Rayyan School

Rayyan School انتخاب:ستاسې د اولادونو روښانه راتلونکي په لور لومړی ګام د ماشومانو د روزنې ځانګړي مرکز

20/07/2026

د ريان خصوصي لېسې د ۱۴۰۵ تعليمي کال د کلنې ازموينې د پايلو اعلان او د څلورمې دورې د فراغت غوندې څو په زړه پورې شيبې

د ویاړ او خوښۍ پیغامالحمدلله! زموږ د ریان خصوصي ښوونځي زده کوونکو په سږني کانکورازموینه کې په بریالیتوب سره کامیابي ترلا...
08/07/2026

د ویاړ او خوښۍ پیغام

الحمدلله! زموږ د ریان خصوصي ښوونځي زده کوونکو په سږني کانکورازموینه کې په بریالیتوب سره کامیابي ترلاسه کړه. دا ستره لاسته راوړنه د ښوونځي، درنو ښوونکو، قدرمنو والدینو او ټولو زده کوونکو لپاره د ویاړ او خوښۍ ځای دی.

ټولو بریالیو زده کوونکو ته د زړه له کومې مبارکي وایو او د دوی د روښانه راتلونکي لپاره د لا ډېرو بریاوو هیله لرو. الله تعالی دې دوی ته لا زیات علم، توفیق او خدمت نصیب کړي

الحمد لله رب العالمیند ریان خصوصي ښوونځي د ۱۴۰۵ ښوونیز کال د کلنیو ازموینو د پایلو د اعلان او د دولسم ټولګي د زده کوونکو...
21/06/2026

الحمد لله رب العالمین
د ریان خصوصي ښوونځي د ۱۴۰۵ ښوونیز کال د کلنیو ازموینو د پایلو د اعلان او د دولسم ټولګي د زده کوونکو د فراغت شانداره مراسم د ښوونځي په تالار کې په خورا منظم، باوقاره او علمي فضا کې ترسره شول.
غونډه د قرآن کریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شوه، ورپسې د ښوونځي ادارې له لوري راغلو مېلمنو ته د ښه راغلاست وینا واورول شوه.
په دغو علمي او فرهنګي مراسمو کې د ننګرهار پوهنتون محترمو استادانو، علمي او فرهنګي شخصیتونو، قومي مشرانو، د زده کوونکو والدینو او د ښوونځي مسئولینو ګډون کړی و.
د غونډې په جریان کې ویناوالو د علم او پوهې پر ارزښت، د زده کړې پر اهمیت او د هېواد د پرمختګ او سوکالۍ په برخه کې د ځوان نسل پر رول ارزښتناکې ویناوې وړاندې کړې. همدارنګه د ښوونکو، والدینو او زده کوونکو نه ستړې کېدونکې هڅې وستایل شوې او د زده کړې په ډګر کې د لا زیاتو بریاوو هیله څرګنده شوه.
وروسته د کلنیو ازموینو پایلې اعلان شوې او هغه زده کوونکي چې لوړې نمرې یې ترلاسه کړې وې، د ستاینلیکونو، مډالونو او نفیسو ډالیو په ورکولو سره وستایل شول.
همدارنګه د دولسم ټولګي نویو فارغانو ته د فراغت مبارکي وړاندې شوه او هغوی د خپلو علمي لاسته راوړنو په ویاړ په ستاینلیکونو، مډالونو او ځانګړو ډالیو ونازول شول. فارغانو هم د خپلو احساساتو د څرګندولو ترڅنګ د خپلو ښوونکو او والدینو له نه ستړې کېدونکو هڅو او ملاتړ څخه مننه وکړه.
یاد مراسم د علمي ویناوو، فرهنګي برنامو او د ستاینې د ځانګړو مراسمو په فضا کې په بریالیتوب سره پای ته ورسېدل. ګډونوالو د ریان خصوصي ښوونځي علمي، روزنیز او فرهنګي فعالیتونه وستایل او د ادارې هڅې یې د قدر وړ وبللې.
ریان خصوصي ښوونځی

د آزموینې د پیل خبرتیا!قدرمنو زده‌کوونکو او محترمو والدینو!هیله ده چې د لوی اختر مبارکې ورځې او رخصتۍ مو په خوښۍ، سوکالۍ...
30/05/2026

د آزموینې د پیل خبرتیا!
قدرمنو زده‌کوونکو او محترمو والدینو!
هیله ده چې د لوی اختر مبارکې ورځې او رخصتۍ مو په خوښۍ، سوکالۍ او روغتیا تېرې کړې وي.
د ریـــــــان ښوونځي ټول ګلالیو زده کوونکو ته خبر ورکول کیږي، چې د ۱۴۰۵ هجري لمریز کال کلنۍ ازموینې د جوزا میاشتې په ۱۰مه نېټه،چې سبا د یکشنبې ورځې سره سمون لري، په رسمي توګه پیلېږي.
له ټولو زده‌کوونکو څخه هیله کېږي چې د ازموینو په ورځو کې په ټاکلي وخت (۷:۳۰) ښوونځي ته حاضر شي، د ازموینې اړوند اصول او مقررات په پام کې ونیسي او د خپلو زده کړو د لا ښه ارزونې لپاره بشپړ چمتووالی ولري.

د ټولو زده‌کوونکو د بریا او غوره پایلو په هیله.

#ریـــــــــــان ښوونځی ، ستاسې د اولادونو روښانه راتلونکي په لور لومړی ګام

لوی  اختر، د بندګۍ، ایثار او الله تعالی ته د نږدېوالي اختر دې مبارک وي.د ریان ښوونځی مشرتابه او کارکوونکي ټولو مسلمانانو...
27/05/2026

لوی اختر، د بندګۍ، ایثار او الله تعالی ته د نږدېوالي اختر دې مبارک وي.
د ریان ښوونځی مشرتابه او کارکوونکي ټولو مسلمانانو، ګرانو زده کوونکو او د هغوی قدرمنو کورنیو ته د نیکمرغه لوی اختر مبارکي وړاندې کوي.
هیله لرو چې دا مبارکې ورځې له خوښۍ، سولې، برکت او د عبادتونو له قبولیت څخه ډکې وي.
اختر مو مبارک!

14/05/2026

*From imagination to innovation*
Our students proudly presented their science projects, demonstrating knowledge, teamwork, and scientific thinking.
Rayyan School is proud of its creative and innovative students.🔬


د ریان خصوصي ښوونځي او د کوثر د اوبو بڼ تر منځ د تفاهم له مخې، د ریان ښوونځي ټولو شاګردانو ته ځانګړی تخفیف اعلان شو.د دې...
10/05/2026

د ریان خصوصي ښوونځي او د کوثر د اوبو بڼ تر منځ د تفاهم له مخې، د ریان ښوونځي ټولو شاګردانو ته ځانګړی تخفیف اعلان شو.
د دې تفاهم هدف د زده کوونکو لپاره د سالم تفریح، ورزش او ذهني ارامتیا برابرول دي، څو شاګردان وکولای شي د اوړي په موسم کې د لامبو وهلو له لارې هم تفریح وکړي او هم خپل صحت ته پاملرنه وکړي.
د کوثر د اوبو بڼ اداره وایي چې د ریان ښوونځي شاګردان به د ځانګړي تخفیف ترڅنګ له عصري حوضونو، پاک چاپېریال او خوندي خدماتو څخه ګټه پورته کوي.
بل لور ته د ریان ښوونځي مسئولینو دا اقدام د شاګردانو د تشویق او روغ ژوند لپاره مهم وباله او زیاته یې کړه چې ورزش او لامبو وهل د ماشومانو او ځوانانو د فزیکي او ذهني ودې لپاره ځانګړی اهمیت لري.
همدارنګه د دې پروګرام موخه دا هم ده چې ځوانان او شاګردان د بې‌ځایه نهرونو، ویالو او ناامنه اوبو کې له لامبو وهلو څخه وژغورل شي، ځکه هر کال ګڼ شمېر ځوانان په ناامنه سیمو کې د لامبو له امله له خطرونو سره مخ کېږي.
د کوثر د اوبو بڼ خوندي او معیاري چاپېریال به شاګردانو ته دا زمینه برابره کړي چې په ډاډه زړه، خوندي او سالم ډول لامبو ووهي.
لامبو وهل نه یوازې د بدن عضلات پیاوړي کوي، بلکې د انسان ذهن ته سکون، انرژي او تازه والی هم وربښي.
تمه ده چې دا تفاهم به د زده کوونکو لپاره د خوښۍ، سالم تفریح او خوندي ورزش یو نوی فرصت رامنځته کړي.
د ریان خصوصي ښوونځي اداره

👈ځیني نامناسب ټوکي چی باید له ماشومانو سره ونه شي🚫 ماشومان زموږ د سبا ورځې ټولنه ده ،ماشوم ته باید درناوی، مینه، او باور...
29/04/2026

👈ځیني نامناسب ټوکي چی باید له ماشومانو سره ونه شي🚫

ماشومان زموږ د سبا ورځې ټولنه ده ،ماشوم ته باید درناوی، مینه، او باوري چاپېریال ورکړل شي ، ټوکې باید خندونکې وي، نه توهینوونکې،ښه ټوکه هغه ده چې ماشوم خوشحاله کړي، نه دا چې وډار یا خفه یې کړي.بعضې ټوکي وی چی موږ یې عادې ګڼو خو د ماشوم په احساساتو منفي اغیزه لري ، لکه لاندی ټوکې:
📌وېرولو ټوکې: د ماشومانو په احساساتو ټوکي مه کوئ لکه "پولیس در بوزي" یا "جن راځي" دا د ماشوم ذهن ته وېره، اضطراب او بد خوبونه راولي.
📌بڼې پورې ملنډې لکه ( ته څومره کوچني یې، نری يې،لنډ یې...)دا د اعتماد کمښت ته لاره پرانیزي.
📌په ټوکې سره ماشوم مه تهدیدوئ ، داسی چی زه دی پریدم ځم درنه یعنی ټوکي باید د ماشوم د خوښۍ لامل شی نه د زیان.
📌ماشومانو سره د واده او نورو اړیکو په اړه خبرې مه کوئ.
📌 تحقیر کوونکي ټوکې: د نوم، کورنۍ یا د زده کړې کمزورۍ له امله لکه فلانی له تا ښه دی" دا د ټیټ ارزښت او رقابت احساس رامنځته کوي.
📌د ماشومانو په نظریاتو او مشورو مسخره مه کوئ.
📌کله چی مور او پلار خپل اولاد تنبیه کوی د دوی په مخکې یی ننګه مه کوئ.
📌د ټولو په وړاندې د ماشوم څخه یی د پلار د دندې پوښتنه مه کوئ.
📌درواغ وعدې: لکه داسي چي (زه سبا درته دا شی راوړم) بیا نه راوړل، باور ختموي.
د ښوونځي فرهنګ کمیټه 🌟

26/04/2026

کتاب #مطالعه #پرمختګ

18/04/2026

Abobakar is a second grade student. He is talking about matter and types of matter.

Address

Fazal E Haq Mujahid Street , Nahia 4
Jalalabad
25100

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Rayyan School posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Contact The School

Send a message to Rayyan School:

Shortcuts

Share

Category