20/07/2026
د اتفاق خصوصي عالي لېسې تکړه او هڅاند زده کوونکی محمد عادل د لعل خان ځوی چې د کانکور په ازموینه کې د ۳۱۱ لوړو نمرو په ترلاسه کولو سره د ننګرهار پوهنتون د کمپیوټر ساینس پوهنځي ته بریالی شوی.
نوموړي د خپلې هڅې، زیار او غوره زدهکړیزو لاسته راوړنو له امله د جلالآباد ښار د پوهنې آمریت له لوري وستایل شو او په تقدیرنامه ونازول شو.
د اتفاق خصوصي لېسې اداره د نوموړي دا ستره بریا د ویاړ وړ بولي او ورته د لا زیاتو بریاوو، پرمختګ او روښانه راتلونکي هیله کوي.
.