26/02/2022
سورت البقره
آیت ۱ - ۵
بِسْمِ اللَّهِ الرَّحْمَنِ الرَّحِيمِ
د الله په نامه سره (شروع كوم) چې ډېر زیات مهربان، بې حده رحم كوونكى دى.
الم ﴿1﴾
الف، لام، ميم.
ذَلِكَ الْكِتَابُ لَا رَيْبَ فِيهِ هُدًى لِلْمُتَّقِينَ ﴿2﴾
دا (عظیم) كتاب دى، په ده كې هېڅ شك نشته، د پرهېزګارانو لپاره هدایت دى.
الَّذِينَ يُؤْمِنُونَ بِالْغَيْبِ وَيُقِيمُونَ الصَّلَاةَ وَمِمَّا رَزَقْنَاهُمْ يُنْفِقُونَ ﴿3﴾
هغه خلق چې په غیبو ایمان راوړي او لمونځ قايموي او له هغه (مال) نه څه (حصه) خرچ كوي؛ چې مونږ دوى ته وركړى دى.
وَالَّذِينَ يُؤْمِنُونَ بِمَا أُنْزِلَ إِلَيْكَ وَمَا أُنْزِلَ مِنْ قَبْلِكَ وَبِالْآخِرَةِ هُمْ يُوقِنُونَ ﴿4﴾
او هغه خلق چې ایمان راوړي په هغه (كتاب) چې تا ته نازل كړى شوى دى او په هغو (كتابونو) چې له تا نه مخكې نازل كړى شوي دي، او په اخرت همدوى یقین لري.
أُولَئِكَ عَلَى هُدًى مِنْ رَبِّهِمْ وَأُولَئِكَ هُمُ الْمُفْلِحُونَ ﴿5﴾
دغه خلق د خپل رب له طرفه په راغلي هدايت باندې دي او همدغه خلق پوره كامیاب دي.