21/05/2026
د وخت مديريت تر سرليک لاندې علمي سمينار وړاندې شو!
د التقوی پوهنتون درې ګونو پوهنځيو محصلينو ته د وخت مديريت په اړه علمي سمينار وړاندې شو.
ياد سمينار د قران عظيم الشان د مبارکو آيتونو په تلاوت سره پيل شو، ورپسې د پوهنتون د علمي چارو مرستيال، پوهنيار بختيار حليمي د پرانيستې وينا پر مهال د وخت د ارزښت، اغېزمن تنظيم او د وخت د سمې استفادې په اړه د سمينار ګډونوالو ته هراړخيزې څرګندونې وکړې. نوموړي وويل، وخت د انسان د ژوند تر ټولو ستره پانګه ده او په نننۍ چټکه او سياله نړۍ کې اړينه ده، چې هر انسان خپل وخت په منظم او اغېزمن ډول تنظيم کړي، څو وکولای شي خپلو علمي، مسلکي او شخصي موخو ته په برياليتوب سره ورسېږي.
وروسته د حقوقو او سياسي علومو پوهنځي رئيس پوهنيار محمد ظهور شريفي سمينار پيل کړ او د وخت د مديريت اړوند يې( د وخت مديريت پېژندنه، د وخت د مديريت ارزښت، د وخت د مديريت پر وړاندې خنډونه، د وخت د مديريت لارې چارې) او نورو اړوندو موضوعاتو په تړاو د سمينار ګډونوالو ته هر اړخيز معلومات وړاندې کړل.
د سمينار په وروستی برخه کې د محصلينو پوښتنو ته وخت ورکړل شو او سمينار په دعايې سره پای ته ورسېده۰
د نشراتو او ټوليزو اړيکو آمريت