دارالعلوم الهاشمية سرخاب پل علم آباد کلي، ننګرهار

  • Home
  • Afghanistan
  • Jalalabad
  • دارالعلوم الهاشمية سرخاب پل علم آباد کلي، ننګرهار

دارالعلوم الهاشمية  سرخاب پل علم آباد کلي، ننګرهار Contact information, map and directions, contact form, opening hours, services, ratings, photos, videos and announcements from دارالعلوم الهاشمية سرخاب پل علم آباد کلي، ننګرهار, School, Jalalabad.

  ننګرهار کي  داخيري پرچي د امتحان صحنه دشنبي ورځ به ان شاء الله درسونه شروع کيږي
16/07/2026

ننګرهار کي داخيري پرچي د امتحان صحنه
دشنبي ورځ به ان شاء الله درسونه شروع کيږي

احتکار په لغت کې د توکو ذخیره کول او بندول دي.په شرعي اصطلاح کې: احتکار هغه ته وایي چې یو څوک د خلکو د اړتیا وړ خوراکي ی...
15/07/2026

احتکار په لغت کې د توکو ذخیره کول او بندول دي.
په شرعي اصطلاح کې: احتکار هغه ته وایي چې یو څوک د خلکو د اړتیا وړ خوراکي یا نورو ضروري توکو د بیې د لوړولو په نیت واخلي او ذخیره یې کړي، څو وروسته یې په لوړه بیه وپلوري او خلک له ستونزو سره مخ کړي.
د احتکار په اړه رسول الله ﷺ فرمایلي دي:
«مَنِ احْتَكَرَ فَهُوَ خَاطِئٌ»
ژباړه: «چا چې احتکار وکړ، هغه ګناهګار دی.»

  ورځ دامتحان صحنه
13/07/2026

ورځ دامتحان صحنه

12/07/2026

#1448دمحرم الحرام 26ورځ يکشنبه
دديني مدارسو دچهارنيمه ماهي امتحان صحنه

الحمد لله، نن د ۱۴۴۸هـ ق د محرم الحرام د ۲۵مې، د شنبې په ورځ، د اسلامي امارت د اسلامي تعلیماتو د لارښوونې سره سم، په دار...
11/07/2026

الحمد لله، نن د ۱۴۴۸هـ ق د محرم الحرام د ۲۵مې، د شنبې په ورځ، د اسلامي امارت د اسلامي تعلیماتو د لارښوونې سره سم، په دارالعلوم الهاشمية، سرخاب پل ـ ځنګل باغ کې د ديني مدرسې او دارالحفاظ د څلور میاشتنیو امتحانونو لړۍ په رسمي ډول پیل شوه، چې ان شاء الله د یوې اوونۍ لپاره به دوام ولري.

له الله جل جلاله څخه دعا کوو چې ټولو طلبه کرامو ته په خپلو امتحانونو کې بشپړه کامیابي، توفیق او برکت په برخه کړي، علم یې نافع او خدمت یې د اسلام لپاره مقبول وګرځوي.

اللهم وفق أبناءنا الطلاب، وافتح عليهم فتوح العارفين. آمين يا رب العالمين.

06/07/2026

*د امام ابو حنيفة رحمه الله ځيرکتيا*

امام ابو حنيفة رحمه الله يوه ورځ د کوفې له قاضي محمد بن عبدالرحمن بن أبي ليلى رحمه الله سره چرته روان و، چې په يوه باغ ورغلل، هلته مېرمنو سندرې ويلې! کله چې دوی دواړه ورنږدې شول هغوی سندرې بندې او غلې شوې، نو ابو حنيفه ورته وويل: ډېر ښه مو وکړل (قد أحسنتنَّ!).

د تاريخي رواياتو له قراره د دې دواړو امامانو تر منځ به کله کله مخالفت سر راپورته کوه! د دوی دواړو له دې کيسې وروسته يوه ورځ امام ابو حنيفه په کومه موضوع کې د شاهدي لپاره د قاضي ابن ابي ليلی محکمې ته ورغی، خو هلته قاضي صيب ورته وويل چې ابو حنيفه ستا شاهدي د منلو نه ده! هغه ورته وويل: ولې؟ ابن ابي ليلی ورته وويل: ځکه څو ورځې مخکې چې زه او ته راتلو تا سندرغاړو مېرمنو ته وويل چې ډېر ښه مو وکړل (قد أحسنتنَّ!)! او دا خبره د الله تعالی پر ګناه رضايت ښکاره کول دي!

امام ابو حنيفه رحمه الله ورته وويل: دا خبره ما هغوی ته کله وکړه، د هغوی د سندرو ويلو پر مهال او که چوپتيا پر مهال؟ ابن ابي ليلی رحمه الله ورته وويل: د هغوی د چوپتيا پر مهال! امام رحمه الله ورته وويل: نو ما چې هغه ته وويل: ډېر ښه مو وکړل! موخه مې د هغوی چوپتيا وه، نه سندرې! راوي زياتوي له دې کيسې وروسته به ابن ابي ليلی له امام ابو حنيفه سره ډېر اتيات کوه! مناقب الإمام الأعظم أبي حنيفة / للموفق المكي
#حامدافغان صاحب

05/06/2026

#قدرمنوطلباءکراموسباشنبه دمدرسة تقويةالايمان درسونه ان شاء الله شروع کيږي ځانونه درسونوته حاضر کړي
#اداره

31/05/2026

Address

Jalalabad

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when دارالعلوم الهاشمية سرخاب پل علم آباد کلي، ننګرهار posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Shortcuts

Share

Category