روښان پوهنتون خپلو محصلینو او علمي کادرونو ته د غوره علمي او اداري اسانتیاوو د برابرولو په موخه مجهزه او عصري د جلسو خونه لري، ترڅو بېلابېلې علمي، اداري او اکاډمیکې ناستې په منظم او مناسب چاپېریال کې ترسره شي.
په دې خونه کې د استادانو، محصلینو او اداري کارکوونکو لپاره د غونډو، علمي بحثونو او همغږۍ مناسب امکانات برابر شوي، څو علمي او مسلکي فعالیتونه په اغېزمن ډول پر مخ ولاړ شي.
روښان پوهنتون هڅه کوي چې د معیاري زده کړو ترڅنګ، عصري تعلیمي او اداري اسانتیاوو ته هم ځانګړې پاملرنه وکړي.
د ۱۴۰۵ هـ.ش کال خزاني سمستر لپاره په معالجوي طب، ستوماتولوژي، فارمسي، اقتصاد او حقوق او سیاسي علوم پوهنځیو کې نوم لیکنه روانه ده.
نوم لیکنه: له جمعې پرته هره ورځ د سهار له ۷ بجو څخه د ماښام تر ۷ بجو پورې جریان لري.
د اړیکې شمېرې: 0780645778
پته: کابل ـ جلالاباد عمومي سړک، د عامې روغتیا روغتون مسجد ته مخامخ.
درنښت
نشراتو آمریت
Rokhan Institute of Higher Education روښان د لوړو زده کړو مؤسسه
Rokhan University offers programs in Curative Medicine, Stomatology, Pharmacy, Economics, Law, and Political Science.
Committed to excellence in education, research, and community service, it prepares skilled professionals for Afghanistan’s future. Rokhan University, established and registered with the Ministry of Higher Education on 28/10/1390 (Serial No. 52, Registration No. 538), is a private university located in Jalalabad, Nangarhar Province. The University offers the following faculties: Medicine (MD), Stom
23/05/2026
د روښان پوهنتون ویاړونه!
ډاکټر عبدالله شاه، ډاکټر زین الله، ډاکټر یاسین او ډاکټر لیاقت علي خان، د روښان پوهنتون فارغالتحصیلان، د NRE Step 1 په بریالیتوب سره بشپړ کړ، چې دا د دوی د نه ستړي کېدونکو هڅو، علمي وړتیا او ژمنتیا څرګندونه کوي.
دا ستره لاسته راوړنه نه یوازې د یادو ډاکټرانو او د هغوی د درنو کورنیو لپاره د ویاړ ځای دی، بلکې د روښان علمي کورنۍ لپاره هم د خوښۍ او ویاړ شیبه ده.
د دغو ځوانو ډاکټرانو بریاوې او علمي پرمختګونه د روښان پوهنتون د معیاري تحصیلي خدمتونو، علمي ژمنتیا او د روښانه مسلکي راتلونکي د جوړولو څرګندونه کوي.
موږ دوی ته د زړه له کومې مبارکي وړاندې کوو او له الله تعالی څخه ورته په راتلونکو پړاوونو کې د لا زیاتو بریاوو او کامیابیو هیله لرو.
درنښت
نشراتو آمریت
22/05/2026
زمونږ رسمي پاڼه تعقیب کړئ،
ترڅو د روغتیايي معلوماتو، ځانګړو تخفیفونو او تازه خبرونو څخه پر وخت خبر شئ.
روښان پنځوس بستریز تخصصي روغتون
https://www.tiktok.com/.hospital7?_r=1&_t=ZS-96ZFBjQtVKs
روښان ستوماتولوژي تخصصي روغتون
https://www.tiktok.com/.stomatolog?_r=1&_t=ZS-96ZF68cBnc7
0779585858 | 0202002000
کابل ـ جلالآباد عمومي سړک
#روغتیا #کابل
21/05/2026
د حـقـوقـو او سياسي عـلـومو پـوهـنــځی!
روښان پوهنتون، د حقوق او سیاسي علومو پوهنځي له لارې ځوانانو ته د باکیفیته حقوقي او سیاسي زده کړو زمینه برابره کړې ده.
د ۱۴۰۵هـ.ش کال خزاني سمستر کانکور ازموینې لپاره نوم لیکنه روانـه ده.
دا پوهنځی د عصري او معياري تحصيلي نصاب، تخصصي او تجربهلرونکو علمي کادر غړو شتون، فعال حقوقي کلينيک، تمثيلي محکمې او د زدهکړو د مناسب چاپېريال پر مټ، د محصلینو استعدادونه غوړوي او په دغه برخه کې یې خوبونه په حقیقت بدلوي.
نوم لیکنه: له جمعې پرته هره ورځ د سهار له ۷ بجو څخه د ماښام تر ۷ بجو پورې جریان لري.
د اړیکې شمېرې: 0780645778
پته: کابل ـ جلالاباد عمومي سړک، د عامې روغتیا روغتون مسجد ته مخامخ.
درنښت
نشراتو آمریت
روښان پوهنتون خپلو محصلینو ته د معیاري او عملي زده کړو د برابرولو په موخه د نورو درسي اسانتیاوو تر څنګ مجهز او عصري کمپیوټر لیب هم لري، ترڅو محصلین وکولای شي په اړونده برخو کې د خپلې پوهې د لا زیاتوالي لپاره ترې استفاده وکړي.
په دې کمپیوټر لیب کې محصلینو ته د کمپیوټر اساسي مهارتونه، علمي پروګرامونه، انټرنېټي څېړنې، سافټویرونه او نورې اړینې تخنیکي زده کړې په معیاري ډول وړاندې کېږي.
روښان پوهنتون هڅه کوي، چې د نظري زده کړو ترڅنګ عملي مهارتونو ته هم ځانګړې پاملرنه وکړي، څو محصلین د راتلونکي کاري بازار غوښتنو ته بشپړ چمتو شي.
د ۱۴۰۵ هـ.ش کال خزاني سمستر لپاره په معالجوي طب، ستوماتولوژي، فارمسي، حقوق او سیاسي علوم او اقتصاد پوهنځیو کې نوم لیکنه روانه ده.
نوم لیکنه: له جمعې پرته هره ورځ د سهار له ۷ بجو څخه د ماښام تر ۷ بجو پورې جریان لري.
د اړیکې شمېرې: 0780645778
پته: کابل ـ جلالاباد عمومي سړک، د عامې روغتیا روغتون مسجد ته مخامخ.
درنښت
نشراتو آمریت
19/05/2026
د پوهنتون د پنځه ګونو پوهنځیو استادانو او اداري کارمندانو ته د قربانۍ (اُضحیة) اهمیت او فضائل یو ورځنی سیمینار وړاندې شو.
۲۹/ ثور /۱۴۰۵ هـ.ش
سیمینار د قرآن کریم د مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شو، ورپسې، مولوي عبدالحق درویش یاد علمي سیمینار وړاندې کړ. نوموړي د قربانۍ د مشروعیت، تاریخ، شرایطو او ګټو په اړه تفصیلي معلومات ورکړل.
مولوي صاحب د حضرت ابراهیم علیه السلام لوی امتحان ته اشاره وکړه، چې څنګه هغه د خپل زوی حضرت اسماعیل علیه السلام د قربانۍ امر ومانه او د الله ج د رضا لپاره یې خپل محبوب زوی د قربانۍ لپاره تیار کړ.
همداراز، ښاغلي درویش صاحب د قربانۍ فقهې اړخونه هم بیان کړل، د قرباني کیدونکي حیوان شرایط، وخت، نیت او د ویش په اړه یې هم معلومات ورکړل.
د ګډونوالو د پوښتنو له ځوابولو وروسته یاد علمي سیمینار په دعا سره پای ته ورسېد.
درنښت
نشراتو آمریت
19/05/2026
اقتصاد پوهنځي محصلینو ته د "دفتر مدیریت" تر عنوان لاندې لس ورځنی ورکشاپ پیل شو!
۲۹/ ثور /۱۴۰۵ هـ.ش
د روښان پوهنتون اقتصاد پوهنځي محصلینو ته د " دفتر مدیریت" تر عنوان لاندې لس ورځنی ورکشاپ پیل شو، چې موخه یې د محصلینو د اداري وړتیاوو لوړول، د دفترونو د تنظیم اصولو پېژندنه او د مسلکي مهارتونو پیاوړتیا ده.
د ورکشاپ پیل د قرآن کریم د څو مبارکو ایتونو په تلاوت سره وشو. ورپسې د ورکشاپ لومړۍ ورځې پریزنټیشن د روښان پوهنتون د کیفیت لوړونې آمر، ډاکټر ذکرالله نوري لخوا وړاندې شو. نوموړي د دفتر پېژندنه، د دفتر مدیریت اهمیت او د اداري چارو د تنظیم اصول په تفصیلي ډول تشریح کړل.
همداراز، ډاکټر ذکرالله نوري محصلینو ته د منظم دفتر ارزښت او د اداري اخلاقو په اړه هم معلومات وړاندې کړل، او ویې ویل، چې د دفتر مدیریت مهارتونه د هر مسلکي شخص لپاره مهم او اړین دي.
د ګډونوالو پوښتنو تر ځوابولو وروسته عملي کار تر سره او د لومړۍ ورځې ورکشاپ په دعا سره پای ته ورسېد.
درنښت
نشراتو آمریت
19/05/2026
لېسانس په اقتصاد کې!
روښان پوهنتون د ۱۴۰۵ کال خزاني سمستر کانکور ازموینې له لارې په اقتصاد پوهنځي کې نوي محصلین جذبوي.
که غواړئ د اقتصاد، مدیریت، سوداګرۍ او مالي چارو په برخه کې معیاري او عصري زده کړې وکړئ؛ نو د روښان پوهنتون اقتصاد پوهنځی ستاسو لپاره غوره انتخاب دی.
په دې پوهنځي کې د تجربه لرونکو او مسلکي علمي کادر غړو له لوري تدریس د معیاري او منل شویو مېتودونو پر بنسټ په پښتو او انګلیسي ژبو ترسره کېږي، ترڅو محصلین له نظري او عملي اړخه پیاوړي وروزل شي.
همدارنګه، د درسي پروګرامونو ترڅنګ بېلابېل غیري نصابي فعالیتونه لکه: علمي سمینارونه،ورکشاپونه، علمي سفرونه، عملي او مسلکي فعالیتونه
هم په دوامداره توګه ترسره کېږي، څو محصلین د کار بازار اړتیاوو ته چمتو شي.
نوم لیکنه: له جمعې پرته هره ورځ د سهار له ۷ بجو څخه د ماښام تر ۷ بجو پورې جریان لري.
د اړیکې شمېرې: 0780645778
پته: کابل ـ جلالاباد عمومي سړک، د عامې روغتیا روغتون مسجد ته مخامخ.
درنښت
نشراتو آمریت
18/05/2026
د روښان پوهنتون استادانو او اداري کارکوونکو ته " د پوهنتون درېیم پړاو ته د ځان ارزونې چمتووالي څخه د لیدنې " په اړه معلوماتي سیمینار وړاندې شو!
۲۸/ ثور /۱۴۰۵ هـ.ش
د روښان پوهنتون مسلکي پرمختیا مرکز له لوري استادانو او اداري کارکوونکو ته " د پوهنتون درېیم پړاو ته د ځان ارزونې چمتووالي څخه د لیدنې" تر عنوان لاندې معلوماتي سیمینار وړاندې شو، چې موخه یې د اعتبار اخستنې او ځان ارزونې پروسې په اړه د ګډونوالو پوهاوي لوړول او د راتلونکو ارزونو لپاره لازم چمتووالی و.
یاد سیمینار د قرآن کریم د څو مبارکو ایتونو په تلاوت سره پیل شو، ورپسې د روښان پوهنتون د علمي چارو مرستیال، پوهنیار حبیب الرحمن سربلند یاد معلوماتي سیمینار وړاندې کړ.
ښاغلي سربلند صاحب ګډونوالو ته د اعتبار اخستنې او ځان ارزونې عمومي معلومات، د چمتووالي څخه د لیدنې او ځان ارزونې بهیر، د پروسې پېژندنه، د چمتووالي څخه لیدنې بهیر ته لنډه کتنه، د ځان ارزونې ترسره کول او راپور یې لیکل، د درېیمې مرحلې اړوند لارښوونې، د ارزونې پر مهال اړینې سپارښتنې او له ارزونې وروسته ترسره کېدونکې کړنې په تفصیل سره تشریح کړې.
همدارنګه نوموړي د پوهنتون د کیفیت لوړونې، معیاري اسنادو تنظیم، او د اکادمیکو او اداري فعالیتونو د لا ښه والي په برخه کې د استادانو او اداري کارکوونکو پر ګډ مسئولیت ټینګار وکړ.
یاد سیمینار د ګډونوالو پوښتنو له ځوابولو وروسته په دعا سره پای ته ورسېد.
درنښت
نشراتو آمریت
18/05/2026
"د ا.ا.ا په راتګ سره د افغانستان اقتصادي پرمختګونه" تر عنوان لاندې ګردی مېز تر سره شو!
۲۸/ ثور /۱۴۰۵ هـ.ش
د روښان پوهنتون اقتصاد پوهنځي د پنځم سمستر محصلینو ترمنځ «د ا.ا.ا په راتګ سره د افغانستان اقتصادي پرمختګونه» تر عنوان لاندې علمي ګردی مېز ترسره شو، چې موخه یې د هېواد د وروستیو اقتصادي پرمختګونو، اقتصادي ثبات، ملي عوایدو، سوداګرۍ، کورنیو تولیداتو او زیربناوو په اړه د محصلینو د علمي پوهاوي لوړول وو.
یاد مېز د قرآن کریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شو. وروسته د اقتصاد پوهنځي رئیس، ښاغلي عاشق الله کریمي د علمي برنامو او محصلمحوره بحثونو پر اهمیت خبرې وکړې او محصلین یې وهڅول، چې د هېواد اقتصادي موضوعات په علمي او تحلیلي ډول وڅېړي.
یاد ګردی مېز د پنځم سمستر محصلینو له لوري وړاندې شو. ګډونوالو د ا.ا.ا له راتګ وروسته د عوایدو منظم راټولول، د ګمرکونو ښه مدیریت، د عامه مالي چارو تنظیم، د فساد کمښت، د کورنیو سرچینو اغېزمن استعمال او د اقتصادي نظم رامنځته کېدل د اقتصادي پرمختګ مهمې برخې وبللې.
همدارنګه په ګردي مېز کې د سوداګرۍ، خصوصي سکتور، کورنیو تولیداتو، کرنې، کانونو او زیربناوو پر اقتصادي اهمیت بحث وشو. محصلینو وویل، چې د داخلي تولیداتو ملاتړ، د صادراتو هڅونه، د کرنې عصري کول، د کانونو قانوني استخراج، د اوبو ښه مدیریت او د ترانسپورټي لارو رغونه کولای شي د هېواد اقتصاد پیاوړی کړي او د کارموندنې فرصتونه زیات کړي.
په پای کې ګډونوالو خپلې پوښتنې، نظرونه او وړاندیزونه شریک کړل.
یاد ګردی میز په دعا سره پای ته ورسېد.
درنښت
نشراتو آمریت
18/05/2026
روښان پوهنتون د ۱۴۰۵ هـ.ش کال خزاني سمستر لپاره د کانکور ازموینې له لارې په ستوماتولوژي پوهنځي کې نوي محصلین جذبوي.
روښان پوهنتون د معیاري لوړو زدهکړو، عصري تدریسي امکاناتو او مسلکي کادرونو په لرلو سره محصلینو ته د نظري او عملي زده کړو غوره چاپېریال برابر کړی دی.
نوم لیکنه: له جمعې ورځې پرته هره ورځ د سهار له ۷ بجو څخه د ماښام تر ۷ بجو پورې دوام لري.
خپل راتلونکی له دې ځایه پیل کړئ!
د اړیکې شمېرې: 0780645778
پته: کابل ـ جلالاباد عمومي سړک، د عامې روغتیا روغتون مسجد ته مخامخ.
درنښت
نشراتو آمریت
Click here to claim your Sponsored Listing.
Location
Category
Contact the school
Telephone
Website
Address
Sehat Aama Square, Opposite To Sehat Aama Masjid, Zone Number 3
Jalalabad
2601
Opening Hours
| Monday | 06:10 - 19:30 |
| Tuesday | 06:11 - 19:30 |
| Wednesday | 06:11 - 19:30 |
| Thursday | 06:11 - 19:30 |
| Saturday | 06:00 - 19:30 |
| Sunday | 06:00 - 19:30 |