21/12/2025
زده کړه،هڅونه او ازموینه!
د ریان زهیر پروفیشنل اکاډمۍ د قوس د میاشتې نتایج غونډه.
موږ یواځې تدریس نه بلکې تشویق هم کوو،ځکه تشویق د ښې زده کړې مهم اصل دی.
نن د یکشنبې ورځ د ریان زهیر پروفیشنل اکاډمۍ د زده کوونکو د قوس د میاشتې ازموینو نتایج غونډه د یادې اکاډمۍ په انګړ کې په ښه شان او ارامه فضا کې ترسره شوه.
د غونډې په پیل کې د یادې اکاډمۍ ریس څارنوال سردار شاه زهیر خپلو زده کوونکو ته د تعلیم د ارزښت په اړه هر اړخیزه وینا وکړه.
دا چې د یادې ادارې موخه له دغو ازموینو څخه خپلو درسونو ته د زده کړیالانو لا ښه هڅونه ده نو په همدغه پار د میاشتې عمومي اول،دویم او درېیم نمره ګانو ترڅنګ د ټولګیو ممتاز زده کوونکي هم په ځانګړو ډالیو او ستاینلیکونو وستایل شول.
دلته په(ریان زهیر پروفشنل اکاډمۍ ) کې موږ هڅه کوو ترڅو تاسې خپلو هیلو ته په معیاري زده کړو سره ورسوو.