ختیځ خصوصي عالي لېسه

ختیځ خصوصي عالي لېسه Khatiez Private High School which is founded in 2010 at Jalalabad city

27/05/2023

حبرتیا

ختيځ خصوصي ښوونځی یو ځل بیا په ننګرهار کې په فعالیت پیل کوي !

17/11/2022

سورت یاسین❤️

20/08/2021

#خبرتيا!
د ختيځ خصوصي عالي لېسې ټولو زده کوونکو ته خبر ورکول کيږي، شنبې ورځ، چې د اسد مياشتې ۳۰شمې نيټې سره سمون خوري پۀ پوره چمتوالي تدريسي لړۍ پيل کیږي؛ نو د ټولو ښوونکو او زده کوونکو څخه په خورا درنښت هيله کيږي، چې په ټاکلي وخت ښوونځي ته حاضر شي.
په درنښت
د ختيځ خصوصي عالي لېسې اداره!

د ښوونځي دروازې پرانستې ښې دي، تر څو د جهل دروازې بندې پاتې شي!
14/08/2021

د ښوونځي دروازې پرانستې ښې دي، تر څو د جهل دروازې بندې پاتې شي!

Only you can to make and change your Future, Just Believe in Allah, Be Confident, Observe it & Do Your Best.Join Us in N...
13/08/2021

Only you can to make and change your Future, Just Believe in Allah, Be Confident, Observe it & Do Your Best.
Join Us in New Educational Year!

Add: First Zone, Jalalabad,
Phone: 0778405300------0781957300

For Getting Better Communication & Listening Skills During School Period, Join with Us!
13/08/2021

For Getting Better Communication & Listening Skills During School Period, Join with Us!

د ماشوم ښوونه او روزنه د هېواد روښانه راتلونکې او په ځان بسیانې لپاره بنسټ اېښودنه ده، تاسې خپل ماشومان د معیاري او باکی...
12/08/2021

د ماشوم ښوونه او روزنه د هېواد روښانه راتلونکې او په ځان بسیانې لپاره بنسټ اېښودنه ده، تاسې خپل ماشومان د معیاري او باکیفیته زده کړو لپاره ختیځ خصوصي عالي لېسې ته راولېږﺉ او موږ یې شخصیت او راتلونکې جوړونې لپاره اخلاصمندې هڅې هيڅکله نه سپموو.
موږ خپل ولس ته ژمن یو!

د کار موندنې خبرتيا!درنو هيوادوالو!د ختيځ خصوصي لېسه په پام کې لري چې د راتلونکې ١٤٠٠ تعليمي کال لپاره په لاندې برخو کې ...
10/08/2021

د کار موندنې خبرتيا!
درنو هيوادوالو!
د ختيځ خصوصي لېسه په پام کې لري چې د راتلونکې ١٤٠٠ تعليمي کال لپاره په لاندې برخو کې مسلکي او باتجربه ښوونکي وګماري
1- امادګي (2) بسته (ښځينه)
2- اصول صنفي (4) بسته (ښځينه)
3- اسلاميات (1) بست (نارينه)
4- پښتو (1) بست (نارينه)
5- دري (1) بست (ښځينه)
5- انګليسي (1) بست (نارينه)
6- اجتماعي علوم (1) بست (نارينه)
7- رياضيات (1) بست (نارينه)
8- اکسفورډ مضامين (2) بست (نارينه او ښځینه)

شرايط!
1- لسانس يا 14پاس.
2- لږ تر لږه یو کال په خصوصي ښوونځي کې د تدريس مخينه ولري.
يادونه : په شرايطو برابر اشخاص دې خپله سي وي د تذکيری کاپي تحصيلي اسناد او د کاري تجربې د سند کاپي دې د اسد مياشتې تر 23 نيټې پورې په لاندې ادرس راوليږي.

درک: جلال اباد ښار اوله ناحیه جنرال سیداغ کوڅه، فرهاد کاموال روغتون ترڅنګ.
د اړيکو شميرې :0778405300 -0781957300

 ! چې له مخې به یې د یاد ګروپ لخوا ختیځ خصوصي عالي لېسې ته ۵۰ تنه زده کوونکي په وړیا او لوړ تخفیف سره د زده کړو لپاره ور...
05/08/2021

!
چې له مخې به یې د یاد ګروپ لخوا ختیځ خصوصي عالي لېسې ته ۵۰ تنه زده کوونکي په وړیا او لوړ تخفیف سره د زده کړو لپاره ورپېژني!

د پوهنې وزارت د پریکړې له مخې به د تودو سيمو ښوونځيو دکالنيو ازموينو پاتې برخه او دسړو سيمو څلورنيم مياشتنۍ ازموينې دروا...
24/07/2021

د پوهنې وزارت د پریکړې له مخې به د تودو سيمو ښوونځيو دکالنيو ازموينو پاتې برخه او دسړو سيمو څلورنيم مياشتنۍ ازموينې دروانې زمري (اسد) مياشتې پر ۶مه د چهارشنبې په ورځ پیل شي.

د ښوونځیو ادارې مکلفې دي چې روغتیایي سپارښتنې لکه؛ د ماسک اغوستل، د ګڼې ګوڼې مخنیوی او د ټولنیز واټن ساتلو ته پاملرنه وکړي.

هيله ده څومره چې کولای شئ دزده کوونکو د خبرتيا لپاره درسره دا پيغام شريک کړئ.

د کلنۍ او څلورنیم میاشتنو آزموينې په تړاو د پوهنې وزارت خبرتياڅرنګه چې ګران هيوادوال او زده کوونکي خبر دي، د کرونا وايرو...
22/07/2021

د کلنۍ او څلورنیم میاشتنو آزموينې په تړاو د پوهنې وزارت خبرتيا

څرنګه چې ګران هيوادوال او زده کوونکي خبر دي، د کرونا وايروس د دريمې څپې له امله د غبرګولي په ۱۰ مه نيټه د عامي روغتيا وزارت د هيواد په ۱۶ ولايتونو (غزني، هلمند،کندهار، لوګر، ننګرهار، پکتيا، پروان، وردک، پنجشير،بلخ، لغمان، بدخشان،کاپيسا، کندز، نيمروز او د کابل ښار او ولايت) کې د دوو اونيو لپاره د ښوونيزو مرکزونو حضوري فعاليتونه وځنډول او له دوو اونيو وروسته، د قرنطين موده په ټولو ولايتونو کې وغځول شوه.

اوس د يوې ګډې طرحې له مخې په پام کې ده چې د تعليمي او تحصيلي مرکزونو حضوري فعاليتونه په تدريجي ډول بيرته پيل شي.

په همدې موخه د ټولو ولايتونو د پوهنې رياستونو ته لاندې سپارښتنې کيږي:

۱- دا چې په تودو سيمو کې د ۱۳۹۹ تعليمي کال کلنۍ آزموينې بشپړ شوي نه دي، نو د پاتې مضمونونو آزموينه دې د زمري په ۶ مه نيټه د عامې وزارت د سپارښتنو او د ټولنيز واټن په پام نيولو سره، واخيستل شي.

۲- سړې او ډيرې سړې سيمې دې د زمري مياشتې له ۲ مې نيټې څخه تر ۵ نيټې پورې د څلورنیم میاشتنیو آزموينې اخيستلو لپاره اړين تدابير ونيسي او د زمري مياشتې له ۶ مې نيټې څخه د مياشتې تر پايه، چهار نيمه آزموينې د عامې روغتيا وزارت سپارښتنو په پام کې نيولو سره واخلي.

۳- د ښوونځيو ادارې مکلفې دي چې روغتيايي سپارښتنې لکه: د ماسک اغوستل، د ګڼې ګوڼې مخنيوى، د ټولنير واټن مراعتول او د آزموينو اخيستل په خلاصه فضا کې.

۴- د حضوري تعليم په تړاو به د عامې وزارت سره په همغږۍ کې وضعيت ته په کتو سره پريکړه وشي.

د ولايتونو د پوهنې رياستونه مکلف دي، چې د پورتنيو ټکو په پام کې نيولو سره، د دولتي او خصوصي مکتبونو او مدرسو د آزموينې واخلي او اړين ګامونه پورته کړي.

•••••••••••••••••

Address

جلال اباد ښار، اوله ناحیه،ګارنېزیون چړایې لاندې جنرال سیداغا کوڅه
Jalalabad

Telephone

+93781957300

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when ختیځ خصوصي عالي لېسه posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Contact The School

Send a message to ختیځ خصوصي عالي لېسه:

Shortcuts

Share

Category