04/01/2025
د انگلیسي ژبی ۶ میاشتینې بشپړه برنامه
که غواړئ خپله انګلیسي ژبه په لږ وخت کې پیاوړې کړئ، فیاض سادات ښوونیز مرکز ستاسو لپاره ځانګړې برنامه وړاندې کوي!
EPC (English Proficiency Course)
یو ځانګړی او ګټور کورس دی چې په یوازې ۶ میاشتو کې به تاسو د انګلیسي ژبې په ټولو مهارتونو کې ماهر کړي، لکه خبرې کول، لیکل، لوستل، اورېدل، او ګرامر.
که تاسو مخکې انګلیسي زده کړې وي خو د اوږدې مودې لپاره مو پرېښي وي، یا په کار او ورځنیو بوختیاوو کې د اوږدمهاله کورس لپاره وخت نه لرئ، اندېښنه مه کوئ! موږ ستاسو لپاره یو شخصي او ګړندی پروګرام چمتو کړی چې ستاسو اړتیاوو ته ځانګړې پاملرنه کوي.
د خپل راتلونکې لپاره غوره پرېکړه وکړئ، نن زموږ سره یوځای شئ او په خپله انګلیسي برلاسي شئ!