22/12/2025
بسم الله الرحمن الرحیم
د حیات آباد متوسطه خصوصي ښوونځي د زده کوونکو ترمنځ سیالۍ
د زدهکوونکو تر منځ د سیالیو ترسره کول په ښوونیز بهیر کې ډېر مهم رول لري. دغه سیالۍ زدهکوونکي هڅوي چې خپل استعدادونه وپېژني، د زدهکړو پر لور لېوالتیا زیاته کړي او د ځان باور پیاوړی کړي.
له بلې خوا، ښوونیزې سیالۍ د ښوونکو لپاره هم ګټورې دي، ځکه د زدهکوونکو وړتیاوې او کمزورۍ په ښه ډول پېژندل کېدای شي. سربېره پر دې، سیالۍ د ښوونځي فضا خوږه او فعاله ساتي او زدهکوونکي له منفي فعالیتونو لرې کوي.
که سیالۍ په منظم، عادلانه او ښوونیز ډول ترسره شي، نو د زدهکوونکو پر فکري، اخلاقي او ټولنیز پرمختګ مثبت اغېز لري او د روښانه راتلونکي بنسټ ږدي.
له همدې امله په حیات آباد متوسطه خصوصي ښوونځي کې هره اونۍ د زده کوونکو ترمنځ سیالۍ جوړېږي, تر څو هغه زده کوونکي چې غیر فعاله دي; فعال شي.
د همدغو سیالیو په دوام نن وار د دریم الف ټولګي ته رسېدلی وو, نوموړو زده کوونکو له خپلې سیالۍ څخه په ښه مېړانه دفاع وکړه, چې پایلې به یې ان شألله د ټولو ټولګیو د سیالیو په پای کې اعلان شي.
نوټ: څرنګه چې څلورنیم میاشتینۍ ازموینې را نژدې شوي, نو په همدې اساس اونیزې سیالۍ په اونۍ کې دوه وار ترسره کېږي.
1/10/1404
په درنښت
نوید همدرد
د ښوونځي آمر