19/12/2025
MBA Students Nangarhar University
This page is created by the MBA students Nangarhar university to present info and updates regarding MBA and Economics
19/12/2025
28/11/2025
د کار موندنې خبرتيا!
د کابل، ننګرهار، تخار، کنړ، لغمان، نورستان او ارزګان ولايتونو لپاره نوي بستونه د بيلابيلو مؤسسو له خوا اعلان ته سپارل شوي دي په شرايطو برابر کسان کولای شي د اړوند ولايت لينک تعقيب کړي او په صحيح شکل ورته ثبت نام وکړي.
ولايت: کابل
مؤسسه ميهن
د بستونو شمير: 30
د تغذيې څانګې ناظر (۴ بستونه)
د واکسين پروګرام (EPI) ناظر (۲ بستونه)
د ټولنیزو روغتیایي پروګرامونو مسؤل (CBHC) – ۴ بستونه
د روغتیايي معلوماتو سیستم همکار (HIMS)
د IT تخنیکي افسر او د تجهیزاتو لیست مسؤول
د درملتون همکار
د څارنې او ارزونې افسر (M&E) – ۴ بستونه
د روغتیايي معلوماتو سیستم افسر (HMIS)
د ترانسپورت څانګې همکار
د فهرستبردارۍ / موجودي څانګې همکار
د بشري منابعو افسر
د اداري څانګې همکار
د ترانسپورت مسؤول
د لوژستیک افسر
د ټولنیزو روغتیايي کارکوونکو روزونکی (CHWs) – ۴ بستونه
د ساتنې او مراقبت څانګې مسؤول
د مالي څانګې همکار
د غوښتنلیک لېږلو او نورو معلوماتو لپاره لاندې لینک ته مراجعه وکړئ:
https://kaarobar.net/companies/mhco
ولايت: ننګرهار
د بست عنوان: امنیتي ساتونکی (Security Guard)
د بستونو شمير: 4
ځای: د ننګرهار ولایت
استخدام کوونکی: Handicap International سازمان
تحصیلات: له نهم یا دولسم ټولګي فارغ
د نوملیکنې وروستۍ نېټه: د ۲۰۲۵ کال د نومبر ۳۰مه
د نوملیکنې او نورو معلوماتو لپاره، لاندې لینک ته لاړ شئ:
https://wazifaha.org/jobs/24698/position-title-security-guard
ولايت: کنړ
مؤسسه MEDAIR
د بستونو شمير: 13
د تغذيې نرس
طبي ډاکټر (۳ بستونه)
د صحت څانګې همکار (۳ بستونه)
قابله (۲ بستونه)
امنیتي ساتونکی (ګارد)
دریور/مستري
دریور
د مالي مدیر مرستیال
د نوملیکنې او نورو معلوماتو لپاره، لاندې لینک ته لاړ شئ:
https://wazifaha.org/companies/medair
ولايت: ارزګان
د دندې عنوان: د حفظ الصحې هڅوونکی (Hygiene Promoter)
د بستونو شمير: 6
تحصیلات: د نرسنګ له څانګې فارغ
استخدام کوونکی: Intersos مؤسسه
موقعیت: ارزګان ولایت
د اعلان پای: ۲۰۲۵/۱۲/۶
د غوښتنلیک سپارلو او بشپړو جزیاتو لپاره، لاندې لینک ته لاړ شئ:
https://kaarobar.net/jobs/12129/position-title-hygiene-promoterlocal-announcement-re-announced
ولايتونه: کنړ، لغمان، نورستان او ننګرهار
مؤسسه DACAAR
د بستونو شمير: 12
د طبیعي پېښو لپاره د چمتووالي روزونکی (۴ بستونه)
ټولنیز کارکوونکی (۸ بستونه)
د غوښتنلیک لېږلو او نورو معلوماتو لپاره، لاندې لینک ته مراجعه وکړئ:
https://kaarobar.net/companies/dacaar
کنړ ولايت:
مؤسسه MEDAIR
د بستونو شمير: 9
د روغتیا څانګې همکار (۳ بستونه)
قابله (۲ بستونه)
امنیتي ساتونکی
دریور/مستري
دریور
د مالي مدیر مرستیال
د غوښتنلیک لېږلو او نورو معلوماتو لپاره لاندې لینک ته لاړ شئ:
https://kaarobar.net/companies/medair
تخار ولايت:
د دندې سرلیک: ټولنیز بسیج کوونکی
د بستونو شمېر: 8
تحصیلي کچه: لیسانس (په زراعت یا حیواني علومو کې)
ځای: تخار ولایت
استخدام کوونکی: Mission East مؤسسه
د اعلان پای نیټه: ۲۰۲۵/۱۲/۰۶
د غوښتنلیک لېږلو او نورو معلوماتو لپاره دلته کلیک وکړئ:
https://kaarobar.net/companies/mission-east
د نورو نوي بستونو د معلوماتو له پاره لاندي چينل تعقيب کړئ:
👇👇👇
https://whatsapp.com/channel/0029VbAsSBeG3R3hrNDIcb0J
22/11/2025
مصنوعي ځیرکتیا/د انسان او ماشین د فکر نوى کیسه!
په دي کتاب کې محترم لیکوال (نصیر ګوټوال) هڅه کړي چې د معاصرى نړۍ تر ټولو مهمه او بحث لرونکى موضوع مصنوعي ځیرکتیا(Artificial Intelligence) د لوستونکو لپاره په ساده، خلص او جذاب ډول تشریح کړي.
د کتاب پیل له دي پوښتنې کېږي چ «مصنوعي ځیرکتیا څه ده او څنګه کار کوي؟
لیکوال په دي برخه کې د AI تعریف، تارېخچه، او د هغې علمي جوړښت تشریح کوي، د ماشین د فکر تقلید او د کمپیوټري پروګرامونو زدهکړیز میکانیزمونه هم راسپړي.
دا هم پکى راځي چ څنګه کمپیوټر د معلوماتو له ډېرو بېلګو څخه زده کړه کوي او د انسان د مغز په څېر پرېکړې کوي.
د Bias/تعصب مفکوره هم دلته تشریح شوى ده؛ یعنې څنګه یو الگوریتم کولای شي؛ د انساني خطا یا تمایل ښکار شي او دا ستونزه څنګه د ټولنیز عدالت لپاره خطر پېښوي.
Neural Networks، Machine Learning (ML)او Deep Learning
مفاهیم له مثالونو سره روښانه کوي.
لوستونکى زده کوي چې څنګه ماشین د تجربو له لارې خپل خطا اصلاح کوي او د وړاندوینو ځواک ترلاسه کوي.
دلته د Artificial General Intelligence (AGI) او Artificial Super Intelligence (ASI) په اړه هم ژور بحث شته؛ دا هغه کچه ده چې ماشین به د انسان له پوهې پورته ولاړ شي او انسانیت به له نوی فلسفي پوښتنې سره مخ کړي!
"ایا هوښیار ماشینونه به د انسان د فکر بشپړ بدیل شي؛ که یې مرستهکوونکي پاتې شي"؟
لیکوال د AI عملي استعمالونه په بیلابیلو برخو کې بیانوي؛ له زدهکړي او روغتیا څخه تر اقتصاد او خدماتو پوري.
په ځانګړې توګه:
د Robo-Advising، مالي چارو، بانکي خدمتونو، تعلیم او درمل پالنې (AI in medicine) بېلګې راوړي.
له دي سره د انساني اخلاقي حدودو، شخصي حریم (Privacy)، او انساني ارزښتونو د ساتنې اړتیا یادوي.
دلته د تعصب، اخلاقي محدودیتونو او انساني مسؤلیت، ژور بحثونه هم شته.
کتاب د انساني ژوند په بیلابیلو برخو کې د مصنوعي ځیرکتیا اغېزې څېړي:
په کار او روزګار کې؛ د زدهکړې په چاپېریال کې؛ د روغتیایي خدمتونو او عدلي نظام په کارونو کې؛ د فلسفې، مذهب، او ټولنیز ژوند په
ارزښتونو کې...
په ځانګړې توګه دا پوښتنه مطرح کېږي:
"که ماشینونه زموږ پر ځای پرېکړې وکړي؛ نو د انسان آزادي او هویت به څه ډول پاتې شي"؟
او هېره دي نه وي چ په وروستیو فصلونو کې لیکوال یو ژور پیغام انعکاس کوي؛ هغه دا چ مصنوعي ځیرکتیا یوازې یو تخنیکي پرمختګ نه دی؛ بلکې د انسان د تمدن نوی مرحله ده.
که انسان د اخلاق، فکر او پوهې لارښوونه له لاسه ورکړي، نو هوښیار ماشینونه به یې نشي ژغورلۍ، خو که د عقل ترڅنګ وجدان وساتي؛ مصنوعي ځیرکتیا به د انسان د پرمختګ تر ټولو لوی ملګری وي.
" که د متن لنډيز/کوچ په لنډو ټکوو کې پاى ګېري کوو؛ نو ويلۍ شوو؛ چ مصنوعي ځیرکتیا د انسان د فکر غزونه ده، نه بدیل.
راتلونکی به د هغو ملتونو وي چ پوهه، اخلاق، تخنيک او فکر متحد وساتي."
#يادونه: ددي کتاب لوستل د هرچاااا لپاره ضرور بولم؛ باالخصوص د هغه چاااا لپاره چ سوشل مډيا/مجاﺯي نړۍ ته سر راښکاره کوي؛ ډېري هغه ناحل شوي پښتنى به درحل کړى؛ چ تاسوو يې په ﺫهن کې لرئ.
ممکن ددي کتاب د ارﺯښتى پيغام عمق ته ﺯه وس هم سم نيم رسيدلۍ؛ کوم چ کتاب يې له ځان سره لري؛ خوو ﺯمااا برداش/تحليل ځني همدا وو؛ چ له تاسوو سره مې شريک کوو
لېک لېږ اوږد شوو؛ هېله ده چ د ویلوو لېږ حق موو ادا کړى وي.
#درنښت
05/11/2025
خپل مهربان، درانه او مستعد مشر استاد قدرمن صېب ته د #پوهاندۍ علمي رتبې د تر لاسه کولو له امله مبارکي وایم. ښاغلی پوهاند صېب واقعاً ددې علمي رتبې وړ و، ددې وطن ډیر زلمي یې روزلي او په اقتصادي نظریو سمبال کړي دي خدای دې یې دا ټولې لارښوونې او کوښښونه په حسناتو کې حساب کړي او لوی عمر دې یې په برخه شي.
آمین
06/10/2025
د علمي سیمينار خبرتيا!
موضوع: په تیرو دریو کلونو کې د افغانستان بانک عمومي سیاستونو ته لنډه کتنه
وړاندې کوونکی: استاد تاج محمد تمکین
نيټه: ۱۴۰۴/۷/۱۴
ورځ: دوشنبه
وخت او ځای: ماسپښین: ۳:۳۰ د مسلکي پرمختیا مرکز(PDC)
تاسې درنو ته هم د ګډون بلنه ده .
Click here to claim your Sponsored Listing.
Location
Category
Website
Address
Nangarhar University ، Daronta, Nangarhar
Jalalabad
25000