Afghan Sport افغان سپورټ

Afghan Sport افغان سپورټ دلته یواځی د کریکټ په هکله تازه او په زړه پوری معلومات کتلی او لوستلی شی.

د هند غوره لیګ ټیمونه پیسې څنګه ګټې؟هر کال IPL کې په میلیادو روپي مصرفیږي پوښتنه دا ده چې دا پیسې بیا بیرته دا ټیمونه څن...
02/05/2026

د هند غوره لیګ ټیمونه پیسې څنګه ګټې؟
هر کال IPL کې په میلیادو روپي مصرفیږي پوښتنه دا ده چې دا پیسې بیا بیرته دا ټیمونه څنګه ګټې؟ نن مو په دې هکله ټول معلومات راغونډ کړي او ستاسو ټول سوالو ته مو جواب ویلی،
د آی پي ايل (IPL) لوبډلې د لوبغاړو د اخیستلو لپاره په میلیونو ډالر مصرفوي، خو پوښتنه پیدا کېږي چې دوی دا پیسې څنګه بېرته ګټي؟ د دې ځواب ډېر اړخونه لري، او موږ به یې په تفصیل سره په ساده ژبه بیان کړو.

۱. د ټلویزیون د خپرونو حقونه (Broadcasting Rights)

د آی پي ايل تر ټولو لویه عایداتي سرچینه د ټلویزیوني خپرونو حقونه دي. د ټلویزیون کمپنۍ او د آنلاین خپرونو خدمات (لکه Disney+ Hotstar) په میلیاردونو ډالر ورکوي چې د لوبو نشرولو حق ترلاسه کړي. دا پیسې بیا د آی پي ايل د ټولو لوبډلو ترمنځ وېشل کېږي.

۲. تجارتي اعلانونه (Advertisements)

په آی پي ايل کې تجارتي اعلانونه ډېر مهم رول لري. د لوبو پر مهال چې کوم اعلانونه په ټلویزیون، انټرنیټ، یا لوبغالي کې ښکاره کېږي، کمپنۍ یې په بدل کې ډېرې پیسې ورکوي.

۳. سپانسرشپ (Sponsorship)

هره لوبډله خپلې سپانسرۍ لري. لویې کمپنۍ د لوبډلو لپاره مالي مرسته کوي، او په بدل کې د هغوی نوم او لوگو د لوبډلې پر یونیفورم، لوبغالي، یا نور ځایونه ښکاره کېږي.

۴. ټکټونه او د لوبغالي عاید (Ticket Sales and Stadium Revenue)

کله چې لوبې په لوبغالو کې کېږي، نو د ټکټونو پلور هم یوه مهمه سرچینه ده. همدارنګه د لوبغالي دننه خوراکي توکي او نور شیان چې پلورل کېږي، د لوبډلې لپاره عاید راوړي.

۵. سوداګریز حقونه (Merchandising)

د لوبډلو مینه وال د لوبډلې یونیفورم، خولۍ، بیرغونه او نور توکي اخلي. دا هم د عاید یوه مهمه برخه ده.

۶. ډیجیټل عاید (Digital Revenue)

د آی پي ايل په ټولنیزو رسنیو او آنلاین پلیټفارمونو باندې ډېر خلک لوبې ګوري او د دوی منځپانګې سره تعامل کوي. د دې لپاره ځینې پلیټفارمونه آی پي ايل ته پیسې ورکوي.

پایله

د آی پي ايل عاید د مختلفو سرچینو له لارې راټولیږي، او دا یې د دې توان ورکړی چې د لوبغاړو په اخیستلو کې دومره ستره پانګونه وکړي. د ټلویزیوني حقونو او سپانسرۍ له لارې ترلاسه شوې پیسې په ځانګړي ډول تر ټولو ډېرې دي. نو ځکه د آی پي ايل سوداګریز ماډل ډېر بریالی دی.

ملي لوبغاړي نوین الحق،سندرغاړي کرن خان او افسر افغان صدیق الله اتل ته د ویډیو پیغام له لارې مُبارکي ورکړې♥️😍😘💐
19/04/2026

ملي لوبغاړي نوین الحق،سندرغاړي کرن خان او افسر افغان صدیق الله اتل ته د ویډیو پیغام له لارې مُبارکي ورکړې♥️😍😘💐

شینو می👇🏻فضل الحق فاروقي هم د اتل واده تللی وه او مبارکي یی ورکړی ده خو کاش چی هغه بیټ دی رسولی وای اوس به لوبه مونږ ګټل...
19/04/2026

شینو می👇🏻
فضل الحق فاروقي هم د اتل واده تللی وه او مبارکي یی ورکړی ده خو کاش چی هغه بیټ دی رسولی وای اوس به لوبه مونږ ګټلی وه😁

جانی ګربز👇🏻رحمان الله ګربز کابل کی د صدیق اتل واده ته تللی وه او هغه ته یی د واده مبارکي ورکړله بس دنیا ده نو غم او ښادي...
19/04/2026

جانی ګربز👇🏻
رحمان الله ګربز کابل کی د صدیق اتل واده ته تللی وه او هغه ته یی د واده مبارکي ورکړله بس دنیا ده نو غم او ښادي خور او ورور دي🥰

ذبـیج الله مـجا.هد:دا چې نن مونږ په اسلام اباد کې بـریدونه وکړل، د دې معنی دا ده چې زمونږ لاس د پاکستان په ګریوان کې دی....
27/02/2026

ذبـیج الله مـجا.هد:
دا چې نن مونږ په اسلام اباد کې بـریدونه وکړل، د دې معنی دا ده چې زمونږ لاس د پاکستان په ګریوان کې دی.

هغه زیاته کړې چې که پاکستان هر ځل سرغړونه کوي؛ نو په اسلام اباد او نور لوی ښارونه به خوندي پرېنږدي او د دوی د بـریدونو تکرار به روان وي.

27/02/2026

تازه خبر
کندهار کې د پاکستان پوځي رژیم یوه الوتکه را نسکوره شوه.

27/02/2026

د لوګر ازره ولسوالۍ کې د پنجاب وېشتل شوې ډرون

27/02/2026

له خوست وروسته ننګرهاري ځوانان هم جذبې اخیستي او په پنجاب برید کې د ولسي ونډې غوښتنه کوي.

27/02/2026

همدا شیبه استشـ*ــهـ&ـ!دي کنډکونه پولو کې ځاي پر ځاي شول ترڅې د اړتیا پر مهال د یوې اشارې په کولو تر اسلام اباده پکې لاړ شي.

27/02/2026

ستاسو په مسجد کې خطیب پر کومه موضوع وغږېده؟

Address

Kabul
25000

Opening Hours

Monday 07:00 - 22:00
Tuesday 07:00 - 22:00
Wednesday 07:00 - 22:00
Thursday 07:00 - 22:00
Friday 07:00 - 22:00
Saturday 07:00 - 22:00
Sunday 07:00 - 22:00

Telephone

+93765812554

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Afghan Sport افغان سپورټ posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Shortcuts

Share