19/04/2023
الأربعون النوویة
څلرویشتم حدیث
عن أبي ذر الغفاري -رضي الله تعالى عنه- عن النبي -صلى الله تعالى عليه وآله وسلم- فيما يرويه عن ربه -عز وجل- أنه قال: يا عبادي، إني حرمت الظلم على نفسي وجعلته بينكم محرمًا فلا تظالموا، يا عبادي، كلكم ضال إلا من هديته فاستهدوني أهدكم، يا عبادي، كلكم جائع إلا من أطعمته فاستطعموني أطعمكم، يا عبادي، كلكم عار إلا من كسوته فاستكسوني أكسكم: يا عبادي، إنكم تخطئون بالليل والنهار وأنا أغفر الذنوب جميعًا فاستغفروني أغفر لكم، ياعبادي، إنكم لن تبلغوا ضري فتضروني ولن تبلغوا نفعي فتنفعوني، يا عبادي، لو أن أولكم وآخركم وإنسكم وجنكم كانوا على أتقى قلب رجل واحد منكم ما زاد ذلك في ملكي شيئًا، يا عبادي، لو أن أولكم وآخركم وإنسكم وجنكم كانوا على أفجر قلب رجل واحد منكم ما نقص ذلك من ملكي شيئًا، يا عبادي، لو أن أولكم وآخركم وإنسكم وجنكم قاموا في صعيد واحد فسألوني فأعطيت كل واحد مسألته ما نقص ذلك مما عندي إلا كما ينقص المخيط إذا أدخل البحر، يا عبادي، إنما هي أعمالكم أحصيها لكم ثم أوفيكم إياها فمن وجد خيرًا فليحمد الله ومن وجد غير ذلك فلا يلومن إلا نفسه».
رواه مسلم.
ژباړه:
ابو ذر غفاري -رضي الله عنه- له رسول الله -صلی الله علیه وسلم- څخه د هغه څه روایت کړی چې هغه یې له خپل رب -عز وجل- څخه را روایت کوي، بېشکه الله -تعالی- ویلي: ای زما بندګانو! ما ظلم او تېری په خپل ځان بند کړی، او ستاسو په منځ کې مې حرام ګرځولی، نو په یو بل تېری مه کوئ. ای زما بندګانو! هر یو ستاسو بې لاري او ګمراه دی پرته له هغه چا چې ما ورته لاره ښوولي، نو له ما څخه لارښوونه وغواړئ زه به درته لاره وښایم. ای زما بندګانو! هر یو ستاسو وږی دی مګر هغه چې ما ورته خوراک ورکړی، نو له ما څخه خوراک وغواړئ زه به خوراک در کړم. ای زما بندګانو! هر یو په تاسو لوڅ او لغړ دی مګر چا ته چې ما جامې ورکړي، نو له ما څخه جامه وغواړئ زه به جامه درکړم. ای زما بندګانو! تاسو شپه او ورځ ګناهونه او تېروتنې کوئ او زه ټولې تېروتنې بښم، له ما څخه بښنه وغواړئ زه به درته بښنه وکړم. ای زما بندګانو! تاسو زما ګټې ته نه رسېږئ چې ماته ګټه را ورسوئ، او زما زیان ته نه رسېږئ چې ماته زیان ورسوئ. ای زما بندګانو! که تاسو لومړني او وروستني، انسانان او پېریان په تر ټولو وېرېدونکي زړه (له الله -تعالی- څخه) د یو سړي را ټول شئ، دا به زما په پاچایې کې هېڅ زیات نکړي. ای زما بندګانو! که تاسو لومړني او وروستني، انسانان او پېریان په تر ټولو وتلي زړه (د الله -تعالی- له منلې څخه) د یو سړي سره را ټول شئ، دا به زما له پاچایې څخه هېڅ لږ نکړي. ای زما بندګانو! که تاسو لومړني او وروستني، انسانان او پېریان د ځمکې په مخ ودرېږئ له ما څخه غوښتنې وکړئ، او زه هر یو ته هغه څه چې یې غوښتي ورکړم، دا به له هغه څخه چې له ما سره دي لږ نکړي مګر لکه یوه ستن چې په سمندر کې ډوبه کړی شي. ای زما بندګانو! دا ستاسو یوازې ستاسو کړنې دې، زه یې درته شمېرم، بیا یې همدا تاسو ته پوره درکوم، نو چا چې ښه ولېدل، نو دالله -تعالی- شکر دې وباسې، او چا چې له دې پرته بل څه ولېدل، نو پرته له خپل ځانه دې څوک نه ملامتوي.
صحیح مسلم: (د حدیث ګڼه: ۲۵۷۷).
Islamic Fiqh
16/04/2023
الأربعون النوویة
دوه ویشتم حدیث
عن أبي عبد الله جابر بن عبد الله الأنصاري -رضي الله عنه- أن رجلًا سأل رسول الله -صلى الله عليه وآله وسلم-، فقال: أرأيت إذا صليت المكتوبات، وصمت رمضان، وأحللت الحلال، وحرمت الحرام، ولم أزد على ذلك شيئًا، أدخل الجنة؟ قال: «نعم».
رواه مسلم.
ومعنى حرمت الحرام: اجتنبته، ومعنى أحللت الحلال: فعلته معتقدًا حله.
ژباړه:
له ابو عبد الله جابر بن عبد الله الأنصاري -رضي الله عنه- څخه روایت دی، یو سړي له رسول الله -صلی الله علیه وسلم- څخه پوښتنه وکړه، و یې ویل: ایا که فرض لمونځونه وکړم، د رمضان روژه ونېسم، او د حلالو د حلالوالي باور ولرم او ترسره یې کړم، او د حرامو د حراموالي باور ولرم او ځان ترې وژغورم، نو زه به جنت ته ننوځم؟ رسول الله -صلی الله علیه وسلم- وویل: هو.
صحیح مسلم: (د حدیث ګڼه: ۱۵).
د (حرمت الحرام) مانا: ځان ور څخه وژغورم. د (أحللت الحلال) مانا: له باور د حلالوالي سره یې ترسره کړم.
Islamic Fiqh
15/04/2023
الأربعون النوویة
یویشتم حدیث
عن أبي عمرو، وقيل: أبي عمرة سفيان بن عبد الله -رضي الله عنه-، قال: قلت يا رسول الله: قل لي في الإسلام قولًا لا أسال عنه أحدًا غيرك، قال: «قل آمنت بالله، ثم استقم».
رواه مسلم.
ژباړه:
له ابو عمرو یا أبو عمرة سفیان بن عبد الله الثقفي -رضي الله عنه- څخه روایت دی، وایي: ما رسول الله -صلی الله علیه وسلم- ته وویل: ماته داسې خبره په اسلام کې وښایه چې له تا وروسته یې له هېچا پوښتنه ونکړم، رسول الله -صلی الله علیه وسلم- وویل: (له زړه) ووایه: په الله مې باور کړی، او بیا په همدې خبره د ژوند تر پایه (د بدن د غړو په کارولو) پاته شه.
صحیح مسلم: (د حدیث ګڼه: ۳۸).
Islamic Fiqh
14/04/2023
الأربعون النوویة
شلم حدیث
عن أبي مسعود عقبة بن عمرو الأنصاري البدري -رضي الله عنه-، قال: قال رسول الله -صلى الله عليه وآله وسلم-: «إن مما أدرك الناس من كلام النبوة الأولى: إذا لم تستح فاصنع ما شئت».
رواه البخاري.
ژباړه:
له ابو مسعود عقبة بن عمرو الأنصاري البدري -رضي الله عنه- څخه روایت دی، وایي: رسول الله -صلی الله علیه وسلم- ویلي: له هغو خبرو چې خلکو ته له لومړۍ پیغمبرۍ/مخکني پیغمبرانو څخه رسېدلې داده: کله چې شرم نه کوې، نو چې څه غواړې هغه وکړه.
صحیح البخاري: (د حدیث ګڼه: ۳۴۸۴).
Islamic Fiqh
12/04/2023
الأربعون النوویة
نولسم حدیث
عن أبي العباس عبد الله بن عباس -رضي الله تعالى عنهما-، قال: كنت خلف النبي -صلى الله عليه وآله وسلم- يومًا فقال: «يا غلام، إني أعلمك كلمات: إحفظ الله يحفظك، إحفظ الله تجده تجاهك، إذا سألت فاسأل الله، وإذا استعنت فاستعن بالله، واعلم أن الأمة لو اجتمعت على أن ينفعوك بشيء لم ينفعوك إلا بشيء قد كتبه الله لك، وإن اجتمعوا على أن يضروك بشيء لم يضروك إلا بشيء قد كتبه الله عليك، رفعت الأقلام وجفت الصحف».
رواه الترمذي وقال حديث حسن صحيح.
ژباړه:
له ابو العباس عبد الله بن عباس -رضي الله عنه- څخه روایت دی، وایي: یوه ورځ له زه د رسول الله -صلی الله صلی الله علیه وسلم- شاته وم، نو و یې ویل: ماشومه! زه یو څو خبرې در زده کوم: د الله ساتنه وکړه نو الله به تا وساتي، الله وساته نو هغه به خپلې مخې ته ومومې، کله چې غوښتنه کوې نو له الله -تعالی- څخه غواړه، کله چې مرسته غواړې نو له الله -تعالی- څخه مرسته غواړه، پدې پوه شه که دا ټول امت سره را ټول شي چې تاته ګټه در ورسوي نو دوی به هېڅ ګټه در و نه رسوي مګر هغه چې الله -تعالی- درته لیکلي، او که سره را ټول شي چې تاته زیان در ورسوي نو پرته له هغه څه چې الله -تعالی- درته لیکلي دوی هېڅ زیان نشي در رسولی، قلمونه پورته شوي، او صحیفې وچې شوي.
دا حدیث امام ترمذي -رحمه الله- روایت کړي، هغه ویلي: دا حسن صحیح حدیث دی.
Islamic Fiqh
11/04/2023
الأربعون النوویة
اتلسم حدیث
عن أبي ذر جندب بن جنادة، وأبي عبد الرحمن معاذ بن جبل -رضي الله تعالى عنهما-، عن رسول الله -صلى الله عليه وآله وسلم-، قال: «إتق الله حيثما كنت، وأتبع السيئة الحسنة تمحها، وخالق الناس بخلق حسن».
رواه الترمذي وقال: حديث حسن، وفي بعض النسخ: حسن صحيح.
ژباړه:
له ابو ذر جندب بن جنادة او ابو عبد الرحمن معاذ بن جبل -رضي الله عنهما- څخه روایت دی، چې رسول الله -صلی الله علیه وسلم- ویلي: هر چېرې چې یې له الله -تعالی- څخه وېرېږه، په بدۍ پسې نیکې او ښه وکړه بدۍ به له منځه یوسي، او له خلکو سره ښه رویه وکړه.
امام ترمذي دا حدیث روایت کړی، او هغه ویلي: دا حدیث حسن دی، او ځینو نسخو کې دي: دا حسن صحیح دی.
سنن الترمذي: (د حدیث ګڼه: ۱۹۸۷).
Islamic Fiqh
10/04/2023
الأربعون النوویة
اولسم حدیث
عن أبي يعلى شداد بن أوس -رضي الله تعالى عنه-، عن رسول الله -صلى الله عليه وآله وسلم-، قال: «إن الله كتب الإحسان على كل شئ، فإذا قتلتم فأحسنوا القتلة، وإذا ذبحتم فأحسنوا الذبحة، وليحد أحدكم شفرته، وليرح ذبيحته».
رواه مسلم.
ژباړه:
له ابو یعلی شداد بن اوس -رضي الله عنه- څخه روایت دی، چې رسول الله -صلی الله علیه وسلم- وویل: بېشکه الله -تعالی- په هر څیز ښېګڼه لیکلی، نو چې کله وژل کوئ په ښه ډول وژل وکړئ، او چې کله څاروی حلالوئ نو په ښه ډول یې حلال کړئ، او یو تن ستاسو دې چاړه تېره کړې، او څاروی دې ارام کړې.
صحیح مسلم: (د حدیث ګڼه: ۱۹۵۵).
Islamic Fiqh
09/04/2023
الأربعون النوویة
شپاړسم حدیث
عن أبي هريرة -رضي الله تعالى عنه- أن رجلًا قال للنبي -صلى الله عليه وآله وسلم-: أوصني. قال: «لا تغضب»، فردد مرارًا. قال: «لا تغضب».
رواه البخاري.
ژباړه:
له ابو هریرة -رضي الله عنه- څخه روایت دی، یو سړي نبي -صلی الله علیه وسلم- ته وویل: ماته وصیت وکړه. رسول الله -صلی الله علیه وسلم- وویل: غوسه مه کوه. هغه غوښتونکي څو ځله همدا خبره تکرار کړه. رسول الله -صلی الله علیه وسلم- وویل: غوسه مه کوه.
صحیح البخاري: (د حدیث ګڼه: ۶۱۱۶).
Islamic Fiqh
06/04/2023
الأربعون النووية
پنځلسم حدیث
عن أبي هريرة -رضي الله تعالى عنه- أن رسول الله -صلى الله عليه وآله وسلم- قال: «من كان يؤمن بالله واليوم الآخر فليقل خيرًا أو ليصمت، ومن كان يؤمن بالله واليوم الآخر فليكرم جاره، ومن كان يؤمن بالله واليوم الآخر فليكرم ضيفه».
رواه البخاري ومسلم.
ژباړه:
له ابو هریرة -رضي الله عنه- څخه روایت دی، بېشکه رسول الله -صلی الله علیه وسلم- فرمایلي: څوک چې په الله -تعالی- او وروستۍ ورځ باور لري نو ښې خبرې دې وکړي او یا دې غلی شي، او څوک چې په الله -تعالی- او وروستۍ ورځ باور لري نو د خپل ګاونډي درناوی دې وکړي، او څوک چې په الله -تعالی- او وروستۍ ورځ باور لري نو د خپل میلمه درناوی دې وکړي.
صحیح البخاري: (د حدیث ګڼه: ۶۴۷۵)، صحیح مسلم: (د حدیث ګڼه: ۴۷).
هیله!
دغه او نور حدیثونه خپاره کړئ!
Islamic Fiqh
05/04/2023
الأربعون النوویة
څوارلسم حدیث
عن ابن مسعود -رضي الله تعالى عنه- قال: قال رسول الله -صلى الله عليه وآله وسلم-: «لا يحل دم امرئ مسلم إلا بإحدى ثلاث: الثيب الزاني، والنفس بالنفس، والتارك لدينه المفارق للجماعة».
رواه البخاري ومسلم.
ژباړه:
له ابن مسعود -رضي الله عنه- څخه روایت دی: هغه ویلي: رسول الله -صلی الله علیه وسلم- فرمایلي: د مسلمان سړي وژل نه روا کېږي مګر په یو دې دریو سره: واده شوي چې زنا کوي، او نفس په نفس (یعني: قصاص)، او پرېښودونکی د خپل دین (اسلام)، بېلېدونکی له ټولۍ د مسلمانانو څخه (یعني: یو ډول مرتد).
صحیح البخاري: (د حدیث ګڼه: ۶۸۷۸)، صحیح مسلم: (د حدیث ګڼه: ۱۶۷۶).
Islamic Fiqh
04/04/2023
الأربعون النوویة
دیارلسم حدیث
عن أبي حمزة أنس بن مالك -رضي الله تعالى عنه- خادم رسول الله -صلى الله عليه وآله وسلم-، عن النبي -صلى الله عليه وآله وسلم- قال: «لا يؤمن أحدكم حتى يحب لأخيه ما يحب لنفسه».
رواه البخاري ومسلم.
ژباړه:
د رسول الله -صلی الله علیه وسلم- له خادم/چوپړوال ابو حمزة انس بن مالک -رضي الله عنه- څخه روایت دی، رسول الله -صلی الله علیه وسلم- ویلي: په تاسو کې د یو تن ایمان نه پوره کېږي تر څو خپل ورور (مؤمن) ته هغه څه خوښ نه کړي کوم څه چې ځان ته خوښوي.
صحیح البخاري: (د حدیث ګڼه: ۱۳)، صحیح مسلم: (د حدیث ګڼه: ۴۵).
Islamic Fiqh
04/04/2023
الأربعون النوویة
دوولسم حدیث
عن أبي هريرة -رضي الله تعالى عنه- قال: قال رسول الله -صلى الله عليه وآله وسلم-: «من حسن إسلام المرء تركه ما لا يعنيه».
حديث حسن، رواه الترمذي وغيره وهكذا.
ژباړه:
له ابو هریرة -رضي الله عنه- څخه روایت دی، هغه ویلي: رسول الله -صلی الله علیه وسلم- فرمایلي: د سړي له ښایسته او رښتني اسلام څخه پرېښودل د هغه څه دي چې تړاو ورسره نلري، او ګټه نه ور په برخه کوي.
دا حدیث حسن دی، امام ترمذي او نورو روایت کړی، سنن الترمذي: (د حدیث ګڼه: ۲۳۱۷).
Islamic Fiqh