15/11/2025
نن ورځ د کشاف خصوصي عالي لېسې د علمي او فکري پرمختګ په لړ کې، د دولسم ټولګي زدهکوونکو لپاره یو علمي او مسلکي سیمینار:
“Professional Growth: Essential Skills for Young Graduates’ Success.”
تر عنوان لاندې ورکړل شو
دغه الهام بښونکی او ګټور سیمینار د ښاغلي فرشید لطیفي صاحب له خوا وړاندې شو، چې د اداري اقتصاد په برخه کې د ماسترۍ تر کچې زده کړې کړي او له ډېرو کلونو راهیسې د بېلا بېلو سیمینارونو، ټریننګونو او ورکشاپونو په ترسره کولو کې ارزښتناکه تجربه لري
ښاغلی لطیفي صاحب دا مهال په سپین غر پوهنتون کې د تحقیق او څېړنې آمر دی او د علمي څېړنو، مسلکي مهارتونو، او د ځوانانو د ودې په برخه کې ژور علمي کارونه ترسره کوي
په دې سیمینار کې د زدهکوونکو د مسلکي ژوند د بریا لپاره اړین مهارتونه لکه اغېزمنه اړیکه، وخت مدیریت، رهبري، ټیم کار، او ځان پېژندنه په تفصیل سره تشریح شول ګډونوالو زدهکوونکو فعاله ونډه واخیسته پوښتنې یې مطرح کړې او له استاد لطیفي صاحب څخه یې ډېرې ګټورې مشورې ترلاسه کړې
د سیمینار په پای کې، د لېسې ادارې د ښاغلي لطیفي صاحب له علمي حضور او هڅو څخه مننه وکړه او د لېسې د مؤسس الحاج محمد نعیم کشاف صاحب لخوا ورته د قدر، زحمت او خدمت د ستاینې په توګه ستاینلیک ورکړل شو
دغه علمي فعالیت د زدهکوونکو د فکري، مسلکي او معنوي ودې لپاره یو مهم ګام و او د کشاف خصوصي عالي لېسې اداره ټینګار کوي چې دا ډول پروګرامونه به د زدهکوونکو د لا پرمختګ لپاره په دوامداره توګه تنظیمېږي، ان شاءالله