19/02/2023
انس بن مالك رضي الله عنه وایي : ځمکه هره ورځ په لس ډوله جملو سره آوازونه کوي وایي چې ای د ادم زویه !
1 - ته زما پر شا باندې تګ راتګ کوي ، آخير راتلل به دې زما نس ته وي .
2 - ته زما پر شا باندې ګناهونه او نافرماني کوې ؛ خو زما په نس کې به عذاب درکول شي .
3 - ته زما پر شا باندې خاندې خو زما په نس کې به وژاړې .
4 - ته زما پر شا باندې خوشحالۍ کوې ؛ خو زما په نس کې به غمجن شې .
5 - ته زما پر شا باندې مال جمع کوې خو زما په نس کې به پښېمانه شې .
6 - ته زما په شا کې حرام خورې ؛ خو زما په نس کې به دې چینجیان وخوري .
7 - ته زما په شا کې فخر او غرور کوې ؛ خو زما په نس کې به ذلیله او خوار شې .
8 - ته زما په شا کې په خوشحالۍ او فخر تګ کوې ؛ خو زما په نس کې به غمجن پرېوزې .
9 - ته زما پر شا باندې په رڼا کې تګ کوې ؛ خو زما په نس کې به په تیاره کې پرېوزې .
10 - ته زما پر شا باندې د ټولیو ټولیو سره تګ کوې ؛ خو زما په نس کې به یوازې پرېوزې .