01/06/2026
بسم الله الرحمن الرحیم
د نوري وحدت خصوصي عالي لېسې د کلنۍ آزموینو دوهمه ورځ او د بهسودو ولسوالۍ د پوهنې آمریت انکشاف مسلکي محترم غړي استاد جناب آقا محمد عمري صاحب او استاد محترم سید خالد پاچا نننۍ لیدنه!
نن دوه شنبه، د ۱۴۰۵ هجري لمريز کال د جوزا یوولسمه نېټه وه چي د نوري وحدت خصوصي عالي لېسې په انګړ کې د کلنیو آزموینو دوهمه ورځ په منظم او شفاف ډول ترسره شوه.
د بهسودو ولسوالۍ د پوهنې آمریت انکشاف مسلکي محترم غړي جناب آقا محمد عمري صاحب او استاد سید خالد پاچاهم نن د یادې لېسې څخه لیدنه وکړه. نوموړو د ازموینو صحني، د ښوونکو فعالیتونه، او ادارې چارې له نږدې وکتلې، اړوند مسؤلینو ته یې ګټورې سپارښتنې وکړې او د لا ښه والي لپاره لازمې لارښوونې وړاندې کړې.
ښاغلي استادجناب اقا محمد عمري صاحب او استاد سید خالد پاچا د نوري وحدت خصوصي عالي لېسې د مدیریت، ښوونکو او زدهکوونکو هڅې وستایلې او د هر اړخیز ملاتړ ډاډ یې څرګند کړ.
لایزال رب دې د دوي په علم، خدمت او هڅو برکت واچوي.
اسلامي ښوونه او روزنه ـــــ لوړ معیار ـــــ غوره زده کړې
د اړیکې شمېره:
0788181708
پته: کنړ – جلالآباد عمومي سړک، بانډه قاضیان، د نوري وحدت خصوصي عالي لېسې ودانۍ