Khalid Bin Waleed High School

Khalid Bin Waleed High School Computer lab ,library ,laboratory and transport
((our mission is honesty,education and welfare))
KEY TO SUCCES
0776101401●☆●0795323600●☆●

د اناثو د بخش د نتایجو د اعلان غونډی انځوریز البم
23/06/2026

د اناثو د بخش د نتایجو د اعلان غونډی انځوریز البم

د خالد بن ولید خصوصی عالی لېسی د شپږمی دوری د فراغت غونډی لمړی انځوریز البم
23/06/2026

د خالد بن ولید خصوصی عالی لېسی د شپږمی دوری د فراغت غونډی لمړی انځوریز البم

خبرتیا د خالد بن ولید خصوصی عالی لېسی ټولو ګلالیو زده کوونکو ته خبر ورکول کیږی چه سبا دوشنبه د سرطان میاشتی لمړی نیټه د ...
21/06/2026

خبرتیا
د خالد بن ولید خصوصی عالی لېسی ټولو ګلالیو زده کوونکو ته خبر ورکول کیږی چه سبا دوشنبه د سرطان میاشتی لمړی نیټه د ۱۴۰۵ تعلیمی کال نتایجو اعلان غونډه او د فراغت مرسم د لېسی په انګړ کی تر سره کیږی هیله ده چه ټول زده کوونکی خبر وی

 دننګرهار پوهنې رياست دښار پوهنې امريت اړوندد خالدبن ولیدخصوصي عالي لېسه نن یکشنبه د جوزا میاشت ۲۴ نیټه دڪلنۍ ازموینی اخ...
14/06/2026


دننګرهار پوهنې رياست
دښار پوهنې امريت اړوند
د خالدبن ولیدخصوصي عالي لېسه
نن یکشنبه د جوزا میاشت ۲۴ نیټه دڪلنۍ ازموینی اخرنۍ ورځ هـــم داللَّه ﷻ په فضل او ڪرم سره د تهذیب ازموینه د تربیوی هېت لخوادښوونځی د ڪنټرولرانو په حضورڪې په ډیره آرامه فضا ڪی په شفاف ډول واخستل شوه .
اداره د ټولو ښوونکو او په ځانګړي د ڪنټرولرانو صاحبانو مننه کوي چې ازموینه يې په شفاف او منظم ډول ترپايه ورسوله .
د ټولوګلالیو زده ڪوونڪو د بریا او روښانه راتلونڪي په هیله

ازموینه څه شی ده ؟۱ : ازموینه د انسان د پوهې د معلومولو یوه  مهمه وسیله ده ۲: ازموینه یوازې د نمرو لپاره نه ده، بلکې د ا...
06/06/2026

ازموینه څه شی ده ؟
۱ : ازموینه د انسان د پوهې د معلومولو یوه
مهمه وسیله ده
۲: ازموینه یوازې د نمرو لپاره نه ده، بلکې د انسان د پوهې، زحمت او هڅې اندازه هم څرګند وی
۳: ازموینه د انسان دپوهې، زده‌کړې او وړتیاد معلومولو یوه لاره د
۴ : ازموینه هغه عمل دی چې د انسان پوهه، مهارت او زده‌کړه پرې ارزول کېږي

د کلنیو ازموینو د بهیر څارنه تر سره شوه د ننګرهار پوهنې ریاست رئیس، شیخ الحدیث محمدشریف حلیمي او د ښار پوهنې آمریت آمر، ...
03/06/2026

د کلنیو ازموینو د بهیر څارنه تر سره شوه
د ننګرهار پوهنې ریاست رئیس، شیخ الحدیث محمدشریف حلیمي او د ښار پوهنې آمریت آمر، قاري صیب طیب الرحمن سلامزی له مل پلاوي سره نن ورځ د کلنیو ازموینو د څارنې په موخه د خالد بن ولید خصوصي عالی لېسې څخه لیدنه وکړه.
د لیدنې پر مهال د ازموینو پوښتنلیکونه، پرچې، د تقریري ازموینو جریان او د ازموینو عمومي بهیر له نږدې وڅارل شو. نوموړو مسئولینو د ازموینو د شفافیت، نظم او اصولو د مراعات په اړه لازمې لارښوونې او سپارښتنې وړاندې کړې.
همدارنګه، د خالد بن ولید خصوصي لېسې موسیس ذاهد الله عزیزی د اداري او تدریسي پرسونل د هڅو، ښه مدیریت او اغېزمنو تدابیرو ستاینه وشوه. د زده‌کوونکو له علمي سویې، ګډون او چمتووالي څخه د خوښۍ څرګندونه وشوه او د لا زیاتو بریاوو هیله یې څرګنده کړه.

*بسـم الله الــرحمـن الرحیـــم**دننګرهار پـوهنــې ریاسـت**جلال ابادښار پوهنې آمریت**خالدبن ولیدخصوصي لېـسه**موضوع:      ...
01/06/2026

*بسـم الله الــرحمـن الرحیـــم*
*دننګرهار پـوهنــې ریاسـت*
*جلال ابادښار پوهنې آمریت*
*خالدبن ولیدخصوصي لېـسه*
*موضوع: کلنۍ ازموینه*
*نیټه: 1405/03/11
د لېسي د کلنۍ ازموینۍ دڅارنې او کنټرول په موخه نن ورځ دښار دپوهنې آمریت دڅارنې علمي او مسلکي غړی غلام الله رحمتي .دخالدبن ولیدلېسي اداري چارو او د ازموینې دصحنې څخه لیدنه وکړه. د زده کوونکو پوښتن پاڼې او ځوابونه یې ولیدل،د ازموینې دصحنې ترتیب او کنټرول څخه لیدنه وکړه.
دښه نظم او ډیسپلین او د زده کوونکو دښې سویې څخه يې خپل رضایت او خوښي څرګنده کړه .د ادارې څخه یې مننه وکړه.چې ادارې او تدریسي چارو دسمون او د زده کوونکو سویه يې غښتلي او بی مثاله وه.
دخالدبن ولیدلېسي اداره هم دڅارنې دعلمي او مسلکي غړی دهر اړخیزه همکارۍ او لارښوونو څخه مننه کوی
په درنښت

┄┅═══✼🌸 🌸✼═══┅┄📚بسم الله الرحمن الرحيم📚قدرمنو والدینو او ګرانو زده کوونکو.. السَلامُ عَلَيْكُم وَرَحْمَةَ اللَّهِ وَبَرَ...
30/05/2026

┄┅═══✼🌸 🌸✼═══┅┄
📚بسم الله الرحمن الرحيم📚

قدرمنو والدینو او ګرانو زده کوونکو..
السَلامُ عَلَيْكُم وَرَحْمَةَ اللَّهِ وَبَرَكَاتُهُ
په دې هيـــــله چې د اختر رخصتـــي مو په خېر او عافيت ســره تېره کړي وي.
دا چې د پوهنې جليله وزارت د طرزالعمل مطابق دګرمسیر ښوونځيو کلنۍ ازموينه ان شاءاللَّه د جوزا په لسمه نېټه ( #سبایکشنبه) پېليږي.
دخالد بن ولید خصوصي عالي لېسې اداره ټولو ګلالیو زده کوونکو ته خبر ورکول کيږي چې په ټاکلي نېټه سهار اوه نيمی بجې د مهالویش مطابق خپلو امتحانونو ته حاضر شئ.
درنښت
دخالد بن ولید خصوصي عالي لېسې اداره

اختریز پیغام !د نیکمرغه لوی اختر د رارسیدو په مناسبت د خالد بن ولید خصوصی عالی لېسی موسس ذاهد الله (عزیزی ) اداری او تدر...
27/05/2026

اختریز پیغام !
د نیکمرغه لوی اختر د رارسیدو په مناسبت د خالد بن ولید خصوصی عالی لېسی موسس ذاهد الله (عزیزی ) اداری او تدریسی پرسونل دنړۍ ټولو مسلمانانو ته او په ځانګړی ډول دافغانستان غیرتي او میړني ولس ته د زړه له کومی مبارکی وړاندی کوی ,اختر مو مبارک او بختور شه عباداتونه مو دالله (ج) په دربار کی قبول او منظور شه

26/05/2026

🎂د خالد بن ولید خصوصی عالی لېسی د ګلالیو زده کوونکو لخوا د نړی ټولو مسلمانانو ته دی لوی اختر مبارک وی

Address

Narinj Bagh Main Road
Jalalabad
2601

Opening Hours

Monday 07:30 - 17:00
Tuesday 07:30 - 17:00
Wednesday 07:30 - 17:00
Thursday 07:30 - 17:00
Saturday 07:30 - 17:00
Sunday 07:30 - 17:00

Telephone

+93781141056

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Khalid Bin Waleed High School posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Contact The School

Send a message to Khalid Bin Waleed High School:

Shortcuts

Share

Category