي، او نورو ته هم ګټه ورسوي.
د ښوونکي رول:
ښوونکي باید زدهکوونکي هم د علم په لاره روان کړي او هم د اخلاقو، صداقت او انسانیت په لاره. د دوی خبرې، عملونه او چلند باید د زدهکوونکو لپاره یو مثال وي. ښوونکي باید زدهکوونکي وهڅوي چې خپل والدین، مشران، ښوونکي او ټولنه درناوی کړي.
پایله:
ښه تربیه او زدهکړه د انسان د کامیابۍ دوه وزرونه دي. ښوونځي یوازې د کتابونو د لوست ځای نه دی، بلکې د شخصیت د جوړونې مرکز هم دی. که موږ خپلو زدهکوونکو ته هم علم او هم اخلاق وروښوَو، نو یو روښانه او سوکاله راتلونکی به ولرو.
خبرتیا!
د شهید استاد رباني عطیش لیسې، ټولو هغو فارغو زده کوونکو ته خبر ورکول کیږي چې د ( ۱۴۰۲) کال د کانکور آزموینې فورمې یې پۀ مکتب کې ډکې کړې وې؛ خپل د ازموینې د شمولیت کارتونه له یاد ښوونځي څخه ترلا سه کړي.
د بایومتریک نیټه دوشنبه ورځ ۲۲ / ۳/ ۱۴۰۳
د بایومتریک ځای : ده عربان قرغه لیسه.
د ټولو ګډونوالو د بریا پۀ هیله!!!
د شهید استاد رباني عطیش د لیسې اداره .
14/05/2024
نن سه شنبه ۱۴۰۳ کال د ثور میاشتې ۲۵ نیټه د شهید استاد ربانی عطیش لیسې ادارې لخوا غونډه جوړه شوه چې په دې غونډه کې د پغمان ولسوالۍ ښاغلی ولسوال صاحب ، د پغمان ولسوالی د پوهنی آمریت استازی او مسلکي ښوونکي، د ټولنې د شورا غړي د زدکوونکو والدین او د لیسې آمر صیب ، ښوونکو ګډون درلود په دغه غونډه کې په لاندی موضوعاتو خبری او بحث وشو او د ولسوال صاحب لخوا د کلی مشرانو ته لازمې سپارښتنې وشوې.
۱- د ځینو زده کوونکو د ښوونی او روزنی برخه کی د کورنیو توجه نه کول.
۲- د زده کونکو د ښوونې او روزنې په برحه کې د کورنیو پوره پوره هڅونه او توجه کول، د زده کوونکو د ښې روزنې لپاره د ښوونځي له ادارې سره د کورنیو پوره مرسته کول .
۳- د کومې جدي پیښې د رامنځته کیدو په صورت کې د ښوونځي د ادارې لخوا د زده کوونکو کورنیو ، پلار یا مشر راغوښتل او ورسره د یادو زده کوونکو د ښې ښوونې او روزنې په برخه کې خبرې کول.
۴- د ښوونځي د احاطې د دیوال نه شتون برخه کې د ولسوال صاحب سپارښتنې د ټولنې مخورو او مشرانو ته.
په آخر کی د شهید استاد ربانی عطیش لیسې اداره له ښاغلی ولسوال صاحب، د پغمان آمریت مسؤلینو ، مخورو مشرانو او د زده کوونکو له والدینو څخه مننه کوي ترڅو یې زموږ بلنه ومنله
په درنښت
د شهید رباني عطیش لیسې اداره
خــــــبرتیــــــــا۰۰
د شهید استاد رباني عطیش عالي لېسې د 1401 کال د دولسم ټولګي ټولو فارغ زده کوونکو ته خبر ورکول کیږي چې د 1401 کال د فراغت سندونه ښوونځي ته راغلې دي او د ښوونځي له ادارې څخه یې تر لاسه کولای شئ.
د ښوونځي د ادارې له خوا
خــــــبرتیــــــــا۰۰
د شهید استاد رباني عطیش عالي لېسې د ۱۴۰۰ کال د دولسم ټولګي ټولو فارغ زده کوونکو ته خبر ورکول کیږي چې د ۱۴۰۰ کال د فراغت سندونه ښوونځي ته راغلې دي او د ښوونځي له ادارې څخه یې تر لاسه کولای شئ.
د ښوونځي د ادارې له خوا
خــــــبرتیــــــــا۰۰
د شهید استاد رباني عطیش عالي لېسې د دولسمو ټولګیو ټولو فارغ زده کوونکو ته خبر ورکول کیږي چې د راتلونکي کال د کانکور فورمې ښوونځي ته راغلې دي او د راتلونکي شنبې په ورځ یې د ښوونځي له ادارې څه تر لاسه کولای شئ.
د ښوونځي د اداره له خوا
05/10/2023
ټولو ښوونکو او همکارانو ته دې د ښوونکي ورځ مبارک وي، د افسوس ځای دا دی چې دلته ښوونکی په ټول ژوند کې فقط دا یوه ښه ورځ لري، په دې هیله چې یو وخت ښوونکی هم د نور مسلکیانو په څېر ښه ژوند او ښې ورځې ولري.
20/07/2023
له نیکه مرغه مو د څلورنیم میاشتنۍ ازموینې په ښه توګه واخیستې او نن مو یې پایلې د ښوونځي د شورا د غړو او مشرانو په شتون کې اعلان او د شهید استاد رباني عطیش ښوونځي د ادارې له خوا بریاليو زده کوونکو ته چې کوم جوایز په پام کې نیول شوي ول د ښوونځي د آمر، ښوونکو، د شورا د غړو او مشرانو لخوا ورکړل شول.
د شهید استاد رباني عطیش ښوونځي اداره بریالیو زده کوونکو ته د بریا مبارکي وایي د لا نورو بریاوو هیله کوي.
14/06/2023
د شهید استاد رباني عطیش لېسې د زده کوونکو تر منځ فرهنګي کمېټې له خوا فرهنګي او ادبي برخو کې سیالۍ په لاره اچول شوې وې چې نن(۱۴۰۲)لمریز کال د جوزا میاشتې (۲۴) نېټه یې پایلې اعلان او ممتازه زده کوونکو ته یې د کورنۍ د غړو په شتون کې ستاینلیکونه او جوایز چې په نظر کې نیول شوي وه ورکړل شول.
د ښووونځي اداره یې هڅې ستایي او د لا نورو بریاوو هیله یې کوي.
Click here to claim your Sponsored Listing.
Location
Category
Contact the school
Website
Address
Pajak Village
Kabul
Opening Hours
| Monday | 09:00 - 17:00 |
| Tuesday | 09:00 - 17:00 |
| Wednesday | 09:00 - 17:00 |
| Thursday | 09:00 - 17:00 |
| Saturday | 09:00 - 17:00 |
| Sunday | 09:00 - 17:00 |