ريښتينی اسلام/ Real islam

ريښتينی اسلام/ Real islam

Share

Contact information, map and directions, contact form, opening hours, services, ratings, photos, videos and announcements from ريښتينی اسلام/ Real islam, Education, Kabul.

14/04/2022

د حنفي فقهاوو قاعده ده چې اِلْتِزام د مَا لَا يَلْزَمُ (هغه عمل چې شرع لازم کړی نه وي خو له ځانه د ثواب په نيت لازم وګڼل شي) بدعت دی، لکه اجتماعي دعا بعد السنن او خولۍ پر سرول شرعًا لازم نه دي خو که څوک يې لازم وګڼي يا ورسره د لازم په څېر چلند وکړي نو دا به بدعت وي چې لوی جرم دی.
(فوايد جناب مفتي محمد فريد رحمه الله)
مفتي صاحب عبدالولي

17/03/2022

د پنځلسم شعبان شپه او د کلني تقدير ليکنه:
مسلمانانو!
د شعبان په پنځلسمې شپې د تقدير او نصيب ليکلو د ادعا په دليل او ثبوت پسې ډېر وګرځېدلم خو پیدا مې نه کړی شو بلکې د دغې دعوې برعکس خبره مې سره له پاخه دليله پيدا کړه او هغه دا چې د کلني تقدير ليک او تقسيم د قدر شپه کې ترسره کېږي او هغه په رمضان کې وي:

دليل يې د قرآن مجيد سورت القدر دی، الله تعالی فرمايي: بِّسْمِ اللَّـهِ الرَّحْمَـٰنِ الرَّحِيمِ
إِنَّا أَنزَلْنَاهُ فِي لَيْلَةِ الْقَدْرِ ﴿١﴾ وَمَا أَدْرَاكَ مَا لَيْلَةُ الْقَدْرِ ﴿٢﴾ لَيْلَةُ الْقَدْرِ خَيْرٌ مِّنْ أَلْفِ شَهْرٍ﴿٣﴾
بسم الله الرحمن الرحيم
بېشكه موږ دا (قرآن) د قدر په شپه كې نازل كړى دى (1) او ته څه شي پوه كړې چې د قدر شپه څه شى دى؟ (2) د قدر شپه له زرو میاشتو څخه غوره ده (3). ( القدر)

قدر تقدير ته وايي چې الله په کې قرآن مجيد نازل کړی دی او په بل ايت کې فرمايي:

شَهْرُ رَمَضَانَ الَّذِي أُنزِلَ فِيهِ الْقُرْآنُ.

د رمضان میاشت هغه ده چې په هغې كې قرآن نازل كړى شوى دى. (البقره: 185)

نو ثابته شوه چې قرآن مجید په رمضان کې نازل شوی دی او د قدر په سورت کې يې وفرمايل چې دا د قدر په شپه کې نازل شوی دی او له حدیثونو څخه هم ثابته ده چې د قدر يا تقدير شپه په رمضان کې وي.

په سورت دخان کې الله تعالی فرمايي:
إِنَّا أَنزَلْنَاهُ فِي لَيْلَةٍ مُّبَارَكَةٍ ۚ إِنَّا كُنَّا مُنذِرِينَ ﴿٣﴾ فِيهَا يُفْرَقُ كُلُّ أَمْرٍ حَكِيمٍ ﴿٤﴾ أَمْرًا مِّنْ عِندِنَا ۚ إِنَّا كُنَّا مُرْسِلِينَ ﴿٥﴾
بېشكه موږ دا (قرآن) په مباركه شپه كې نازل كړى دى، بېشكه موږ انذار ورکوونكي وو (3) په دغې (شپه) كې هر له حكمته ډك كار بیانولى (او بېلولى) شي (4).

نو دغه مبارکه شپه همدا د قدر شپه ده چې په رمضان کې راځي او په هماغه شپه کې کلني تقديرونه ليکل کېږي او وېشل کېږي.
لهذا د شعبان په دغه شپه کې د تقدير او نصیب د ليک او وېش باره کې راغلي روایتونه يو هم ثابت نه دي.
همدارنګه په دغه شپه کې کوم ځانګړی عبادت کول او د ورځې يې روژه نیول هم په کوم صحيح او ثابت روايت سره نه دي ثابت. والله أعلم و ما علينا إلا البلاغ المبين
مفتي صاحب عبدالولي

27/02/2022

بيرغ:
د رنګونو او اساسي هيئت په اعتبار سره پر دغه تور و سور و زرغون بیرغ بشپړه ملي اجماع يوه پېړۍ سابقه لري او په دغه تېرې يوه پېړۍ کې په مختلفو ادوارو کې د ولس د نماينده ګانو او حکومتونو له خوا دغه اجماع بيا بيا تازه شوې ده.
که څوک بيرغ بدلوي، نو لږ تر لږه د ولس د نماينده ګانو او قومي مشرانو له خوا دې يو نسبي توافق خو رامنځته کړي چې د پخوانۍ اجماع ځای ناستې وګڼل شي. موږ د ولس او قومي مشرانو خبره ځکه وکړه چې د بيرغ مسله ملي ده،
خو کله چې دغه سابقه ملي اجماع نه ده ماته او پر بل بيرغ نسبي توافق هم نشته، بلکې خپله د حکومت له منځه د پخواني اساسي قانون د نفاذ د جريان ادعاوې کېږي، نو بيا ولې داسې بې احتياطه ګامونه پورته کېږي يا ناسنجول شوي الفاظ له خولې ویستل کېږي.
د رنګ، نښانونو او الفاظو په لحاظ سره خو داسې کوم مشخص بیرغ د نبي صلی الله عليه وسلم په زمانه کې نه دی کارول شوی، بلکې د نبي صلی الله عليه وسلم پر بيرغ خو هېڅ ليکل نه وو، يعني کلمه شريفه پرې هم نه وه ليکل شوې.
هو د بېلا بېلو رنګونو بيرغونه کارول شوي دي، لکه تور بيرغ، سپین بیرغ، تور او سپین بيرغ او داسې نور.
اسلام څوک د کوم خاص رنګ بيرغ په کارولو نه دي مکلف کړي، همدا وجه ده چې د اسلامي تاريخ په بېلابېلو ادوارو کې د بيرغونو او جنډو رنګونه مختلف وو.
د صحابه کرامو زمانې ته بېخي جوخت د بنو اميه وو د سلطنت او خلافت د بيرغ رنګ زرغون و.

د عباسيانو د‌ بيرغ رنګ تک تور و.
(د دوی د خلافت يا سلطنت پيل په 750 ميلادي کې وشو او تر 1258 ميلادي پورې بغداد کې قايم و، بيا په قاهره مصر کې دوباره په 1261 ميلادي کې جوړ شو چې تر 1517 ميلادي پورې قايم و.‌)

د عثماني سلطنت د بيرغ رنګ تک سور و. چې پيل يې په 1389 ميلادي کې وشو ، بيا په کال 1922 ميلادي کې د عثمانیانو سلطنت ختم شو، نوې ترکيه جوړه شوه خو نوې سيکولرې ترکيه هماغه سور بيرغ جاري وساته، چې تر اوسه پورې جاري دی.
شريعت پر مسلمانانو د کوم خاص رنګ او شکل بيرغ نه دی لازم کړی او نه یې ورته متعين کړی دی، لهذا د بيرغ د رنګونو او شکل ټاکل خالص يو دنیاوي مباح عمل دی.
له نبي صلی الله علیه وسلم څخه يوازې په جنګ، غزا او ورته موقعو کې د بېلا بېلو رنګونو بيرغونه کارول روايت شوي دي، کله تور رنګه بيرغ، کله سپین رنګه بيرغ، او د سور او زېړ رنګ د بيرغونو کارول هم ذکر شوي دي.
خو په عامو او نارمل حالاتو کې د کومې خاصې جنډې يا بيرغ کارول نه دي ثابت.
د سپين او تور د ګډ رنګ بيرغ ذکر هم راغلی دی، خو په دغه روایت کې دا نه دي ذکر شوي چې سپينې کرښې په کې زياتې وې يا تورې کرښې، همدارنګه نور هيئت او شکل يې هم نه دی ذکر.
د الواقدي په مغازي کې راغلي دي چې د جاهليت په زمانه کې د اوس قبيلې د بيرغ رنګ زرغون و او د خزرج قبيلې د بيرغ رنګ سور و، د اسلام له راتلو وروسته نبي صلی الله علیه وسلم د دغو قبيلو بيرغونه پر خپل حال پرېښودل او د مهاجرينو د بيرغونو رنګونه تور او سپين وو.

مفتي محمد شفيع رحمه الله په جواهر الفقه نومې کتاب کې ليکلي دي:
که څوک په دې نيت د خپل بيرغ رنګ تور يا سپين يا بل کوم رنګ غوره کوي چې د نبي صلی الله عليه وسلم د بيرغ رنګ همداسې و، دغه کس (د نيت په وجه)د اجر مستحق دی، خو محضې د رنګ پر اساس دا ويل صحیح نه دي چې دا د نبي صلی الله عليه وسلم بيرغ دی، لهذا دا تر ټولو غوره دی، دا وينا همداسې ده لکه څنګه چې څوک توره پګړۍ پر سر کړي او ووايي چې دا پېغمبري دستار دی، ظاهره خبره ده چې دغه خبره یقيني غلطه ده. (جواهر الفقه)
نو هغه کسان چې د خپل د ګوند يا تحريک بيرغ ته نبوي بيرغ يا د اسلام بيرغ او پرچم وايي؛ پر غلطه دي.
بيرغ هماغه معتبر دی چې ولس يا د ولس نماينده ګانو د خپل هېواد لپاره خوښ کړی او ټاکلی وي.

25/02/2022

په اصولي لحاظ سره د خولۍ او پګړۍ شرعي حيثيت دا دی چې د خولۍ يا پګړۍ پر سرول عادتي سنت دي، تعبدي او عبادتي سنت نه دي. ځينو چې په مطلق ډول ورته سنت يا مستحب ویلي دي هغوی يې هم درجه دې ته نه ده رسولې چې په نه په سرولو يې انسان ګناهګار ګرځي، خو نورو بيا ورته مباح ويلي دي. نو د يو مباح يا لږ تر لږه د مستحب عمل لپاره دومره تشدد کول يقيناً چې د لومړيتوبونو د نه پېژندلو مرض عامېدل ښيي.
بله دا چې هره اداره چې څنګه وغواړي هغه ډول خپل مشخص يونيفارم ټاکلی شي خو دې ته ديني حکم ويل او پر دغه اساس يې اجباري کول ناسم عمل دی.
د ښځو لپاره شرعي حجاب اړين دی خو په دغه کې د مخ پټول په واجباتو کې راوستل مَحَلِّ نَظر دي او د امام ابو حنيفه رحمه الله د مذهب خلاف قول دی.

او په دغه ضمن کې هغه ښځينه مراجعينې له اداراتو منع کول چې د دوی د اصطلاح مطابق يې حجاب نه وي کړی؛ د فکر وړ خبره ده.
کېدای شي ډېرې داسې فقيرې او بې وزله مېرمنې وي چې عادي کامل لباس به هم نه لري، يعني لوپټه به يې شلېدلې وي، کميس به يې پيوندي وي خو دوی به يې په دغه پلمه له اداراتو منع کوي چې مخ يې نه دی پټ کړی او شرعي حجاب يې نه دی مراعات کړی. هو په دغې امر سره به د کرايي برقعو او څادرونو کاروبار پيل او وده ومومي.
د الله بنده ګانو! له وعظ، نصيحت او تذکير څخه کار واخلئ! په لوائحو سره به ګرانه شي!

مفتي صيب عبد الولي

04/01/2022

نن يوه فقهي مسله درواخلئ.
د غلا د حد وجوب لپاره شرطونه

د غلا حد به هله قايمېږي چې دا لاندې ذكر شوي شرطونه موجود شي:
1- غل به مال په پټه اخيستى وي، كه په پټه نه وي بلكې په ښكاره او زور سره يې اخيستي وي نو بيا دا حد نه جاري كېږي. د هغو لپاره د سزا نور ډولونه دي.
2- غل به مكلف وي، يعنې عاقل بالغ به وي،، لهذا پر نابالغ، مجنون او معتوه باندې حد نشته. هَو، صغير ته به ادب وركولى شي.
3- غل به په خپل اختيار او خوښې سره غلا كړې وې، لهٰذا پر مُكرَه باندې، يعنې هغه چې په زور او جبر سره پرې دا كار وكړى شي، پر هغه باندې حد نشته، ځكه چې هغه معذور دى. نبيﷺ فرمايي: زما له امت نه خطا نسيان او اكراه پورته كړى شوي دي.
4- چې د غلا په حراموالي عالم وي، يعنې د غلا په حراموالي پوه وي.
5- دغه څيز به شرعاً مال وي، او شرعاً به محترم وي نو كه مُرداره وي، نو د دې په غلا سره حد نه نافذيږي، همدارنګه مال وي خو شرعاً محترم نه وي، لكه د هغه حربي كافر مال چې د هغه ملك او سيمې ته دغه كس بې له وېزې او اجازې ورغلى وي.
6- چې غلا شوى شى نصاب ته رسي، د غلا نصاب لږ تر لږه د دينار څلورمه حصه ده. دينار 4.25ګرامه سره زر دي. يعنې 1.0625 ګرامه سره زر وي يا د دغو ماليت وي. له دې نه په كم كې د غلا حد نه نافذېږي. (لَا تُقْطَعُ يَدُ السَّارِقُ إِلَّا فِى رُبْعِ دِينَارِ فَصَاعِدًا) د غل لاس به د دينار په څلورمه حصه كې يا تر دې زيات كې غوڅولى شي.
7- غلا شوى مال به له محفوظ ځاى نه غلا شوى وي. لكه ګودام، دكان، كور. او كه داسې نه و، نو بيا قطع نشته البته مال به هم ترې اخيستل كېږي او قاضي به تعزير هم وركوي.
8- له غل نه به شبه منتفي وي. د شبهې په صورت كې بيا قطع نشته. ځكه چې حدود د شبهاتو له وجې ختمېږي، لكه يو زوى د پلار له مال نه، يا پلار د زوى له مال نه، يا له هغه مال نه چې د ده په كې حصه وي يا له هغه مال نه چې د ده په كې هم حق وي. نو په دې صورتونو كې حد نشته، البته تأديب او تعزير به وركولى شي.
9- غلا به د حاكم، قاضي پر وړاندې د دوه عادلو ګواهانو د ګواهۍ په نتيجه كې يا د غل د خپل داسې اقرار په نتيجه كې ثابته شوې وي چې د ده په خپله رضامندۍ او خوښې سره وي او هېڅ جبر او سختي به په كې نه وي او په وهلو ټكولو سره به اقرار نه وي اخيستل شوى.
10- د مال مالك به دعوا او مطالبه كړې وي.

04/01/2022

باب دی په بیان د وېښتانو د سړيو کې!

د سړيو لپاره د سر د ویښتانو اوږدول يا خرول په سنتِ عبادت کې نه راځي، بلکې په سنتِ عادت کې راځي.
د قزع (د سر د ځينو برخو خرول او د ځينو همداسې پرېښودل) له صورت پرته نور د سر د وېښتانو په اړه هېڅ ممانعت نه دی راغلی.
دغه د‌ مشابهت او تشبه خبرې عِندَهُ دي، بنا يې پر دلايلو نه ده شوې.

د سړيو لپاره اوږده وېښتان لرل يا وېښتان اوږدول له هغو سنتو ځنې نه دي چې ثواب او اجر پرې حاصلېږي، ځکه چې دا په عرف، رواج او د سيمې په کلتور پورې اړه لري.
نبي صلی الله عليه وسلم ويښتان پرېښې دي خو په اوږدولو کې يې اجر و ثواب نه دی ښودلی او په خرولو کې يې ګناه نه ده ښودلې.
هو د چا چې وېښتان وي، نو د هغو د ښه ساتلو حکم يې کړی دی.
لهذا او ذاك د وېښتانو په سبب د چا وهل، ځورول، او تحقيرول په هېڅ صورت جايز نه دي.
هېواد هېواد وي، هېواد د مدرسې، ښوونځي او کومې ځانګړې ادارې لکه فوځي او امنيتي ادارې حيثيت نه لري چې پر اړوندو خلکو يې کوم خاص فېشن يا سټايل لازمي وګرځول شي، بلکې هېواد وسيع او همه ګير مفهوم لري او د شخصي مدرسې چلند ورسره روا نه دی.
مفتي صیب عبدالولی

17/12/2021

په قرآن او سنت کې، د راشده خلفاوو په ادوارو کې، د امام ابو حنيفه رحمه الله په اقوالو کې، بلکې د اسلامي تاريخ په زرين عهد کې د لمونځ کوونکو د دغه ډول حاضرۍ اثبات که څوک کولای شي، نو دا ګز او دا ميدان!
په فقه حنفي کې د نارينه وو لپاره اتلس داسې حالات ذکر شوي دي چې په دغو صورتونو کې د هغوی لپاره د جماعت د لمانځه پرېښودل روا دي.
کله چې په دغو حالاتو کې يو سړی د جماعت لمونځ پرېږدي نو حاضري به يې څنګه اخيستل کېږي او دغه به د تعزير قابل وي؟
لکه باران، يخني، وېره، تياره، بند، ړوندوالی، فلج........


جاء في مراقي الفلاح (ص: 113)

(يسقط حضور الجماعة بواحد من ثمانية عشر شيئا مطر وبرد وخوف وظلمة وحبس وعمى وفلج وقطع يد ورجل وسقام وإقعاد ووحل وزمانة وشيخوخة وتكرار فقه بجماعة تفوته وحضور طعام تتوقه نفسه وإرادة سفر وقيامه بمريض وشدة ريح ليلا لا نهارا وإذا انقطع عن الجماعة لعذر من أعذارها المبيحة للتخلف يحصل له ثوابها).

15/12/2021

په ظالم باندې يې اسمان هم راټيټوي

امام وهب بن منبه رحمه الله وايي: کله چې پاچا محضې د ظلم اراده وکړي، الله تعالی يې د پاچاهۍ خلک له کمي سره مخ کوي، حتَّی د دوی بازارونه، رزقونه، کښتونه، مېوې، او د څارويو غولانځې له کمي سره مخ کوي، بلکه هر څه يې له کمي سره مخ کوي.

13/12/2021

يو ځلې بيا بيرغ:
وايي سپين بيرغ د اسلام غواړو، يعني دوی گڼي چې د اسلام بيرغ همدغه سپين دی، حال دا چې د نبي صلی الله عليه وسلم په زمانه کې بېلا بېل بيرغونه کارول شوي دي، لکه تور بيرغ، سپین بیرغ، تور او سپین بيرغ او داسې نور.
اسلام څوک د کوم خاص رنګ بيرغ په کارولو نه دي مکلف کړي، همدا وجه ده چې د اسلامي تاريخ په بېلابېلو ادوارو کې د بيرغونو او جنډو رنګونه مختلف وو، د صحابه کرامو زمانې ته بېخي جوخت د بنو اميه وو د سلطنت او خلافت د بيرغ رنګ زرغون او د ځينو مصادرو مطابق سپين و.
د عباسيانو د‌ بيرغ رنګ تک تور و.
(د دوی د خلافت يا سلطنت پيل په 750 ميلادي کې وشو او تر 1258 ميلادي پورې بغداد کې قايم و، بيا په قاهره مصر کې دوباره په 1261 ميلادي کې جوړ شو چې تر 1517 ميلادي پورې قايم و.‌)
د عثماني سلطنت د بيرغ رنګ تک سور و. چې پيل يې په 1389 ميلادي کې وشو ، بيا په کال 1922 ميلادي کې د عثمانیانو سلطنت ختم شو، نوې ترکيه جوړه شوه خو نوې سيکولرې ترکيه هماغه سور بيرغ جاري وساته، چې تر اوسه پورې جاري دی.
شريعت پر مسلمانانو د کوم خاص رنګ او شکل بيرغ نه دی لازم کړی او نه یې ورته متعين کړی دی، لهذا د بيرغ د رنګونو او شکل ټاکل خالص يو دنیاوي مباح عمل دی.
له نبي صلی الله علیه وسلم څخه يوازې په جنګ، غزا او ورته موقعو کې د بېلا بېلو رنګونو بيرغونه کارول روايت شوي دي، کله تور رنګه بيرغ، کله سپین رنګه بيرغ، او د سور او زېړ رنګ د بيرغونو کارول هم ذکر شوي دي.
خو په عامو او نارمل حالاتو کې د کومې خاصې جنډې يا بيرغ کارول نه دي ثابت.
د سپين او تور د ګډ رنګ بيرغ ذکر هم راغلی دی، خو په دغه روایت کې دا نه دي ذکر شوي چې سپينې کرښې په کې زياتې وې يا تورې کرښې، همدارنګه نور هيئت او شکل يې هم نه دی ذکر.
د الواقدي په مغازي کې راغلي دي چې د جاهليت په زمانه کې د اوس قبيلې د بيرغ رنګ زرغون و او د خزرج قبيلې د بيرغ رنګ سور و، د اسلام له راتلو وروسته نبي صلی الله علیه وسلم د دغو قبيلو بيرغونه پر خپل حال پرېښودل او د مهاجرينو د بيرغونو رنګونه تور او سپين وو.

مفتي محمد شفيع رحمه الله په جواهر الفقه نومې کتاب کې ليکلي دي:
که څوک په دې نيت د خپل بيرغ رنګ تور يا سپين يا بل کوم رنګ غوره کوي چې د نبي صلی الله عليه وسلم د بيرغ رنګ همداسې و، دغه کس (د نيت په وجه)د اجر مستحق دی، خو محضې د رنګ پر اساس دا ويل صحیح نه دي چې دا د نبي صلی الله عليه وسلم بيرغ دی، لهذا دا تر ټولو غوره دی، دا وينا همداسې ده لکه څنګه چې څوک توره پګړۍ پر سر کړي او ووايي چې دا پېغمبري دستار دی، ظاهره خبره ده چې دغه خبره یقيني غلطه ده. (جواهر الفقه)
نو هغه کسان چې د خپل د ګوند يا تحريک بيرغ ته نبوي بيرغ يا د اسلام بيرغ او پرچم وايي؛ پر غلطه دي.
بيرغ هماغه معتبر دی چې ولس يا د ولس نماينده ګانو د خپل هېواد لپاره خوښ کړی او ټاکلی وي.
مفتي صاحب عبدالولي

Want your school to be the top-listed School/college in Kabul?

Click here to claim your Sponsored Listing.

Location

Category

Website

Address


Kabul