27/01/2024
د نړۍ بېلابېلو سکالرشيپونو ته چې تاسو کله اپلای کوئ نو ډېری وخت د دوکتورا او کله کله د ماسټري پروګرام لپاره هم د ريسرچ پروپوزل غوښتنه کېږي چې بايد د اپليکيشن سره يې يو ځای ورته سبمېټ کړئ.
تازه د ترکيې ۵ زره سکالرشيپونه اعلان شوي دي چې د ماسټري او دوکتورا لپاره يې د ريسرچ پروپوزل يا سټډي پروپوزل غوښتنه کړې ده، او ستاسو په انتخاب کې به دا ډېر مهم رول لوبوي.
د ترکيې سکالرشيپونو د سټډي پلان Study Plan لپاره د دوی له لوري يو عمومي سټرکچر ورکړل شوی دی چې د دې په رڼا کې به تاسو خپل پروپوزل تياروئ.
د څېړنيز کار يا مطالعې عنوان يا Work Title:
دا عنوان بايد حد اکثر ۱۵ کلمې وي، تاسو به د خپل کار عنوان په لنډ، با مفهومه او واضح ډول وليکئ چې ستاسو د کار سره اړخ ولګوي، لکه د تيزېس يا علمي مقالې عنوان چې ټاکی.
د پوښتنې تحليل يا Analysis of the Problem:
دلته به خپل کار او څيړنيزه موضوع په لنډ او واضح ډول تشرېح او تحليل کړئ چې لږ تر لږه ۷۵ او حد اکثر ۳۰۰ کلمې وي.
د څېړنې ميتود يا Research Method:
په دې برخه کې د خپلې څېړنې او مطالعې تشرېح کوئ چې پورتنۍ موضوع په کوم ډول تر څېړنې يا تحقيق لاندې نيسئ د بېلګې په ډول انټرويو، سروې، تجربې، لابراتوار او نور چې حد اقل ۷۵ او حد اکثر به ۳۰۰ کلمې وي.
اړوندې علمي څانګې ته د دې ريسرچ ګټه يا Academic Contribution of the Study:
په دې برخه کې هم تاسو لږ تر لږه د ۷۵ کلمو او حد اکثر د ۳۰۰ کلمو په ليکلو سره د خپل کار د اهميت او دا چې اړوندې څانګې سره به د دې ريسرچ له نتايجو څه حرسته وشي وضاحت ورکوئ تو د خپل ريسرچ اهميت بيانوئ.
پخوانيو ليکنو ته کتنه يا Literature Review:
په دې برخه کې تاسو په لنډ ډول اړونده څانګه او موضوع کې د پخوانيو ليکنو او څيړنيز کار معلومات ورکوئ چې په دغه موضوع باندې تر کوم حده کار شوی دی او تاسو اړوند څيړنيز کارونه او ليکنې مطالعه کړې دي.
پايلې:
دلته هم په لنډ ډول ليکئ چې ستاسو د دې څيړنيز کار متوقعه پايلې به څه وي.
دا پورته خلاصه معلومات د ترکيې سکالرشيپونو په وېبپاڼه کې ورکړل شوي ؤ چې موږ يې خلاصه تاسو ته وژباړله.
که په ژباړه کې کوم کمی او زياتی وي، بخېنه غواړو.
پورته معلومات د Win Scholarship د ټيم له لوري تاسو ته ژباړل سوي او خلاصه شوي دي.
لاندې ليکنه چې د عمران اختر له بوري ليکل شوې ده او د ارزښت په وېبپاڼه کې خپره شوې ده د لا زياتو معلوماتو لپاره يې ستاسو سره شريکوو.
د څيړنې لپاره محصلین د خپلې لیکنې په اړوند لومړي د څیړنې موضوع انتخابوی او بیا د هماغې موضوع لپاره ریسرچ پروپوزل تیاروی تر څو څيړنه لا ښه ترسره شي، همدارنګه نه یوازي محصلین بلکې څيړونکې هم د خپلې څیړنې لپاره ریسرچ پروپوزل لیکې. د څیړنې پروپوزل د څيړنې پلان، کار، خلاصه، د موضوع شرحه او منسجم شکل بیانوي چې د محصلانو او څیړونکو لخوا وړاندې کیږي، یا د محصلینو او څيړونکو د څيړنې پروسه او د نظریاتو اراده ده تر څو د څیړنې موضوع او کارې پروسه څرګنده کړي.
اول- عنوان Title : کله چې محصل یا څیړونکي څیړنه کوي، یوه موضوع انتخابوی، د ریسرچ پروپوزل په دې برخه کې د څیړنې نوم لیکل کیږي. د څیړنې عنوان باید مشخص او فصیح، هدف سره رابط ولري، مختصر ډیر اوږد نه وي، او لوستونکي د ځان په لورې را جذب کړي.
دوهم- خلاصه Abstract : د پروپوزل په دې برخه کې د څیړنې موضوع په مختصر شکل روښانه کیږي، خلاصه په عموم کې د څیړنې ټول مفهوم افاده کوی، چې دا څيړنه په کومو موادو راڅرخي. خلاصه باید مختصره، او ټول 250 کلیمات ولري، په خلاصه کې د څیړنې ستونزه، اهداف، د څيړنې تیورې، د څیړنې میتود، پایله او اغیزې روښانه شي.
دریم- Keywords : په هره څیړنه کې اساسي موضوعات یا مهم نقاط چې د څیړنې موضوع تر ډيره پر همدې موضوعاتو راڅرخې مشخص کیږي، دا مهم نقاط د خلاصي په پیل او د خلاصي څخه وروسته هم لیکل کیږي، دا مهم نقاط لوستونکي مجبوروی تر څو ددې مهمو نقاطو په هکله ځان پوه کړي او ویې پلټې. Keywords باید د 6-8 کلیماتو پورې په نښه شي، او دا کلیمات باید د څیړنې په عنوان کې نه وي.
څلورم- پیژندنه Introduction : په دې برخه کې د څیړنې داخلې محتویات روښانه کیږي، کوم چې د فهرست په شکل ذکر شوی وی، لوستونکي ته باید دا روښانه شي چې دا څیړنه پر دې موضوعاتو بحث کوي، په پیژندنه کې د څیړنې موضوعات، د څیړنې ستونزي، د څيړونکې نظریات او په داخلې محتویاتو نظري بحث مختصر ډول کیږي.
پنځم- د څیړنې ستونزه Problem Statement : هره څیړنه له ستونزو خالې نه ده، بلکې همدا پیژندل مهمه خبره ده، په دې برخه کې د څیړنې ستونزي روښانه کیږي، چې همدا ستونزي په دوه نقطو کې روښانه کوم، Background په اصل کې ددې څیړنې سابقه څیړل کیږي، په دې کې نظرې شرحه ترسره شي، اپروچ يا نظریات د تعداد په شکل ولیکل شي، او تیره څيړنه او کارې پروسه باید یادونه او شامل کړای شي. په دې معنا چې هغه موضوعات چې پخوا ددې څيړنې په هکله ترسره شوی، روښانه شي. Propose the problem په دې ځای کې د څیړونکي لخوا هغه موضوعاتو یادونه کیږي په کومو پسې چې څیړونکې څيړنه کوي.
شپږم- د موضوع د اختیار لاملونه : هر څيړونکې یا محصل چې کله موضوع انتخابوی، هغه موضوع د خپل خاص اهمیت او لاملونو برخورداره وی، نو پدې برخه کې څيړونکي یا محصل د څیړنې د موضوع اهمیت او لاملونو په مواردو لیکنه کوي.
اووم- د څیړنې اهمیت Significance : هره څيړنه د خپل اهمیت څخه برخورداره ده، په دې برخه کې لوستونکو ته د څیړنې اهمیت وړاندې کیږي، د څیړنې اهمیت باید روښانه وي، اهمیت باید اساسي هدف وي، اهمیت او ارزښت باید نوی وي، د څیړنې مخاطب او څیړنه باید نوښت لرونکي وي، ترڅو لوستونکې ته جالبه وي.
اتم- د څیړنې اهداف Aims & Objectives : په دې برخه کې د څیړنې اهداف روښانه کیږي بلکې ښه هدف د څیړنې پروسه کامیابوي او هدف باید SMART وي، د څيړنې هدف د څیړنې ګټورتیا بیانوي. دوه ډوله اهداف روښانه کوو، Aims د څیړنې عمومي هدف بیانوی، چې دا هدف تر ډیره د څیړنې عمومي پوښتنو ته ځوابوونکي وي، هدف باید روښانه وي ، اخذکوونکي، پوهیدوونکې، تشویقوونکي او د څیړونکي په تصمیم ګیري کې مرسته وکړي. Objectives د څیړنې خاص او مشخص هدف بیانوی، دا هدف تر ډيره واضحه وي، عملیاتې پروسه لري، د څیړنې اساسي پوښتنې ځوابوي او په نتیجه کې د څيړنې پایله معلومیږي.
نهم- پخوانیو لیکنو ته کتنه Literature Review : د ګټورې څیړنې لپاره پکار دا ده چې پخوانیو لیکنو ته مراجعه وکړو، تر څو پوه شو چې پخوا پر کومو موضوعاتو څيړنه شوی او پر کومو نه ده شوی. پخوانۍ لیکنې باید څيړونکې ته موضوعات روښانه کړي او د څيړونکي پوهه او مهارت زیات کړي.
لسم- د څيړنې طریقه Research Methodology : په دې برخه کې د څیړنې د نوی موضوعاتو او موادو راټولولو طریفه روښانه کیږي، تر څو لوستونکې پوه شي چې په کومه طریقه یې دا څیړنه ترسره کړي ده، میتودالوژي مونږ ته د موادو راټولولو لاره ښايې او په پروپوزل کې دا مهم ده چې ذکر شي.
یوولسم- نتیجه Expected Result : څیړونکي د څیړنې په هکله ممکنه پایلې وړاندوینه کوي، دا موضوع په دوه نقاطو کې نوره هم روښانه کوم، Result په دې معنا چې څيړونکې د پخوانیو لیکنو له مخې ددې څيړنې پایلې وړاندوینه کوي، Outcomes په دې معنا چې د پخواینو لیکنو، اوسنۍ لیکنو او د څیړنې اهداف له مخې پایله څرګندوي.
دولسم- د موضوعاتو فهرست Outlines : په دې برخه کې د څيړنې ټول موضوعات او داخلې محتویات فصل وار شکل لیکل کیږي، کوم چې څيړونکې د څيړنې په جریان کې پرې کار کوي.
دیارلسم- د څيړنې پوښتنې Research Questions : د ریسرچ پروپوزل په دې برخه کې د څيړنې پوښتنې ځای پر ځای کیږي چې د څيړنې جذب، اهمیت، ګټورتوب او مبهم مسایل روښانه کوي، پوښتنې باید د څیړنې مبهم مسایل راڅرګند کړي، حد اقل پوښتنې له دریو څخه کمې نه وي، او پوښتنې باید لوستونکې متحرک او تشویق کړي.
څوارلسم- د څیړنې حدود Research Limitations : هره څیړنه حدود لري، مګر دا مهمه ده چې ددې حدودو ساحه راکمه کړای شي، په دې برخه کې د څيړنې حدود ذکر کیږي، څیړنه شاید زیات حدود ولری مګر پر هغه حدود باید بحث وشي کوم چې د څیړنې سره مستقیما رابطه ولري، دا هم مهمه ده چې د څیړنې پروسې نیمګړتیاوی ذکر شي. د څیړنې اهداف، د موادو راټولولو طریقه ، د نمونې اندازه او پخوانیو مطالعاتو کمبود د څیړنې حدود روښانه کوي.
پنځلسم- پایله Conclusion : پایله د څیړنې اهمیت او ارزښت تکراروي او د ټولې مطالعې لنډیز وړاندې کوي. دا برخه باید یوازې یو یا دوه پراګرافونه ولري ، په دې برخه کې ټینګار کیږي چې ولې د څیړنې ستونزه د تحقیق وړ ده ، ولې د څیړنې مطالعه ځانګړې ده ، او څنګه موجوده پوهې ته نوی مطالب وړاندې کوي، او څیړونکي بالاخره کومې نتیجې ته ورسیده؟
شپارلسم- منابع Bibliography : په دې برخه کې د څیړنې لپاره هغه منابع ذکر کیږي، له کومو منابعو څخه چې په دې څيړنه کې استفاده اخیستل کیږي. Reference یا اخذ لیک په ریسرچ پروپوزل په اخر کې مشخص کیږي چې عمومآ د Citation اصول په اساس لیکل کیږي.
یادونه: دا معلومات د WWin Scholarshipد ټیم له لوري راټول او برابر شوي دي.