14/11/2025
د سلام خصوصي لېسي د اووم «الف» ټولګي څو تنو ګلالیو زدهکوونکو د خپل ابتکار او هڅې په مټ یوه په زړه پورې تمثیلي پرچه وړاندې کړه. دا تمثیل د هغو قلمونو په اړه و، چې د ظاهري بڼې له مخې د وسلو یا نورو زیان رسوونکو توکو په شان جوړ شوي وو. د دې تمثیل موخه دا وه چې زدهکوونکي وهڅول شي هغه قلمونه او وسیلې وکاروي چې د فکر مثبت لوری پراخوي، زده کړه زیاتوي او ذهن روښانوي—نه هغه چې د تاوتریخوالي یا منفي فکر سبب کېږي.
په همدې مناسبت استاد انورالله حکیمي هم خپلو زدهکوونکو ته د ستاینې او تشویق وینا وکړه. نوموړي د دوی هڅې وستایلې، د دوی د هنر او جرئت قدرداني یې وکړه او هغوی یې زده کړې ته لا نور هم وهڅول. د استاد په وینا، همدا ډول مثبت فعالیتونه د زدهکوونکو وړتیاوې بیداروي او د راتلونکي لپاره یې پیاوړي بنسټونه ږدي.
د زدهکوونکو دا تمثیل نه یواځې د هغوی د مهارتونو ښکارندوی و، بلکې ټولو نندارچیانو ته یې یو ښکلی پیغام هم ورساوه: اصلي ځواک د قلم په رڼا، د فکر په پراخوالي او د زدهکړې په شوق کې دی.