13/07/2026
*نه د شپې د تهجدو لمونځ*
*نه د سهار لمونځ*
*نه د سهار اذکار*
*نه د ماښام اذکار*
*نه د قرآن ورځنی ورد*
*نه تسبيح*
*نه استغفار*
*نه دعا*
*نه صدقه*
*نه د الله ذکر*
*بيا شکايت کوې: ولې دا تنګوالی دی؟ ولې توفيق نه راکول کېږي؟*
*ځواب ډېر ساده دی: دا همدا طبيعي نتیجه ده.*
*الله رب العالمين وايي:*
`(وَمَنْ أَعْرَضَ عَنْ ذِكْرِي فَإِنَّ لَهُ مَعِيشَةً ضَنكاً)`
*﴿او څوک چې زما له ذکره مخ واړوي، نو د هغه لپاره تنګ ژوند دی﴾*
`رسول الله ﷺ فرمايلي:`
*«څوک چې آخرت خپله لويه موخه وګرځوي، الله يې شتمني په زړه کې واچوي، چارې يې سره راټولې کړي، او دنيا به ورته په زوره راغلې وي؛*
*او څوک چې دنيا خپله موخه وګرځوي، الله به يې فقر د سترګو مخې ته کښيږدي، چارې به يې تيتې پرکې کړي، او له دنيا به ورته يوازې هماغه څه ورسي چې ورته مقدر سوي وي.»*
*نو ياره ځوانه! بس الله د خپل ژوند محور او مهم هدف وګرځوه،*
*نو په خپله به ووينې چې څنګه تنګوالی په پراخوالی، ستړيا په ارامتيا، او محروميت په برکت بدلیږي، ان شاءالله...!*
©