محصل غږ

محصل غږ

Share

Contact information, map and directions, contact form, opening hours, services, ratings, photos, videos and announcements from محصل غږ, College & University, Kuta sangi, Kabul.

16/03/2026

د هېواد علمي کهول د پاکستان د پوځي کړۍ له لورې په مسلمان ټاټوبي ظالمانه تجاوز غندي او پر وړاندې یې د مجـ.ـ.ـاهدو شازلمیو جرئتمندانه او با شهامته غبرګون ستایي!
دوی وایي که اړتیا شي په ځان او مال سره د اسلامي پولو او د دې نظام او ملت ساتنې ته چمتو دي!

15/03/2026

دا شېبې غنیمت وګڼئ!

نن شپه غنیمت وګڼئ!

12/03/2026

د مؤمنانو د امیر حفظه الله د فرامینو لړۍ-۱

12/03/2026

#فرمان
#امیرالمؤمنین

سلسله فرامین امیـ.ـ.رالـ.ـمؤمنـــ.ـ.ـین حفـ.ـ.ظه الله تعالی-۱

12/03/2026

محصل بودن تنها به معنای نشستن در صنف و گرفتن نمره نیست؛ بلکه سفری است به سوی رشد، کشف خود، و خدمت به جامعه. هر روزی که مطالعه می‌کنید، یک قدم به سوی آینده‌ای روشن‌تر برمی‌دارید.
#محصل #تحصیل #علم #صنف #رشد

09/03/2026

محصل ته!-۱
صبر، کوښښ، تکلیف ګالل او له نا امیدۍ ځان ساتل!

ګرانه محصله!
په دې کي شک نشته چې تعلیم او زده کړه یو مشکل او سخت کار دی لیکن په دې کې هم شک نشته که څوک صبر او د لوړ همت خاوند وي، نو هر سخت او مشکل کار الله جل جلاله ورته اسانه کوي، او الله مه کړه که څوک د صبر او همت د لوی نعمت څخه محرومه وي نو هغه هیڅکله هم د علم لوړي مرتبې ته نسي رسیدلای، او کوم عالمان چي د تاریخ په اوږدو کي تیر سوي دي د علم او پوهي لوړ منزلت ته رسیدلي او نن ورځ د هغو د علمي څیړنو او کتابونو... څخه په دنیا کي په لکونو انسانان استفاده کوي، او نومونه یې په ډیر ادب او حترام سره یادوي، د هغو سیرت که وکتل سي هغه د علم او پوهي لوړي مرتبې ته په اسانه ندي رسیدلي، بلکي ډیر زحمت یې استلی او پر هغه باندي یې دوامداره صبرکړی و.

الله جل جلاله د صبر په باره کي داسي فرمائي:
(يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا اسْتَعِينُوا بِالصَّبْرِ وَالصَّلَاةِ إِنَّ اللَّهَ مَعَ الصَّابِرِينَ) (سورت البقره ۱۵۳).
ترجمه: اې مومنانو په صبر او لمانځه سره مرسته وغواړئ الله جل جلاله د صبر لرونکو ملګری دی.

ګرانه محصله!
یو لوی او بد مرض چي انسان ته همیشه متوجه وي په خاصه توګه د تعلیم او تحصیل په دوره کي چي دا بد مرض بل شی ندی هغه نا امیدي او مایوسي ده، چي سړی د خپل راتلونکي څخه مایوسه سي د کوښښ، او زیار لاره پریږدي، او شیطان لعین همیشه په هم دې کوښښ کي وي چي مسلمان په هم دې مرض اخته کړي، خو د مسلمان محصل او زده کونکی حوصله باید ډیره لوړه، او د لوړ همت خاوند وي، او د ټاکلی هدف لپاره په لوی صبر او همت سره باید روان وي، او شیطانی وسوسو ته باید په خپل زړه او فکر کي ځای ورنکړي، او د الله جل جلاله په قضاء او قدر باندي راضي واوسي، او د الله جل جلاله د رحمته مایوسه او ناامیده نه سي، تاسو د حضرت یعقوب علیه السلام حالت وګوری کله چي یې زوی یوسف علیه السلام په لسګونه کلونه ور څخه ورک و بیا هم د الله جل جلاله د رحمته ندی نا امیده سوی، او خپلو اولادو ته هم په صبر سره توصیه کوي لکه الله جل جلاله چي فرمائي:

( يَا بَنِيَّ اذْهَبُوا فَتَحَسَّسُوا مِنْ يُوسُفَ وَأَخِيهِ وَلَا تَيْئَسُوا مِنْ رَوْحِ اللَّهِ إِنَّهُ لَا يَيْئَسُ مِنْ رَوْحِ اللَّهِ إِلَّا الْقَوْمُ الْكَافِرُونَ ) ( سورت الیوسف ۸۷ ).
ترجمه: زما زامنو ولاړشی د یوسف علیه السلام او د هغه د ورور پته ولټوی د الله له رحمت څخه ناهیلي مه اوسی د هغه له رحمت څخه کافران ناهیلي کیږي .

ابراهیم علیه السلام ته چي په سپین ږروالي کي د اولاد زیری ورکول سو، نو ابراهیم علیه السلام تعجب وکړی، نو ورته وویل سوه چي ته ناهیلی کیږه مه، ابراهیم علیه السلام ورته وویل د الله جل جلاله څخه خو ګمرهان ناامیده کیږي، په دې باره کي الله جل جلاله داسي فرمائي:

(قَالَ وَمَنْ يَقْنَطُ مِنْ رَحْمَةِ رَبِّهِ إِلَّا الضَّالُّونَ) (سوره الحجر ۵۶)
ترجمه: ابراهیم علیه السلام وویل: د خپل رب له رحمت څخه خو ګمراهان ناهیلي کیږي.
له انلاین معلوماتي ادرسونو په منننې!

09/03/2026

محمد امین وزیري؛
د پوهنتون استاد او د OBA ورکشاپ ګډونوال

08/03/2026

اسفندیار حسین؛
استاد پوهنتون و اشتراک کننده در ورکشاپ OBA پوهنتون تعلیم و تربیه.

08/03/2026
Want your school to be the top-listed School/college in Kabul?

Click here to claim your Sponsored Listing.

Location

Telephone

Website

Address


Kuta Sangi
Kabul

Opening Hours

Monday 09:00 - 17:00
Tuesday 09:00 - 17:00
Wednesday 09:00 - 17:00
Thursday 09:00 - 17:00
Saturday 09:00 - 17:00
Sunday 09:00 - 17:00