هېواد مل

هېواد مل

Share

یوازې یوه وړه تیروتنه وڪړه،
دټول ښار احمقان په قطار ولاړ دي، چې نصیحت درته وڪړي. S+A

15/06/2025

_Cricket, cars, and cold Monster. That’s how I roll. # Add to the caption
هېواد مل

12/06/2025

Sher Zaman Alam

30/05/2024

اهل ذوقو ته بیتونه

د لمبو سرور کې ناست یم، تنګه شوې په ما ځمکه
اوښکه اوښکه راتویېږم، زه د خپل احساس له ټکه

ژوند خو مور نه ده سړیه، چې له غېږې دې چاپېر کړي
خو د زهرو جام دی خانده، ورته ناڅې به هلکه

کایناتو نه دې جار شم له خدایۍ نه دې قربان شم
په دې دومره لوی جهان کې، زنده ګي ده له ما ورکه

ګاونډیه خفه نه شې، زه مې خپله حِصه غواړم
وخت به راشي درنه اخلم، خپله ځمکه تر اټکه

دا په کوم جنجال اخته شوې، څه مغرور حُسن دې ولید
پکې اور څڅوې زړه دې، خوله دې وړه له خندا ډکه

زه نور څومره د اخلاص لمن راډکه کړم خالقه؟
چې په سر مې ګرځولي، اوس هغوی کړي له ما کرکه

رابطې څه دي سدیسه؟خو اغزن تار کې مزل دی
باورونو معیار کم دی، له هر چا یم ستړی ځکه

04/01/2024

‏پوهیږئ!🤔
د انسان هیلې ڪله ماتیږي,
ڪله چې په نا اهلو باور وڪړي.😞

01/12/2023

د قران کریم څو لنډ نصیختونه

1: د خبرو په جریان کې بې ادبي مه کوئ
2: خپله غوسه کنټرول کړئ
3: له نورو سره ښه کوه.
4: مغروره کیږه مه'
5 :د نورو تېروتنې وبښه
6: له خلکو/ملګرو سره په کراره خبرې کوه.
7: خپل غږ ټیټ وساتئ
8: په نورو ملنډې مه وهئ.
9: د مور او پلار خدمت وکړئ.
10:د مور او پلار د سپکاوي یوه خبره هم خوله مه اخلئ.
11 :د مور او پلار له اجازې پرته د هغوی کوټې ته مه ننوځئ.
12 :حساب پاک اوسي .
13: په پټو سترګو د چا پیروي مه کوه.
14: که پوروړي څخه پوري په اسانه اخلئ نو سخت کار وکړه، نو د ادا کولو لپاره یې زیات وخت نه لګوه له خپلي ټاکلي نیټي مخکې یې ورکړئ.
15 :سود مه خورئ'
16: رشوت مه اخلئ.
17: وعده خلافي مه کوه
18: په نورو باور وکړئ.
19: دروغ له رښتیا سره مه ګډوه.
20 :د دوو کسانو تر منځ عدالت قائم کړئ.
21: د عدالت لپاره په کلکه ودریږئ.
22: د کورنۍ په ټولو غړو د مړو مالونه تقسیم کړئ.
23: ښځې په میراث کې هم شریکې دي.
24:د يتيمانو په مالونو قبضه مه کوئ.
25: د يتيمانو ساتنه وکړئ.
26: د بل چا مال بې ځایه مه مصرفوه.
27: د دوو کسانو تر منځ سوله وکړئ.
28 :له شک څخه ځان وساتئ.
29 :غیبت مه کوه.
30 : جاسوس مه جوړېږه'
31 : صدقه وکړئ.
32 :مسکینانو ته خواړه ورکړئ.
33 :د اړمندو سره کومک/مال په پیدا کولو کې مرسته وکړئ.
34 :اوبه مه ضایع کوئ
35: په خیراتونو یې مه ګټئ.
36: د میلمنو عزت وکړئ.
37 :اول خپله نیک عمل وکړه بیا نورو ته درس ورکړه.
38 :په ځمکه کې شر مه خپروئ.
39: جوماتونو ته د کسانو د ورتګ مخه مه نیسئ.
40: یوازې له هغه چا سره جنګ کوه چې له تا سره جنګیږي.
41: په جنګ کې د جنګ آدابو ته پاملرنه وکړئ.
42: د جګړې په وخت کې شا مه اړوه.
43 : په دین کې سختوالی نشته
44 :په ټولو پیغمبرانو ایمان راوړئ.
45: د حیض په ورځو کې ج**ع مه کوئ.
46 :ماشومانو ته د مور شیدې د دوو کلونو لپاره ورکړئ.
47 :د جنسي بداخلاقي څخه ډډه وکړئ.
48: حکمرانان په لیاقت وټاکئ.
49 :په چا د هغه له وسه زیات بار مه اچوه.
50 : د منافقت څخه ځان وساتئ.

01/12/2023
06/10/2023

ژوند د رنګونو يو رنګين غوندې کتاب دی وخت يې پاڼې شماري ۔
د ژوند په دښته يو ګډ شوی ليونی دی ځان ته کاڼي شماري۔

28/09/2023

وجدان یوازې د پاک وجدان خاوندان ځوروي.

#نیچه

28/06/2023

.

زما اختريز البوم تاسو سره شريکوم.,

Want your school to be the top-listed School/college in Kabul?

Click here to claim your Sponsored Listing.

Location

Category

Telephone

Address


Kabul