22/12/2025
ژوندي موجودات عموماً دوه ډوله حجرې لري:
1_ نباتي حجره(هغه حجره ده چې نباتات ترې جوړ شوي وي.)
2_ حیواني حجره:هغه حجره ده چې د حیواناتو (او انسان) بدن ترې جوړ شوی وي.
🌱🔬 عملي زدهکړه!
د نباتاتو او حیواناتو د حجراتو ډولونه او جوړښت په عملي ډول زدهکوونکو ته وښودل شول، تر څو زدهکوونکي وکولای شي د حجراتو ترمنځ توپیرونه په اسانه توګه درک کړي او خپله علمي پوهه لا پیاوړې کړي.
دا ډول عملي درسونه د زدهکوونکو د علاقې، پوهاوي او علمي وړتیاوو په لوړولو کې مهم رول لري.
21/12/2025
د بریا پیل له سهاره پیلېږي!
راځئ چې د هر سهار پیل د هڅې، خوځښت او بریا سره وکړو.
په ګندهارا لېسه کې سهارنۍ فزیکي برنامې یوازې تمرین نه دي؛ بلکې د ذهني چټکتیا، فزیکي سلامتیا او تعلیمي انګېزې د پیاوړتیا بنسټ جوړوي.
زموږ زدهکوونکي هر سهار د سالمو فزیکي فعالیتونو، ذهني تمرینونو او مثبتو پیغامونو سره خپل ورځنی تعلیمي سفر پیلوي.
20/12/2025
ګندهارا خصوصي عالي لېسه تېره پنجشنبه د ازمایښتي کانکور د پایلو د اعلان غونډې ویاړ درلود.
د درنو میلمنو د تشریف راوړلو څخه د زړه له کومي مننه کوو. یاده غونډه د ګندهارا لېسې د بېلابېلو سیالیو د پایلو د اعلان په موخه جوړه شوې وه، چې پکې د رقابتي سیالیو ستوري ، د میاشتې غوره زدهکوونکی، او د وروستي ازمایښتي کانکور مخکښ زدهکوونکي وستایل شول.
د محترمو والدینو، سیمهییزې شورا غړو، درنو مشرانو او قدرمنو استادانو ګډون د زدهکوونکو لپاره د خوښۍ او ویاړ سبب و، او زدهکوونکو له ټولو ګډونوالو څخه خپله ژوره مننه څرګنده کړه.
زمونږ موخه معیاری ښوونه ده
14/12/2025
د ګندهارا خصوصي عالي لېسې د تعلیمي او ارزونې پلان له مخې، د ازمایښتي کانکور ازموینه نن یکشنبه د لیندۍ په ۲۳مه، ۱۴۰۴ هـ ش، د لېسې په انګړ کې په بریالیتوب سره ترسره شوه.
یاده ازموینه په خورا منظم، شفاف چاپېریال کې د ټاکل شوو اصولو او معیارونو پر بنسټ واخیستل شوه، چې په ترڅ کې یې سلګونو زدهکوونکو ګډون کړی و. د ازموینې ټول بهیر د مسؤلینو او څارونکو له لوري په دقیق ډول وڅارل شو.
د ازمایښتي کانکور ازموینې پایلې به د پاڼو له بشپړې تصحیح، ارزونې او تحلیل وروسته، په ټاکلي وخت کې اعلان شي. ګډونوال زدهکوونکي کولای شي د پایلو له اعلان وروسته خپلې کمزورۍ تشخیص او د اصلي کانکور ازموینې لپاره لا اغېزمن چمتووالی ونیسي.
د ګندهارا لېسې اداره د ټولو ګډونوالو، څارونکو او همکارانو له منظم ګډون او همکارۍ مننه کوي او هیله څرګندوي چې دا ډول علمي پروګرامونه به د زدهکوونکو د بریا لامل وګرځي.
د ګندهارا خصوصي عالي لېسې اداره
نېټه: یکشنبه، د لیندۍ ۲۳مه، ۱۴۰۴ هـ ش
0789835044
0782190110
13/12/2025
١٤٠٤ _ قوس _ ٢٢
د ګندهارا خصوصي عالي لېسې اداره سبا یکشنبه ( ١٤٠٤_قوس_٢٣)له لسم،یولسم او دولسم ټولګیو له زده کوونکو د آزمایښتي کانکور آزموینه اخلي.
له درنو والدینو هیله کوو چې خپل اولادونو په ټاکلی وخت ښوونځي ته راولیږی!
د ګندهارا لېسې اداره ټولو زده کوونکو ته په آزموینه کې د بریالیتوب هیله لري!
📲0789835044_0782190110
08/12/2025
غوره، منظم او ممتاز زدهکوونکي!
د ګندهارا خصوصي عالي لېسې ټول هغه زدهکوونکي چې په ټولګیو کې فعاله ونډه لري، کورنۍ دندې یې پر وخت ترسره کړي او په اوونیزو او دوه میاشتنيو ارزونو کې لوړې نمرې ترلاسه کړي، د لېسې ادارې له خوا په ستاینلیکونو وستایل شول.
دغه ستاینه نه یوازې د زدهکوونکو هڅو ته درناوی دی، بلکې نورو ته هم د لا زیاتو هڅو او بریاوو زېری ورکوي.
📅 یکشنبه، لیندۍ۱۷، ۱۴۰۴
07/12/2025
زده کوونکو ته د فیثاغورث قضیه په عملي بڼه تشریح شوه.
د ګندهارا عالي لېسې زده کوونکو ته د فزیک مضمون کي د لارښود ښوونکي له خوا د فیثاغورث قضیه تشریح شوه.
(په هر قایم الزاویه مثلث کې د قایمو ضلعو د مربعاتــــــو مجموعه د وتر د مربع سره مساوي دی.) .
په یاده برخه کي زده کوونکو د لارښود ښوونکي څخه پوښتني وکړې او د ښوونکي له خوا یې ځوابونه ورکول شول.
06/12/2025
🎉🏆دګندهارا خصوصي عالي لېسې د عمومي ارزوني دوه میاشتنۍ ازمویني مخکښ زده کوونکي وستایل شول!
زدهکوونکي چې په عمومي ارزونې دوه میاشتنۍ ازموینو کې یې لومړی، دویم او درېیم مقامونه ترلاسه کړي وو، د ځانګړي پروګرام په ترڅ کې د ستاینلیکونو او تقدیري مراسمو له لارې وستایل شول. 🌟
دا هڅونه زدهکوونکو ته د لا لوړ علمي پرمختګ او بریا لار هواروي. 📚💪
ګندهارا خصوصي عالي لیسې اداره تل هڅه کوي چې د تشویق او ستاینې له لارې زدهکوونکي لا لوړو لاسته راوړنو ته وهڅوي. ✨
ګندهارا خصوصي عالي لېسه – اداره
04/12/2025
د ماشوم د ژوند تر ټولو ارزښتمن ګام – زده کړه ده!
هر ماشوم د یوه روښانه سبا هیله لري، خو دا هیله یوازې هغه وخت پوره کېدای شي چې د زدهکړې دروازې ورته پرانیستل شي. زده کړه نه یوازې د فرد راتلونکی بدلوي، بلکې د ټولنې د پرمختګ بنسټ هم پخوي. ښوونه او روزنه د هر ماشوم فکري ودې، مهارتونو او شخصیت جوړونې لپاره مهمه وسیله ده، او زموږ ګډ مسؤلیت دی چې دا فرصت ټولو ماشومانو ته برابر کړو.