کانکور له ډاکټر عبدالله عباس سره

کانکور له ډاکټر عبدالله عباس سره *"له زده کړې تر بریا، هر ګام کې درسره یو!"*

25/08/2026

آیا دا یو انقلاب نه دی چې ديو ښوونیز مر کز دلمړۍ دورې دکانکور ګډونوال ۹۸٪ بریالی او ۱۳ تنو پکې له ۳۰۰ پورته نمرې ترلاسه کړې وي؟
نظرمو څرنګې دی؟

دا اونۍ ستوري!
24/08/2026

دا اونۍ ستوري!

22/08/2026

دعالي ریاضي ټولګی سبا پېلېږي.
هغه زده کوونکي چې دولسم ټولګي کې دي یا هم غواړي دکانکور لپاره لیمیټ مشتق او انتیګرال زده کړي نو دله ټولګی له لاسه مه ورکوئ.
وخت: ۴:۳۰-۶بجو

20/08/2026

درېیم ظرفیت:
اول: د عمومي طب پوهنځی په اړه
په درېیم ظرفیت کې د طب لپاره عمومي اتیا(80) سېټونه اعلان شوي دي. خوست شېخ زاید دېرش، ننګرهار او پکتیا هر یو شل، شل او کندز پوهنتون لس جذب اعلان کړی دی.
نو هغه شمېر زده کوونکي چې په تېر عمومي کانکور کې په لوړو نمرو بې پایلې شوي دي؛ له دې فرصت دې ګټه واخلي. تر ۳۲۸ نمرو پورته زده کوونکي سل سلنه چانس لري. ممکن ۳۲۸ نمرو ولا هم ځینې پکې راشي. د ۳۲۸ او ۳۲۷ نمرو زده کوونکي دې یې هم انتخاب کړي، خو ددې لپاره چې بیا بې نتیجې نهٔ شي، ځینې نورې پوهنځی لکه سېول، کابل فارمسي او کمپیوترساینس دې هم انتخاب کړي.
*هڅه وکړئ لومړی د هغه پوهنتون د طب رشته انتخاب کړئ چې د تاسو په ولایت کې یا هم درنېږدي وي.د بیلګې په توګه یو زده کوونکی د خوست چې ۳۳۰ نمرې یې اخیستې او واجد شرایط دی، لومړۍ خوست بیا پکتیا بیا نور انتخاب کړي. د ختیځو ولایتونو زده کوونکي دې لومړۍ د ننګرهار عمومي طب بیا دویم دریم انتخاب کې خوست، پکتیا، کندز وکړي.
#فارمسي: د طبي رشتو له جملې یوازې د کابل فارمسي اعلان شوې چې لس کسان ورته د درېیم ظرفیت له لارې جذبېږي.
د ۳۲۷ یا لدې ښکته نمرو اخېستونکو لپاره یو ښه چانس دی او ډېره مهمه رشته ده. د نسبتاً لوړو نمرو لرونکي یو شمېر زده کوونکي دغې پوهنځی ته لار موندلی شي.
نورو پوهنځیو په اړه بله لیکنه…

سلامونه نیکې هیلې احترامات پدې هیله چې ټول به روغ او جوړ یاست. داچې د ډیورنډ کرښه یوه فرضي کرښه ده او دملتونو په زړه تیر...
19/08/2026

سلامونه نیکې هیلې احترامات پدې هیله چې ټول به روغ او جوړ یاست. داچې د ډیورنډ کرښه یوه فرضي کرښه ده او دملتونو په زړه تیره شوی او دافغان ملت یی په دوه ټوټو ویشلی دا ټول منو مګر له ماسره پوښتنه داده چې ولې په حکومتي او خصوصي دفاترو کې دافغانستان دا لمړنۍ نقشه استعمالېږي ولې دا دوهمه نقشه چې د ډیورنډ کرغیړنه کرښه پکې نشته نه استعمالوو دا ماسره واقعاً پوښتنه ده ځکه په تیرو ۱۳۲ کلونو کې مختلف حکومتونه راغلي طبعاً ډیر پوه او رسیدلي خلک پکې تیر شوي مګر بیا هم یا خو یی دې نقطې ته پام ندې شوی او یا هم زه په غلطه یم کوم دلیل پکې حتماً شته. که څوک معلومات لري راسره یی شریک کړئ.

انګیزه دهر کار د ترسره کولو لپاره انرژي درکوي نو همیش انګیزه ولرۍاو مثبت فکر وکړۍ.دا به د جلال آباد کوم ځای وي؟
18/08/2026

انګیزه دهر کار د ترسره کولو لپاره انرژي درکوي نو همیش انګیزه ولرۍاو مثبت فکر وکړۍ.
دا به د جلال آباد کوم ځای وي؟

د VIP ټولګي د تېرې اونۍ ستوري!
17/08/2026

د VIP ټولګي د تېرې اونۍ ستوري!

الحمدلله  دکانکور آماده ګۍ  دټولګيو دترمیم چارې مو پېل کړي. چې په دې لړ کې مو دکانکور دټولګیو تختې دوباره ترمیم او نوې ک...
14/08/2026

الحمدلله دکانکور آماده ګۍ دټولګيو دترمیم چارې مو پېل کړي. چې په دې لړ کې مو دکانکور دټولګیو تختې دوباره ترمیم او نوې کړې. له ټولو قدرمنو ملګرو څخه نړۍ مننه چې پدې برخه کې یی په پوره اخلاص همکاري کړی.

سلامونه نیکې هیلې احترامات.باشهامته هیوادوالو پدې هیله چې روغ او جوړ به اوسۍ. له تاسې ټولو هیله لرم چې دا پوست شیر کړۍ ت...
12/08/2026

سلامونه نیکې هیلې احترامات.
باشهامته هیوادوالو پدې هیله چې روغ او جوړ به اوسۍ. له تاسې ټولو هیله لرم چې دا پوست شیر کړۍ ترڅو د خصوصي ښوونځیو مالیکینو ته ورسېږي.د خصوصي لیسو او ښووونځیو له ټولو مالکینو هیله لرم چې د ځوانانو له مجبورۍ دې استفاده نه کوي او داحساساتو سره دې لوبې نه کوي دغه ځوان چې تاسې یی له احساستو سره لوبې کوئ دا دیو کورنۍ امید دی دیوې کورنۍ یواځینۍ هیله ده نو لطفاً له مجبوریته یی ګټه مه اخلۍ تاسې به ګورۍ چې نن سبا خصوصي لېسې دکارموندنې خبرتیاوې نشروي او دمختلفو مضامینو استادان په دنده ګماري او یو عالم شرطونه یی د دندې لپاره اعلان کړي وي مګر متأسفانه چې معاش به یی له 4000-8000 څخه زیات نه وي . دا ډیر دافسوس ځای دی چې یو ځوان 16 کاله تعلیم او تحصیل وکړي لسانس شي یو عالم امیدونه لري دراتلونکي د جوړلو لپاره یو عالم فکرونه لري مګر متأسفانه د ځینو خصوصي مکاتبو بی رحمه مالکین یی له مجبوریته اعظمي استفاده کوي. دالله خاطر وکړۍ دا ځوان مجبور دی ځکه تاسې ته یی مراجعه کړی خیر دی یو5 روپۍ کمې وګټۍ تاسې هم د دې هیواد خلک یاست خه دخلکو په درد پوهېږئ. دا خو لا پرېږده چې معاش یی کم وي بیا د استاد بی چاره پیسی په یو نوم په بل نوم تری ګرځوي او حتی خپله حق الزحمه یی هم پوره نه ورکوي. هله چې دا دسنبلې میاشت ده هله چې دا دامتحانونو میاشت ده هله دا هله آغه له مجبور ځوان نه خپل شرعي حق ګرځوي او دغه ځوان هم دمجبوریته څه نشي ویلای.
دا حقایق مې د څو استادانو له خولې اوریدلي.
اخري خبره لطفاً دخپلو ځوانانو لاس نیوی وکړۍ عزت نفس یی مه وژنۍ تشویق یی کړئ.
اوس به وګورۍ ډیر به دفیک آیډیانو څخه مختلف کمنټونه وکړي هغه څوک به منفي کمنټونه کوي چې د دې مافیا سرلارې دي.
نوټ:لیکنه داصلاح لپاره ده دتخریب لپاره نه ده.

Address

Daramsal Road
Jalalabad

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when کانکور له ډاکټر عبدالله عباس سره posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Shortcuts

Share

Category