15/12/2025
د اقتصاد پوهنځي محصلانو علمي سیر ترسره کړ!
۲۴/قوس/۱۴۰۴ هـ ش
د التقوی پوهنتون د اقتصاد پوهنځي د ادارې تجارت ډیپارټمنټ محصلانو سعادت سټیل فابریکې څخه لیدنه وکړه، چې موخه یې د محصلانو علمي پوهاوی او د نظري زده کړو عملي تطبیق وو.
یاد علمي سیر د ادارې تجارت ډیپارټمنټ آمر ښاغلي استاد وجوهالله آمین په ملتیا ترسره شو، چې په ترڅ کې یې محصلانو د سعادت سټیل له بېلابېلو برخو څخه لیدنه وکړه.
د سعادت سټیل مسؤلینو د محصلانو هرکلی وکړ او د یادې فابریکې د فعالیتونو، لاسته راوړنو، راتلونکو پلانونو د تولیدي بهیر، اداري چارو، مدیریت سیستم، بازارموندنې او د کیفیت د کنټرول په اړه یې هر اړخیز معلومات وړاندې کړل.
مسؤلینو همدارنګه ډاډ ورکړ، چې سعادت سټیل د علمي بنسټونو او د محصلانو د خدمت لپاره هر وخت چمتو دی او په راتلونکي کې به د ورته علمي همکاریو هرکلی کوي.
همدارنګه محصلانو دغه علمي سیر ګټور وباله او څرګنده یې کړه، چې دا ډول عملي لیدنې د هغوی د مسلکي وړتیاوو په لوړولو او د بازار له واقعي شرایطو سره د بلدتیا په برخه کې مهم نقش ادا کولای شي.
نشراتو آمریت