Yaraan Consultancy

Yaraan Consultancy Training & Development
We are here to Train you and to Developed you

دا ډیر مهم کتاب دی. پدې ویډیو کې پرې لنډ بحث شوی یو ځل یې وګورئ.
19/09/2025

دا ډیر مهم کتاب دی. پدې ویډیو کې پرې لنډ بحث شوی یو ځل یې وګورئ.

Maulana khanZeb | Book Shtamana Pakhtunkhwa | rich mineral resources | Pakhtunkhwa | Shtamana Pakhtunkhwa Molana Khanzeb kitabPashtun politician Maulana khan...

دوستانو او اشنایانو سره مخامخ کیدا پرمهال سلام او د حال او احوال پوښتنه لازمي ده؛ خو کله چې مو مقابل لوری د رسمیاتو او ن...
15/06/2022

دوستانو او اشنایانو سره مخامخ کیدا پرمهال سلام او د حال او احوال پوښتنه لازمي ده؛ خو کله چې مو مقابل لوری د رسمیاتو او نورو کارونو اجرا لپاره بیړه لري، اړینه نه ده، چې د لارې په سر په کلک روغبړ او اوږدو پوښتنو یې ځنډ کړئ.
لړۍ: فرهنګ ساتنه او جوړونه _ 10))

د ښار واټونو او د استوګنې د کورونو پر لارو کوڅو ولاړ او تیریدونکي لاسي پلورونکي او هټۍ وال د لوډسپیکرونو پر مټ د خلکو خب...
09/06/2022

د ښار واټونو او د استوګنې د کورونو پر لارو کوڅو ولاړ او تیریدونکي لاسي پلورونکي او هټۍ وال د لوډسپیکرونو پر مټ د خلکو خبرولو په موخه په لوړو اوازونو غږیزه ککړتیا جوړوي.
د پلورونکو په توګه یاد ولرې، چې سهار وختې، غرمه مهال او د ماښام په تیاره کې ستاسو دا ډول کړنې خلکو ته ذهني ناارامي رامنځته کوي او په ځانګړې توګه د کوچنیو ماشومانو د بې خوبۍ لامل کیږي.
لړۍ: فرهنګ ساتنه او جوړونه _ (9)

د انساني روغتیا ساتنې لپاره په کورونو کې د بې کاره او اضافه موادو ټولولو لپاره خځلدانۍ ولرئ او د خځلدانۍ سر باید بند وسا...
08/06/2022

د انساني روغتیا ساتنې لپاره په کورونو کې د بې کاره او اضافه موادو ټولولو لپاره خځلدانۍ ولرئ او د خځلدانۍ سر باید بند وساتئ.
د کور د خځلدانۍ کثافات په ماشومانو مه انتقالوي؛ بلکې پخپله یې ټاکلو وختونو کې له کوره بهر په هغو لویو کتافت دانیو کې وغورځوئ، چې کتافات یې ښاروالۍ انتقالوي.
لړۍ: فرهنګ ساتنه او جوړونه _لړۍ (8)

په بار وړونکو موټرو کې له اندازې ډیر توکي مه باروئ، چې د درانه وزن له کبله یې سړکونه زیانمن کیږي؛ په ځانګړې توګه د ساختم...
07/06/2022

په بار وړونکو موټرو کې له اندازې ډیر توکي مه باروئ، چې د درانه وزن له کبله یې سړکونه زیانمن کیږي؛ په ځانګړې توګه د ساختماني موادو، جغل، خښتو او تیږو انتقال پر وخت ډیر احتیاط وکړئ؛ ځکه له موټر څخه پر سړک غورځیدونکې کوچنۍ تیږه هم د سړک د خرابیدو سربیره د ترافیکو پیښو لامل کیدلای شي.
لړۍ: فرهنګ ساتنه او جوړونه _لړۍ (7)

د ټیلفوني مکالمې تر پیل د مخه له ځان سره فکر وکړئ!؟ ایا ستاسو  مقابل شخص به ځواب درکولو لپاره وخت ولري؟ ښه ده، چې دندې ا...
06/06/2022

د ټیلفوني مکالمې تر پیل د مخه له ځان سره فکر وکړئ!؟
ایا ستاسو مقابل شخص به ځواب درکولو لپاره وخت ولري؟ ښه ده، چې دندې او کار ته په کتو یې وخت او شرایط په پام کې ونیسي؛ داسې وخت د مکالمې د پیل ټنۍ ته فشار مه ورکوئ، چې وخت د لمانځه یا خوب وي، د رسمي او نا رسمي اړیکو د وخت تفکیک ډیر اړین دی.
لړۍ: فرهنګ ساتنه او جوړونه _لړۍ (6)

د اوبو په کارولو کې احتیاط وکړئ هغسې، چې اسراف ونه شي او اوبه له اړتیا پرته ضایع نه شي؛ ځکه؛څیړنو ښودلې، چې د اوبو په اس...
05/06/2022

د اوبو په کارولو کې احتیاط وکړئ هغسې، چې اسراف ونه شي او اوبه له اړتیا پرته ضایع نه شي؛ ځکه؛څیړنو ښودلې، چې د اوبو په استفاده کې د بشر ناپامۍ په اساس د ځمکې د سطحې اوبه کمې شوي، چې له کبله د نړۍ په ډیر سیمو کې اوبو ته لاسرسی محدود شوی.
لړۍ: فرهنګ ساتنه او جوړونه _لړۍ (5)

د هغو توکو او وسایلو د قیمت پوښتنه مه کوئ،چې د ډالۍ په توګه یې له نورو څخه ترلاسه کوئ؛ بلکې په ډیرې مهربانۍ سره له مقابل...
04/06/2022

د هغو توکو او وسایلو د قیمت پوښتنه مه کوئ،چې د ډالۍ په توګه یې له نورو څخه ترلاسه کوئ؛ بلکې په ډیرې مهربانۍ سره له مقابل لورې څخه مننه وکړئ؛ که څه هم د ډالۍ په توګه ترلاسه کوونکی څیز د کم قیمت لروونکی وي. (برګ سبز تحفه يی درویش)
لړۍ: فرهنګ ساتنه او جوړونه _لړۍ (4)

د میلمه په توګه د خلکو په شخصي او شخصیتي سلیقو، د کور د توکو په ډیزاین، د دفتر د میز، څوکۍ ، المارۍ او نورو په ترتیب، په...
02/06/2022

د میلمه په توګه د خلکو په شخصي او شخصیتي سلیقو، د کور د توکو په ډیزاین، د دفتر د میز، څوکۍ ، المارۍ او نورو په ترتیب، په ځانګړې توګه د جامو په رنګ او څرنګوالي خبرې مه کوي، یوازې په هغه حالت کې،چې وپوښتل شوې احترامانه نظر وړاندې کړې.
لړۍ: فرهنګ ساتنه او جوړونه _لړۍ (3)

په رسمي او نا رسمي مجالسو کې د نورو کسانو مخ ته له ودریدو، ناستې او ښکته پورته کیدا څخه ډډه وکړې؛ ځکه دا ډول کړنې مزاحمت...
01/06/2022

په رسمي او نا رسمي مجالسو کې د نورو کسانو مخ ته له ودریدو، ناستې او ښکته پورته کیدا څخه ډډه وکړې؛ ځکه دا ډول کړنې مزاحمت رامنځته کوي، چې پر موقف او شخصیت مو ناسمې اغیزې کوي. همدارنګه پر لاره تګ پر وخت هم نورو سره دومره مه نژدې کیږي، چې پښې مو سره وجنګیږي او یا مو لاسونه او اوږې پر یو بل ولګیږي.
فرهنګ ساتنه او جوړونه _لړۍ (2)

خپل کور ته د تلو یا د میلمه په توګه د نورو کورونو ته ورتلو پر مهال په دروازه کې له نصب شوي زنګ څخه استفاده وکړئ؛ که زنګ ...
31/05/2022

خپل کور ته د تلو یا د میلمه په توګه د نورو کورونو ته ورتلو پر مهال په دروازه کې له نصب شوي زنګ څخه استفاده وکړئ؛ که زنګ خراب یا نه و، دروازه په ډیر مودبانه توګه ټک ـ ټک کړئ؛ نه په داسې تیز او لوړ فشار سره ، چې له کبله یې کوربانه او آن کاونډیان وارخطا او نا ارامه شئ.
لړۍ_ فرهنګ ساتنه او جوړونه (1)
(یاران مشورتي او روزنیز مرکز غواړي، چې د افغاني فرهنګ د مثبتو ابعادو د ساتنې او لا بډاینې لپاره د عامه پوهاوي او یادونې ددې لړۍ له لارې د ژوند او روزګار بیلا بیلو ورځنیو مسایلو په اړه تاسو ښاغلو او اغلو ته پیغام رسوونه وکړئ.)

Address

Jalalabad

Opening Hours

Monday 08:00 - 17:00
Tuesday 08:00 - 17:00
Wednesday 08:00 - 17:00
Thursday 08:00 - 17:00

Telephone

+93766371191

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Yaraan Consultancy posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Contact The School

Send a message to Yaraan Consultancy:

Shortcuts

Share