15/06/2024
نن د عرفې ورځ او سبا د لوی اختر لومړي ورځ ده. د رسول(ص) څخه روايت دى “الْحَجُّ عَرَفَةُ فَمَنْ أَدْرَكَ لَيْلَةَ عَرَفَةَ قَبْلَ طُلُوعِ الْفَجْرِ مِنْ لَيْلَةِ جَمْعٍ فَقَدْ تَمَّ حَجُّهُ”
ژباړه يې داسې ده چې (حج عرفات ته رسيدل دي، څوک چې د شپې لخوا عرفات ته ورسيد، بيا د سهار کيدو مخکې په شپه کې جمع(مزدلفه) ته ورسيد، نو حج يې بشپړ شو).
لدې حديث څخه معلوميږي، چې لوي اختر د حج مراسمو د بشپړيدو لمانځل دي. څرنګه چې د حج مراسم په کال کې يو ځل په سعودى کې ترسره کېږي، نو د حج د بشپړيدو(عرفې) ورځ هم يوه ده او د نورې نړۍ مسلمانان په کې تغير او تبديل نشي راوستی.
په سمه نېټه د اختر او روژې نه کول، او په قصدي توګه يې ځنډول بدعت سيئه ده. معمولاً، د سعودي له لورې د روژې او اختر اعلان سم وي، که له هغوې اشتباه وشي، نو د مسلمانانو کفاره ويشي.
بل ځای کې رسول (ص)، د اختر په ورځ د روژې له نيولو د منع لارښونه کړي. د دې اړوند حديث داسې دی چې “عن أبي سعيد الخدري رضي الله عنه قال: «نهى رسول الله صلى الله عليه وسلم عن صوم يومين: الفطر والنحر”.
مخکې له مخکې مو د لوی اختر مبارک شه.