15/02/2024
میاشتئنۍ معلوماتي اعلامیه
په تیره یوه میاشت کې د اونیزو پروګرامونو تر څنګ څینې نورې سرګرمیانې هم تر سره شوي. ګران ورور ګل محمد همدرد څو ځلې مختلفو کلاسونو ته د تدریس تر څنګ د زده کوونکو سره خپلې تجربې شریکې او د زده کړې اړوند لارښونې وکړي. د نبراسکا ښوونیز مرکز ادارې د PTC غړو هر یو مولانا شاه محمد صاحب، حاجي سلام صاحب، د قدر وړ نور الهې صاحب او استاد ګل افضل صاحب د زده ادارې څخه لیدنه وکړه.
د تیرې میاشتې په اوږدو کې ګران ورور رشید طوطا خیل هم د نبراسکا ښونیز مرکز څخه لیدنه وکړه او د همکارۍ ډاډ یې راکړ.
همدا راز مولوي عتیق صاحب، ګران ورور عبدالقدیر صاحب هم د نبراسکا ښوونیز مرکز د زده کوونکو مشکلات او خواهشات مستقیمأ له زده کوونکو څخه واوریدل او د همکارۍ ډاډ یې ورکړ او د والدینو، استاد، کتاب، او درسي مرکز د ادب په پار یې هڅونه وکړه.
د تیر په څیر مو د تیرې میاشتې د اوونیزو پروګرامونو په درشل کې زده کوونکي په غوره انعاماتو ونازول تر څو د لوړ مرام سره خپل هدف ته د رسیدو لپاره هڅې ګړندۍ کړي.
نبراسکا نالج هاوس تل د نوښتونو په رامنځ ته کولو سره زده کوونکو او ټولنې ته په علمي ډګر کې د یو نوي روح او غوره علمي احساس ورکولو هڅه کوي.
د نبراسکا نالج هاوس سره په یو ځای کیدو د خپلو ماشومانو مستقبل ته مثبت تغیر ورکولای شی.
24/12/2023
د تیرې شپږو میاشتو د اوونیزو پروګرامونو معلوماتي اعلامیه
په تیرو شپږو میاشتو کې د اونیزو پروګرامونو ګران میلمانه هر یو مولانا شاه محمد صاحب، ګران مشر جمعه ګل صاحب، محترم ورور ګل همدرد صاحب، د قدر وړ استاد داود خان خانخیل صاحب، مخلص دوست ضابطا ګل صاحب، استاد محترم خالد مومند صاحب، د قدر وړ نور الهې صاحب زموږ د تیرو شپږو میاشتو د اوونیزو پروګرامونو میلمانه وه.
ډیر قدرمن حضرت مولانا شاه محمد صاحب د تل په څیر بیا هم زده کوونکو ته د وخت او زده کړو د ارزښت په هکله لازمې لارښوونې وکړي.
ګران ورور ګل همدرد صاحب د انګریزي ژبې د نړیوالې امتحاني ازموینې په هکله خپلې تجربې له زده کوونکو سره شریکي کړي.
او د خپل قوي هوډ او غوره علمي احساس په درلودلو سره یې د شاګردانو ته په اوونۍ کې د یو سیمنار د ورکولو خبره یقیني کړه.
نبراسکا ښوونیز مرکز ادارې پرسونل خوښي څرګندوی چې زده کوونکو ته د داسې علمي شخصیتونو له خوا د سیمنارونو ورکولو نوښت رامینځ ته کوي.
نبراسکا نالج هاوس تل د نوښتونو په رامنځ ته کولو سره زده کوونکو او ټولنې ته په علمي ډګر کې د یو نوي روح او غوره علمي احساس ورکولو هڅه کوي.
د تیرو میاشتو د اوونیزو پروګرامونو په درشل کې مو زده کوونکي په غوره انعاماتو ونازول تر څو حوصله افزایی یې وشي او د دې نوښت په اساس د دوی میلان درسونو ته زیات شي.
د نبراسکا نالج هاوس سره په یو ځای کیدو سره د خپلو ماشومانو زده کړه یقیني کړی.
17/12/2023
.
#خبرتیا
#نوښت
نبراسکا نالج هاوس د
New American Streamline Series
د دوهم کتاب
NewAmerican Streamline Connection
د پیل ویاړ حاصلوي.
د انګریزي ژبې د استاد په حیث زما په اند ذکر شوی Series تر بل هر یوه غوره او ګټور Series دی.
ځکه چې ما تر اوسه په بل کوم Series کې دومره مرستندویه درسي مواد او د موضوعاتو دومره بهتره ترتیب نه وه تجربه کړی.
یاد Series د
Treditional teaching method
نه بلکه د
Modern teaching method
په بنیاد جوړ شوی دی.
پدې خاطر پدې Series کې د ټولو درسي موضوعاتو سربیره د زده کوونکو
Sense of learning essential life skills
د ژوند د اړینو مهارتونو د زده کړې احساس
Analytic competencies
تحلیلي وړتیاوې
Decision-making skills
د پریکړې کولو مهارتونه
and Critical thinking
او انتقادي فکر په یو ځانګړي بڼه وده کوي.
نو بنأ ټولنې د یو مخلص په حیث دا لازمي ګڼم چې د ټولنې وګړي د دې Series زده کړې ته راوبولم.
نبراسکا نالج هاوس
د زده کړو یوه باوري سرچینه
15/10/2023
Nebraska Knowledge House, a source of innovations, has always strived to spread positive ideas to the community.
The students of Nebraska Knowledge House celebrated International Teacher's Day for the first time with a ceremony that has not been seen in previous years.
Dear students, out of great gratitude to Engineer Muhammad Sabir Bashardost, the picture of Reslected Engineer was placed on the cake and besides the cake, the Mr. Sabir was presented with a other gifts.
The staff of the Nebraska Knowledge House is very grateful for this great appreciation from our dear students.
Credits Goes to Senior Students
15/10/2023
#نوښت
نبراسکا نالج هاوس چې د نوښتونو د سرچینې حیثیت لري تل یې ټولنې ته د مثبتو انګیزو د خپریدو هڅه کړي ده.
د نبراسکا نالج هاوس زده کوونکو د لومړي ځل لپاره د استاد د نړیوالي ورځي لمانځل په داسې مراسمو سره تر سره کړل چې ساري یې په تیرو کلنو کې نه لیدل کیږي.
ګرانو زده کوونکو د انجنیر محمد صابر بشردوست د عظیمي قدردانۍ په پار د ښاغلې انجنیر صاحب تصویر په کیک لګولی او د کیک تر څنګ یې انجنیر صاحب په یو لړ نورو ډالیو ونازوه
د نبراسکا نالج هاوس ادارې پرسونل د ګرانو شاګردانو د دې عظیمي قدردانۍ ډیر ممنون او مشکور دی.
نبراسکا روڼ انقـلاب دی
د پوهنې لوی دریـاب دی
د نوښت یو نوی باب دی
ځکه غــوره انتـخاب دی
05/10/2023
🌹💐اکتوبر پنځمه، د ښوونکي ورځ 🌹💐
اِنَّمَا بُعِثْتُ مُعَلِّماً
زه د ښوونکی په توګه رالیږل شوی یم
(ابن ماجه، ۱ ټوک، ۱۵۰ مخ، حدیث: ۲۲۹)
د مصطفی فرمان
"الله او د هغه پرښتې، اسمانونه او ځمکه، حتی میږیان په خپلو سوریو کې او کبان د هغه چا لپاره دعا کوي چې د نیکۍ ښوونه کوي."
(ترمذي ۲۶۸۵)
"علم زده کړه، او د علم لپاره ادب او احترام زده کړه، د هغه ښوونکي په وړاندې عاجزي او تواضع وکړه چې تاسو ته یې پوهه درښودلې ده."
(المعجم الاوسط، حدیث ۶۱۸، ۵ ۴، ۳۴۲ مخ)
ټولو ښاغلو ښوونکو ته سلام