24/05/2026
د قربانۍ د احکامو او فضایلو په اړه سمینار وړاندې شو
یکشنبه، ۱۴۰۵/۳/۳
سپین غر پوهنتون د دعوت او ارشاد آمريت له لوري د مسلکي پرمختیا آمریت سره په همغږۍ د پوهنتون علمي او اداري برخو کار کوونکو ته «د قربانۍ احکام او فضایل» تر سرلیک لاندې معلوماتي سمینار وړاندې شو.
سمینار د پوهنتون د دعوت او ارشاد آمر مولوي بشرمل بشردوست له لوري وړاندې کړای شو، چې پر مهال یې د پوهنتون د رهبرۍ غړو په ګډون علمي کادونو، استادانو او اداري کارکوونکو ګډون درلود.
ښاغلي بشردوست د قربانۍ پېژندنه، تاریخچه، د ذوالحجې د لسو ورځو فضیلت، د تشریق تکبیرات، د ابراهیم علیه السلام نصب، شجره او امتحانات، د قربانۍ حکم، د وجوب شرایط، ډولونه، قرباني باید په کومو څارویو وشي؟ په قربانۍ کې شرکت، د قربانۍ په څاروي کې معتبر او نامعتبره عیبونه، د څاروي د ذبحې خوندي طریقه او د غوښې تقسیمات، موضوعات په تفصیلي او هر اړخیز ډول تشریح او بحث کړل او هم یې د ګډونوالو پوښتنو ته ځوابونه وویل.
قرباني ستر ابراهیمي سنت دی چې د الله تعالی د حکم پر وړاندې د بشپړ اطاعت، صبر او ایمان ښکاره بېلګه ګڼل کېږي او مسلمانان هر کال په لوی اختر کې قرباني کوي، ترڅو د حضرت ابراهیم علیه السلام د اطاعت او تقوا دا مبارک سنت ژوندی وساتل شي.
د نشراتو او ټولیزو اړیکو آمریت
24/05/2026
د طبي ټکنالوژۍ پوهنځي محصلانو ترمنځ علمي رقابتي سیالي ترسره شوه
یکشنبه، ۱۴۰۵/۳/۳
سپین غر پوهنتون د طبي ټکنالوژۍ پوهنځي د اووم او اتم سمسترونو محصلانو د لارښود استاد محمد طارق شینواري په لارښووونه علمي رقابتي سیالي ترسره کړه.
د سیالۍ په پیل کې د محصلانو چارو مرستیال فضل الرحمن زیارمل دغه ډول برنامې د محصلانو د علمي وړتیاوو لوړولو، د زده کړو د پیاوړتیا او د سالم رقابت رامنځته کولو لپاره اړینې وبللې، چې په وینا یې په عملي او نظري برخو کې به یې مسلکي مهارتونه پراختیا ومومي.
ورپسې د ژوري هیئت غړو تر منظمې څارنې او ارزونې لاندې په لومړۍ برخه کې دوه تنو محصلانو، وحدت صافي او روحالله احساس معلوماتي سمینارونه وړاندې کړل او د سیالۍ نورو ګډونوالو محصلانو بیا د ژوري هیئت پوښتنو ته په ګروپي شکل ځوابونه وویل، چې اووم سمستر لومړی مقام او اتم سمستر دویم مقام ګټونکي اعلان شول او ډالۍ هم ورکول شوې.
د نشراتو او ټولیزو اړیکو آمریت
24/05/2026
د غاښونو طب پوهنځي محصلانو سمینارونه وړاندې کړل
یکشنبه، ۱۴۰۵/۳/۳
سپین غر پوهنتون د غاښونو طب پوهنځي د لسم سمستر دوه تنو محصلانو هر یو عطاء الرحمن رحماني او نصرت الله اماني د خپلو علمي او مسلکي زده کړو د پیاوړتیا په موخه د استاد دوکتور ریاض سالارزي په لارښوونه معلوماتي سمینارونه وړاندې کړل.
عطاء الرحمن رحماني د خولې د وچوالي (Xerostomia) اړوند د موضوع پېژندنه، د خولې د وچوالي د پېښېدو کچه، د لاړو د ترشح اندازه / د خولې د اوبو د تولید اندازه او دندې، د خولې د وچوالي لاملونه، کلینیکي نښې، تشخیص او درملنه موضوعات، همدارنګه نصرت الله اماني بیا د غاښونو د خرابېدوا (Dental Caries) اړوند معلومات: د غاښونو د خرابېدو پېژندنه، اصلي عوامل او طبقه بندي، نښې او علایم، د مخنیوي او تشخیص لارې چارې، د خولې د حفظ الصحې ساتنه، موضوعات په تفصیلي ډول وړاندې کړل او هم یې د سمینار د ګډونوالو محصلانو پوښتنې ځواب کړې.
یادو محصلانو په خپلو خبرو کې زیاته کړه، چې د خولې وچوالي او غاښونو خرابېدو ناروغۍ د انسانانو په ورځني ژوند ژورې اغیزې لري، نو په خپل وخت یې تشخیص او درملنه ډېره مهمه ده او باید مربوطه ډاکتر ته مراجعه وشي.
د نشراتو او ټولیزو اړیکو آمریت
23/05/2026
سپین غر پوهنتون د معالجوي طب پوهنځي لومړي او څلورم سمسترونو B او C سکشن محصلانو په پتالوژي مضمون کې علمي رقابتي سیالي ترسره کړه.
د معالجوي طب پوهنځي محصلانو ترمنځ علمي رقابتي سیالي ترسره شوه
شنبه، ۱۴۰۵/۳/۲
سپین غر پوهنتون د معالجوي طب پوهنځي څلورم سمستر B او C سکشن محصلانو په پتالوژي مضمون کې علمي رقابتي سیالي ترسره کړه.
یاده سیالي د استاد نوماند پوهنيار محمد ادريس عبدالرحيمزي په لارښووونه «په ناروغیو کې هیموډینامیک بدلونونه او التهابي پروسې - Hemodynamic Changes and Inflammatory Processes in Disease» تر عنوان لاندې د پوهنځي د مرستیال نوماند پوهنیار صفي الله محبت په مقدماتي وینا پیل شوه او د ژوري هیئت غړو تر منظمې څارنې او ارزونې لاندې ترسره شوه.
په سیالۍ کې جمله ۱۲ تنو محصلانو په مستقیم ډول ګډون درلود، چې تر ټاکلي وخت او د پوښتنو او ځوابونو وروسته د ژوري هيئت له لوري C سکشن لومړی او B سکشن دویم مقام ګټونکي اعلان شول او ټولو ګډونوالو محصلانو ته ډالۍ هم ورکول شوې.
د نشراتو او ټولیزو اړیکو آمریت
23/05/2026
درنو هېوادوالو!
د خوښیو مراسم باید د ارامۍ، نظم او متقابل احترام په فضا کې په داسې شکل ترسره شي، چې د ټولنې نور افراد متضرر نه شي، په همدې خاطر له ټولو هېوادوالو څخه هیله کېږي چې په خپلو مراسمو کې د پټاکیو او نورو چاودېدونکو توکو له کارولو ډډه وکړي، ځکه دا کړنې د ماشومانو، ناروغانو او سپینږیرو د اذیت، د چاپېریال د ککړتیا، د مالي سرچینو د ضایع کېدو او د اورلګېدنې او بدني زیانونو سبب ګرځي او د خوښۍ فضا په غم او اندېښنې بدلولای شي.
د نشراتو او ټولیزو اړیکو آمریت
20/05/2026
د کتاب لوستنې او مطالعې درې ورځنی نندارتون پای ته ورسېد
چهارشنبه، ۱۴۰۵/۲/۳۰
سپین غر پوهنتون د څېړنې او علمي مجلو معاونیت اړوند کتابتون مدیریت له لوري د فرهنګي چارو مرکزي کمېټې په همکارۍ د کتاب لوستنې او مطالعې درې ورځني نندارتون کې بېلا بېل علمي او فرهنګي فعالیتونو ترسره شول.
دا نندارتون د مطالعې او کتاب لوستنې اونۍ په مناسبت جوړ شوی و، چې په درې واړو ورځو کې د کتاب او مطالعې ګڼ شمېر مینه والو ترې لیدنه وکړه او په ترسره شویو علمي او فرهنګي فعالیتونه کې یې په پوره لېوالتیا سره برخه واخیسته.
د پوهنتون د څېړنې او علمي مجلو مرستیال محمد جمیل وسیم د نندراتون په اختتامیه غونډه کې د «Online Library، د علمي او څېړنیزو ژورنالونو او ډیټابیسونو پېژندنه» تر عنوان لاندې معلوماتي سمینار وړاندې کړ او په خپلو خبرو کې یې د نندارتون د ټولو ورځو او ترسره شویو فعالیتونه جمبندۍ ترڅنګ د فرهنګي چارو مرکزي کمېټې او کتابتون مدیریت همکارانو په ګډون د ټولو اداري برخو له مسؤلینو او خپرندونه ټولنو استازو څخه مننه وکړه، ځکه چې ټاکل شوي اهداف په ډېر ښه شکل ترلاسه او په ټولنه کې ځوانانو ته د مطالعې او کتاب لوستنې انګېزه انتقال شوه.
دا درې ورځنی نندارتون د مطالعې او کتاب لوستنې اونۍ د نمانځنې په مناسبت جوړ شوی و، چې په پای کې ټولو دخیلو خواوو ته ستاینلیکونه ورکول شول او د محصلانو چارو د مرستیال فضل الرحمن زیارمل په دعاء سره پای ته ورسېد.
د نشراتو او ټولیزو اړیکو آمریت
19/05/2026
د محصلانو ترمنځ رقابتي سیالي ترسره او نندارې ته اېښودل شویو کتابونو څخه لیدنه وشوه
سه شنبه، ۱۴۰۵/۲/۲۹
د کتاب لوستنې او مطالعې درې ورځني نندارتون په دویمه ورځ د کتاب مینه والو د خپرندویه ټولنو له لوري نندارې ته اېښودل شویو کتابونو څخه د لیدنې ترڅنګ د عمومي طب، غاښونو طب او طبي ټکنالوژۍ پوهنځیو محصلانو ترمنځ علمي رقابتي سیالي د اسلامي ثقافت د استاد مولوي عزیزالله عزیر له خوا د قرآن کریم د څو مبارکو آیاتونه په قرأت سره پیل شوه.
په پیل کې د څېړنو او علمي مجلو مرستیال محمد جمیل وسیم په خپله وینا کې د پرمختللو ټولنو بنسټ دوامداره مطالعه او څېړنه یاده کړه، ځکه په وینا یې چې د ملتونو پرمختګ د کتاب او قلم سره د هغوی د ژورې اړیکې پایله ده او د دعوت او ارشاد آمر مولوي بشرمل بشردوست بیا د اسلامي لیدلوري له مخې د علم او مطالعې اهمیت بیان کړ او د “اقرأ” د لومړنۍ وحې پیغام یې د لوستلو او زده کړې څرګندونه وبلله.
وروسته د عمومي طب، غاښونو طب او طبي ټکنالوژۍ پوهنځیو محصلانو ترمنځ ګروپي رقابتي سیالي د ژوري هیئت غړو په شتون کې پیل او د یوې منظمې او شفافې پروسې له مخې پای ته ورسېده، چې ګټونکو محصلانو ته بېلابېلې ډالۍ ورکول شوې.
یاد نندارتون به سبا چهارشنبه هم د کتاب لوستنې او مطالعې مینه والو لپاره پرانیستی وي.
د نشراتو او ټولیزو اړیکو آمریت
19/05/2026
د کتاب لوستنې او مطالعې درې ورځني نندارتون دویمه ورځ
⏰وخت: د سهار له ۸:۰۰ بجو څخه د مازدیګر تر ۴:۰۰ بجو
کتاب د پوهې خزانه او مطالعه د انسان د فکر روزنه ده؛ راشئ په نندارتون کې ګډون وکړئ او د پوهې له دې خزانې خپله برخه واخلئ.
د نشراتو او ټولیزو اړیکو آمریت