جام زانګی پیالا زانګی
ټوله میخانه زانګی
Ahmad ullah Ahmadi
08/11/2020
01/02/2019
پوهان وايي چې څه ته مو زړه کېږي !!!
پوه شه چې بدن مو ورته اړتيا لري !!!
زما هم درته زړه کېږي !!!
ځکه چې اړتيا درته لرم !!!
هيله کوم راشه !!!
کوچنى خان
01/02/2019
شپه مې ورځ او ورځ شپه کړه ستا د پاره
مـا دنـیـا ټـــولــه خــپــه کـــړه سـتـا د پاره
چــې تــیـاره وه تــه رڼــا تـه وې محتاجه
مـا پـه ځــان پـورې لمبه کــړه سـتـا د پاره
کوچنى خان
19/01/2018
پوه ښه اومخلص ملګری دالله تعالی سترنعمت دی
د ښه ملګري پيدا کول يو ستونزمن کار دی،نوهرکله چې غواړو يو رېښتونۍ دوست ومومو،پکار ده په دې وپوهېږو چی څوک زمونږ واقعي ملګری دی،موږ په ټولنه کی له بېلابېلو خلکو سره اړيکې لرو خو بايد له هغه چا سره ملګرتيا وکړو چې د يو ښه ملګری ځانګړتياوې ولري.
داچې ديوه با احساسه او دوستي پېژندونکي انسان ځانګړنې کومې دي په لنډه توګه يوځغلنده نظر پرې تېروو.
ـ هغه څوک رېښتونۍ ملګری جوړېدای شي چې ددوستۍ او ملګرتوب په اهميت وپوهېږي.
ـ هغه څوک ښه دوست دی چې د انسانيت او انسان دوستۍ پر جوهر سمبال وي.
ـ هغه څوک ددوستۍ لايق کېدای شي چې په زړه کې د راز د ساتلو وړتيا او مهارت ولري.
ـ هغه چاته ديوه واقعي ملګري خطاب کولی شو چې زموږ د ژوند په هره مجبورۍ تر موږ ډېر فکر وکړي.
ـ هغه څوک زموږ رېښتونی ملګری او دوست دی چې زموږ عيبونه خپل او خپلې ښېګڼې زموږ وګڼي.ستاسووروره احمدالله احمدى
ملګرت يا په انسان کې جرئت پيداکوي، دښوملګرو په لرلوسره له ژوند سره دانسان مينه لا پياوړې کيږي.دمخلصوملګرو په لرلو سره ناهيلي له ځانه شړلی شو او دهرډول ستونزوسره په هرډګرکې مقابله کولی شو دښو ملګرو په نه لرلو سره د ګڼو ستونزو سربېره نه له ژونده خوند اخستی شو او نه دژوندپه خوند انسان پوهېدای شی.
تنهايي يوه اروايي ناروغي ده کوم کسان چې په ټولنه کې يواځې ژوند کوي او له چاسره ناسته ولاړه نه لري دهغوی ژوند به ډېر بې خونده وي دژوند په سفرکې به دوی له ټولونه وروسته پاتې وي دا ډول خلک په ژوند کې هېڅ پرمختګ نه شي کولی نو ويلی شو چی په هر حال کی د هر چا لپاره ديو ښه ملګری اړتيا شته تر څو په غم او خوښۍ کې سره يو ځای اوسي،خوکه چېرته يوڅوک ددوست په لباس کې يوبد شخص د ملګري په نامه ولري تر دې بيا تنهايي ډېره غوره ده.ستاسوورور احمدالله احمدى
حضرت محمد( ص) فرمايې: هغه مسلمان چې په ټولنه کې له خلکوسره يوځای ژوند کوي ،په غم او ښادۍ کې ورسره شريک وي له هغه مسلمان څخه ښه دی چې دهېچاپه غم اوښادۍ کې نه دی شريک او يواځې ژوند کوي.
يو ښه رېښتينی ملګری لرل ستاسې روح ته خوشحالي در بخښلی شي دهغه په ليدو ستاسې روح تازه کېږي، ښه ملګری تاسې په هېڅ وخت کې يواځې نه پرېږدي، ښه ملګری دملګري په غم غمجن اوپه خوشحاليو يې خوشحالېږي.
دښې دوستۍ او پياوړي ملګرتوب لپاره يو ښه مثال مونږ ته د حضرت ابوبکرصديق رض او دانسانيت ستر لا رښود حضرت محمد(ص) سپېڅلې ملګرتيا ،مينه او وفاداري ده . د دوه رېښتنيو ملګروتر منځ په ملګرتيا دالله تعالی درحمت سيوری وي.
دوستي او ملګرتيا يو ډول فن دی، خو په يوه داسې ماده پرسته ټولنه کې انسان اکثره له ځان غوښتونکيو او مطلبي اشخاصوسره مخ کېږي خو بياهم دښو مخلصو او رېښتينيو ملګرو په لرلو سره موږ کولای شو چې له مخونونه يې د خود غرضۍ پرده پورته کړو او سمې لارې او ښې ملګرتياته يې وهڅوو ترڅو مو ورسره دژوند د يوه اړين اصل په تر لاسه کولو کې مرسته کړې وي .
ښه وفادار، ديندار او ايمانداره ملګري خو د ژوند تيارو ته رڼا وي،ستونزې له ژوند سره تړلې وي دژوندپه اوږدوکې انسان له مختلفوستونزسره مخ کېږي په دغه وخت کې دملګرو مشورو ، تجربو او لارښونو ته ډېره اړتياوي ملګري کولی شي يو او بل ته لاس ورکړي او له ستونزو نه په اړخ يا بل لوري په حرکت کې شي.
او رېښتينی ملګری هغه څوک دی چې تل کوښښ وکړي ترڅو موږ درک کړي، يو ښه ملګری زمونو ستونزوته غوږنيسي،فکر ورباندې کوي،څېړنه کوي څو موضوع ورته روښانه شي او د خپل وس تر بريده د حل کولو زيار وباسي.
سپېڅلی او رښتينی دين اسلام مسلمانانوته د اجتماعي ژوند داسې لارښوونه کوي، چې بنسټ يې په مينه ولاړدی.
دکائناتو خالق او پنځوونکی الله جل جلاله فرمايي:
مومنان په خپلوکې سره وروڼه دي او همدارنګه مؤمنې مېرمنې په خپلوکې سره دوستانې دي.
ښه خوی او نېک اخلاق د ملګرو ترمنځ مينه لا پسې غښتلې کوي، دهغه دجذباتو احترام کوي اوتل يې منندوی اوسئ، شک ملګرتيا وژني له خپلوملګرسره تل ښه اخلاق کوئ او ديوبل خامۍ يوبل ته په ګوته کوئ او هرکارچې کوئ له خپلومخلصوملګروسره مشوره کوئ ،خپل ملګری دستونزو په وخت کی تنهامه پرېږدئ له خپل ملګري سره ترپايه رېښتيني و اوسۍ،ترڅو ځانونه واقعي ملګري او دوستان ثابت کړئ.مننه کوم ملګرو هميشه کميابه اوسى مينه وګړه مينه زده ګړه مينه وشيده ځکه چى اسلام د مينى دين ده
23/09/2017
05/06/2017
Click here to claim your Sponsored Listing.
Location
Category
Website
Address
Jalalabad