Faculty of Computer Science Nangarhar University

Faculty of Computer Science Nangarhar University Official Page of Faculty of Computer Science Nangarhar University Official page of computer Science faculty of Nangarhar University

د کادري بست اعلان کمپيوټر ساينس پوهنځي معلوماتي تکنالوژي څانګه کې يو علمي کادر خالي بست اعلان ته ورکړل شوی دی. دوکتور، م...
11/08/2026

د کادري بست اعلان
کمپيوټر ساينس پوهنځي معلوماتي تکنالوژي څانګه کې يو علمي کادر خالي بست اعلان ته ورکړل شوی دی. دوکتور، ماستر او ليسانس په شرايطو برابر اشخاص کولای شي د ثبت نام له پاره ننګرهار پوهنتون استادانو چارو امريت ته خپلې عرض پاڼې او اړوند اسناد تسليم کړي‌.
درنښت

داوطلبان کولاي شي چې ياد علمي کادر بست ته د نوم ليکنې په موخه خپلې غوښتنپاڼې (علمي کادر ته د شموليت فورمه) ډکې، په ملي ژبه د نمرو اصل ټرانسکرېپټ، د وزارت له ويبپاڼې څخه...

د ننګرهار پوهنتون کمپیوټر ساینس پوهنځي کې د اوبو تصفیه کولو ماشین له جوړېدو وروسته ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.د اوبو فلتر ...
27/07/2026

د ننګرهار پوهنتون کمپیوټر ساینس پوهنځي کې د اوبو تصفیه کولو ماشین له جوړېدو وروسته ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

د اوبو فلتر یاد ماشین چې په ساعت کې ۲۰۰۰ لیتره اوبه پاکوي، د (ایچ ایچ ار ډي) خیریه مؤسسې له خوا د نږدې څلور سوه زره افغانیو په مالي لګښت جوړ او د یو لړ مراسمو په ترڅ کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

د پرانیستې په مراسمو کې د ننګرهار پوهنتون د محصلانو چارو مرستیال مولوي عبیدالله عابد، د کمپیوټر ساینس پوهنځي رئیس پوهنوال علي جان عادل، د محصلانو خدمتونو او همغږۍ آمر قاري بشیر احمد احمدي او د مرسته کوونکې ادارې مشر ښاغلي عبیدالله فیصل او نورو مسؤلینو او استادانو برخه لرله.

د پوهنتون مسؤلینو د مرسته کوونکې ادارې له مشر او نورو همکارانو د یاد اقدام او په تېر کې ننګرهار پوهنتون سره د ترسره کړیو مرستو له کبله مننه وکړه او راتلونکې کې یې هم د ورته فعالیتونو د دوام غوښتنه وکړه، چې د هغوی له خوا ډاډ ورکړل شو.

سرچینه: د عامه اړیکو او نشراتو امریت

27/12/2025

د معلوماتي سېستمونو څانګې لرليد او ماموريت
لرليد
د باکيفيته زده کړو په وړاندې کولو سره د معلوماتي سيستمونو په سکټور کې د افغانستان په اقتصاد او ځان بسياينې کې مرسته کول.
ماموريت
د معلوماتي سېستمونو څانګه ژمنه ده چې د نوې ټکنالوژۍ، علمي څېړنو، او عملي زده کړو له لارې داسې مسلکي، خلاق، او مسؤل فارغان وروزي چې د معلوماتو د مديريت، تحليل، او کارونې په برخه کې د ټولنې او اقتصاد د پرمختګ لپاره اغېزمن خدمتونه ترسره کړي.

د معلوماتي تکنالوژي څانګې لرلید او رسالتلرلید:معلوماتي تکنالوژي څانګه هڅه کوي چې د معتبر او معیاري درسي او څېړنیزو پروګر...
27/12/2025

د معلوماتي تکنالوژي څانګې لرلید او رسالت

لرلید:
معلوماتي تکنالوژي څانګه هڅه کوي چې د معتبر او معیاري درسي او څېړنیزو پروګرامونو له لارې د خلکو د پرمختګ او د ژمنو او متخصصو کسانو د روزنې او زده کړې لپاره زمینه برابره کړي.

رسالت:
د معلوماتي تکنالوژۍ په برخه کې د مسلکي ، څېړنیزو او مدیریتي مهارتونو د لوړولو په موخه د معلوماتي تکنالوژۍ له پرمختګ سره سم د باکیفیته علمي او ښوونیزو خدمتونو وړاندې کول

Address

Jalalabad
26000

Opening Hours

Monday 08:00 - 16:00
Tuesday 09:00 - 17:00
Wednesday 09:00 - 17:00
Thursday 09:00 - 16:00
Saturday 09:00 - 17:00
Sunday 09:00 - 17:00

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Faculty of Computer Science Nangarhar University posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Contact The School

Send a message to Faculty of Computer Science Nangarhar University:

Shortcuts

Share