25/06/2026
Amir Ali Sher Navoyi University
امیر علي شیر نوایي پوهنتون
په لوړ کیفیت زدهکړو سره د ذهنونو د ځواکمنتیا او پرمختګ لپاره ژمن.
25/06/2026
24/06/2026
نشه يې توکي د ټولنې بدمرغي ده ، راځئ په وړاندې غږ پورته کړو.
24/06/2026
لېسانس په ښوونه او روزنه کې؛ د روښانه راتلونکي پر لور یو مهم ګام!
امیر علي شیر نوایي پوهنتون د ۱۴۰۵ هـ.ش کال د خزاني سمستر لپاره د کانکور ازموینې له لارې د ښوونې او روزنې پوهنځي لپاره د نوو محصلینو د جذب خبر ورکوي.
که تاسو غواړئ د ښوونې او روزنې په برخه کې معیاري، عصري او د ټولنې له اړتیاوو سره سمې زده کړې ترلاسه کړئ او د راتلونکي نسل د روزنې په ډګر کې اغېزمن رول ولوبوئ، نو د ښوونې او روزنې پوهنځی ستاسو لپاره غوره انتخاب دی.
په دې پوهنځي کې د تجربه لرونکو او مسلکي علمي کادر غړو له لوري تدریس د معیاري او نويو تدریسي مېتودونو پر بنسټ ترسره کېږي، ترڅو محصلین له علمي، مسلکي او عملي پلوه پیاوړي وروزل شي او د تدریس په برخه کې لازم مهارتونه ترلاسه کړي.
سربېره پر درسي پروګرامونو، د محصلینو د ظرفیت لوړونې په موخه بېلابېل علمي سمینارونه، ورکشاپونه، علمي فعالیتونه او عملي روزنیز پروګرامونه هم په دوامداره توګه تنظیمېږي، ترڅو فارغان د هېواد د ښوونیز نظام د پرمختګ لپاره اغېزمن خدمتونه ترسره کړي.
د نوملېکنې وخت:
له جمعې ورځې پرته هره ورځ، د سهار له ۷:۰۰ بجو څخه د ماښام تر ۷:۰۰ بجو پورې.
د اړیکې شمېرې:
۰۷۹۹۷۶۷۲۳۰
۰۷۷۰۰۰۱۲۴۰
پته:
جلالآباد ښار، د ننګرهار امنیه قومندانۍ لوېدیځ لور.
د نشراتو آمریت
امیر علي شیر نوایي پوهنتون
23/06/2026
د جوزا میاشتې نوبتي علمي شورا جوړه شوه!
۱۴۰۵/۳/۳۱ هـ.ش | ۱۴۴۸/۱/۵ هـ.ق
د امیر علي شیر نوایي پوهنتون د جوزا میاشتې نوبتي علمي شورا د پوهنتون د رئیس، دوکتور عبدالوحد میاحیل، په مشرۍ او د علمي شورا د غړو په ګډون ترسره شوه. غونډه د قرآن کریم د مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شوه.
د غونډې په پیل کې د پوهنتون رئیس د علمي او اداري فعالیتونو د لا اغېزمنتیا، د تدریس د کیفیت د لوړولو، د څېړنیزو چارو د پیاوړتیا او د علمي معیارونو د ساتنې په اړه خبرې وکړې. نوموړي ټینګار وکړ چې د علمي شورا پرېکړې باید په ټاکلي وخت عملي شي، ترڅو د پوهنتون د علمي پرمختګ او کیفیت د لوړوالي زمینه نوره هم پیاوړې شي.
وروسته د علمي چارو مرستیال، پوهنیار محمد ابراهیم سکندري، د تېرې علمي شورا د پرېکړو د عملي کېدو راپور وړاندې کړ او د ترسره شویو فعالیتونو په اړه یې معلومات شریک کړل.
ورپسې د غونډې د اجنډا له مخې په مهمو موضوعاتو باندی د هر اړخیز بحث څخه وروسته لازمي پريکړي ترسره شوی.
غونډه د خیر په دعا سره پای ته ورسېده.
د نشراتو آمریت
امیر علي شیر نوایي پوهنتون
23/06/2026
. د قانون ژبه وایې: نشه جرم دی، نه افتخار
22/06/2026
لېسانس په اقتصاد کې؛ د روښانه راتلونکي پر لور یو مهم ګام!
امیر علي شیر نوایي پوهنتون د ۱۴۰۵ هـ ش کال د خزاني سمستر لپاره د کانکور ازموینې له لارې د اقتصاد پوهنځي لپاره د نوو محصلینو د جذب خبر ورکوي.
که تاسو غواړئ د اقتصاد، مالي او تجارت او حسابدارۍ په برخو کې معیاري، عصري او د کار بازار له اړتیاوو سره سمې زده کړې ترلاسه کړئ، نو د اقتصاد پوهنځی ستاسو لپاره غوره انتخاب دی.
په دې پوهنځي کې د تجربه لرونکو او مسلکي علمي کادر غړو له لورې تدریس د معیاري او نوېو تدریسي مېتودونو پر بنسټ په پښتو او انګلیسي ژبو ترسره کېږي، څو محصلین له علمي، عملي او مسلکي پلوه پیاوړي وروزل شي.
سربېره پر درسي پروګرامونو، د محصلینو د ظرفیت لوړونې په موخه بېلابېل علمي سمینارونه، ورکشاپونه، علمي سفرونه او عملي مسلکي فعالیتونه هم په دوامداره توګه تنظیمېږي، ترڅو فارغان د کار بازار له اړتیاوو سره سم چمتو شي.
د نوملېکنې وخت:
له جمعې ورځې پرته هره ورځ د سهار له ۷:۰۰ بجو څخه د ماښام تر ۷:۰۰ بجو پورې.
د اړیکې شمېرې:
۰۷۹۹۷۶۷۲۳۰
۰۷۷۰۰۰۱۲۴۰
پته:
جلالآباد ښار، د ننګرهار امنیه قومندانۍ لوېدیځ لورې.
د نشراتو آمریت
امیر علي شیر نوایي پوهنتون
Click here to claim your Sponsored Listing.
Location
Category
Website
Address
جلال اباد ښار، ننگرهار/افغانستان
Jalalabad