Ziaul Haq Omari offi

Ziaul Haq Omari offi دینې ، اقتصادي او عمومي معلومات

محصلینو ته د نمونې اخیستنې سیمینار وړاندې شو!۱/ عقرب /۱۴۰۳ هـ ش روښان د لوړو زده کړو مؤسسې د اقتصاد پوهنځي محصلینو ته د ...
22/10/2024

محصلینو ته د نمونې اخیستنې سیمینار وړاندې شو!

۱/ عقرب /۱۴۰۳ هـ ش

روښان د لوړو زده کړو مؤسسې د اقتصاد پوهنځي محصلینو ته د څېړنې په برخه کې د نمونې اخیستلو یو ورځنی سیمنار وړاندې شو. د دې سیمنار د پرانیستې وینا د اقتصاد پوهنځي ریئس، ښاغلي عاشق الله کریمي وکړه، چې د څېړنې په اهمیت او په څېړنو کې د دقیقو او علمي تګلارو په کارولو خبرې وکړې. نوموړي زیاته کړه چې د نمونې اخیستلو سمه کړنلاره کولای شي د څېړنې پایلې باوري او د اعتبار وړ وګرځوي.

دغه علمي او ګټور سیمینار د استاد ضیاءالحق عمري لخوا وړاندې شو، چې په څېړنه کې د نمونې اخیستلو پر تخنیکونو، مختلفو ډولونو او اړوند مراحلو تفصیلي معلومات وړاندې کړل. استاد عمري په خپلو خبرو کې د نمونې اخیستلو په مهارتونو، اړتیاوو او د هغو پر علمي ارزښتونو خبرې وکړې، او محصلینو ته یې عملي مثالونه هم وړاندې کړل.
د سیمنار په پای کې د محصلینو لخوا پوښتنې مطرح شوې او په موضوع باندې هر اړخیز بحث وشو، چې دې سره د سیمنار فضا لا نوره علمي او اغېزمنه شوه. محصلینو د استاد عمري له لارښوونو څخه ګټور معلومات تر لاسه کړل او د څېړنې په برخه کې یې خپلې ستونزې او پوښتنې وړاندې کړې.

نشراتو آمریت

19/10/2024
03/10/2024

Address

Nangahar Seahat Ama Masjed
Jalalabad
25000

Telephone

+93786951668

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Ziaul Haq Omari offi posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Contact The School

Send a message to Ziaul Haq Omari offi:

Shortcuts

Share

Category