27/03/2026
📢 رسمي اطلاعيه د درسي بهیر د پيل په اړه
قدرمنو استادانو، اداري کارکوونکو او ګرانو زدهکوونکو!
په ډېر درناوي سره اطلاع درکول کېږي چې د ۱۴۰۵ هـ ش کال د حمل میاشتې په 6 نېټه د پوهني وزارت د مسؤلینو له لوري د نوي تعلیمي کال زنګ ووهل شو.
له همدې امله، ټولو محترمو استادانو، اداري کارکوونکو او زدهکوونکو ته خبر ورکول کېږي چې د ۱۴۰۵/۱/8 نېټه، د شنبې ورځ، سهار په ۸:۰۰ بجو مکتب ته حاضر شي او خپل درسي بهیر په منظم ډول پيل کړي.
هیله ده ټول اړوند کسان پر ټاکلي وخت خپلې مقدسې دندې ته حاضر شي.
په درناوي
د مکتب اداره