16/06/2026
بریالۍ فراغت غونډه ترسره شوه!
احمد شاه دُراني خصوصي عالي لېسې د ۱۴۰۵ کال د فارغو زدهکوونکو د فراغت مراسم د غبرګولي میاشتې په ۲۵مه نېټه، د دوشنبې په ورځ د ځانګړو مراسمو په ترڅ کې ترسره کړل.
په دغو مراسمو کې د پوهنتون استادانو، د ښوونځیو مسؤلینو، مخورو مشرانو، علمي شخصیتونو، فرهنګیانو، لیکوالانو او د زدهکوونکو والدینو ګډون کړی درلود.
غونډه د قرآن کریم په مبارک تلاوت پیل شوه، ورپسې د لېسې آمر ښاغلي میا رسول سېلاب ګډونوالو ته د ښه راغلاست او پرانیستې وینا ترڅنګ فارغو زدهکوونکو ته مبارکي وویله.
نوموړي په خپلو خبرو کې ټینګار وکړ چې زدهکوونکي باید د ښوونځي په کچه زده کړو بسنه ونه کړي؛ بلکې خپلې لوړې زده کړې هم تعقیب او د علم په ډګر کې لا ډېر پرمختګ وکړي.
ورپسې د لېسې مرستیال ښاغلي زرولي احساس د احمد شاه دُراني خصوصي عالي لېسې د لاسته راوړنو او فعالیتونو په اړه وینا وکړه.
هغه د لېسې تاریخي مخینې ته کتنه وکړه او د راتلونکو پلانونو په اړه یې والدینو او زدهکوونکو ته ډاډ ورکړ چې احمد شاه دُرانی خصوصي لېسه به د زدهکوونکو د علمي کچې د لوړولو او غوره روزنې لپاره خپلو هڅو ته دوام ورکوي.
د پروګرام په درېیمه برخه کې زدهکوونکو بېلابېلې ترانې، مقالې، شعرونه او نورې علمي او فرهنګي ویناوې وړاندې کړې چې د ګډونوالو له تود هرکلي او ستاینې سره مخ شول.
په وروستۍ برخه کې د مخورو مشرانو او علمي کادرونو په لاسونو فارغو زدهکوونکو ته تصدیق پاڼې او د فراغت اسناد ورکړل شول.
په پای کې دا علمي پروګرام ماښام نږدې د دیني عالم مولوي شهباز په دعا سره پای ته ورسېد.
نشراتو او عامه اړیکو مدیریت
۱۴۰۵/۳/۲۵