23/08/2024
د ریل ګاډي د سفر پر وخت یو لس کلن ماشوم په ناڅاپي توګه چېغې کړې«پلاره! ونو ته وګوره، هلته وګوره؛ شاته روانې دي…» پلار یې د زوی په دې خبرو مسکی شو. د هو! زویه، هو! یې ورته وویل او په سر یې لاس ورتېر کړ. نورو ناستو خلکو هم د مهربانۍ په دود ماشوم ته ولیدل. هلک بیا چېغې کړې«پلاره! اسمان ته وګوره، وریځې هغسې منډې وهي. ډیرې په چټکۍ…» پلار یې بیا وخندل. ویې ویل«هو زویه!». په سفر روان د ناستو خلکو له منځه یې یو راپورته شو. د ماشوم پلار ته یې په ترخه ژبه وویل:«زوی دې رواني ناروغ دی. هغه کوم ډاکتر ته بوځه چې په داسې چېغو نورو ته مزاحمت نه کوي». د هلک پلار په ډیر عاجزانه توګه وویل:«وروره! مونږ همدا اوس له روغتون راغلو. زوی مې له پیدا کېدو وروسته د سترګو ستوتزه لرله او نظر یې سم نه و. نن یې لومړنۍ ورځ ده چې سترګو یې د لیدلو ځواک پیدا کړی، او نظر یې سم شوی. هغه خوشاله دی او هېڅ نه پوهیږي». هدف دا چې هر څوک د ژوند یو داستان لري. وړاندې له دې چې د یو چا په اړه بشپړه معلومات ونه لرئ، په اړه یې ژر قضاوت مه کوئ؛ شاید د هغوی ژوند تر شاه داسې کیسه پرته وي چې په اورېدو یې حیران شئ.
ژباړه: