الله دى مونږ ټولو ته د صدقې کولو توفيق راکړي
Mazhar private high school مظہر خصوصی عالی لیسہ
ﺯمونږ هدف د بى وﺯله خلکو مرسته کول دي.
ستاسو بغير مونږ هيڅ نه يو.
یو جوړ جامې د جنت سبب شوې
سفیان وایي: له شام څخه یو کس راغی او ویې ویل "ماته د صفوان بن سلیم په اړه معلومات راکړئ، چې چیرته دی؟ ما ولیده چې هغه جنت ته داخلیږي".
سفیان وایي، چې ما ورته وویل: په څه سره جنت ته داخل شو؟ وایي هغه وویل: یو انسان ته یې جامې ورکړي وې.
د صفوان ځینو ملګري وایي، چې موږ د دې جامو په اړه له صفوان څخه پوښتنه وکړه، ده راته وویل چې یو ځل په سخت ساړه کې مسجد روان شوم، یو سړی مې ولید چې بربنډ دی؛ نو خپلې جامې هغه ته ورکړې او مې پټ کړ.
(صفة الصفوة صـ۳۸۵)
دا چې ژمۍ دی او سخت ساړه دی؛ نو د فقیرانو جامو او خوړو ته سخت حاجت دی؛ نو هغه کسان چې په وس کې یې څه شته، باید چې مرسته ورسره وکړي، ځکه رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي:
څوک چې له مؤمن څخه په دنیا کې کوم تکلیف لرې کړي، الله تعالی به په قیامت کې له هغه څخه تکلیفونه لرې کړی، الله تعالی تر هغه پورې د خپل بنده په کومک کې وي، تر څو چې یو بنده د خپل ورور په کومک کې وي. الحدیث
په ګرديغوث کې غريبان ډير دي خو د مرستى کولو والا خلک بيخي نه معلوميږي.
14/01/2021
هغه کسان چې ډيره يا لږه صدقه کول غواړي مونږ درته وړ غريبان په ګوته کوو
مننه
Click here to claim your Sponsored Listing.
Location
Category
Website
Address
Kabul
1234