03/08/2024
د شهيد ګل اضغر عالي لېسې د 1401 کال فارغ شوو زده کوونکو د پام وړ!
د شهيد ګل اضغر عالي لېسې د 1401 کال شهادتنامې له پوهنې وزارت څخه تاييد شوي او شهيد ګل اضغر عالي لېسې ته را رسيدلي ټولو زده کوونکو ته خبر ورکول کيږي چې خپلي شهادتنامې د شهيد ګل اضغر عالي لېسې اداري څخه تر لاسه کړی۰
22/07/2024
بسم الله الرحمن الرحیم
ننګرهار پوهنې رياست
اچين پوهنې آمريت
شهيد ګل اضغر عالي لېسه
نيټه : 1404/ 5/ 1
کانکور ملي آزموينه کې د شهيد ګل اضغر عالي لېسې هغه زده کوونکو شهرت جدول چې لوړو زده کړو ته يي لاره پيدا کړي ده ۰
شهيد ګل اضغر عالي لېسې اداره په خپلو زياکښه ښوونکو او زده کوونکو وياړي ۰
07/09/2023
نن د شهيد ګل اضغر عالي لېسه کې د ښوونځي د ﺯنګ وهلو په مناسبت يوه شانداره غونډه رابلل شوې وه چې په کې ګڼو علمي شخصيتونو علمي ويناوې واورولې او ﺯده کوونکي يې خپل علمي مﺯل دوامداره ساتلو ته وهڅول، ورپسې د ﺯنګ وهلو مراسم ترسره او غونډه د دعا په ويلو پاى ته ورسېده
04/09/2023
د ﺯده کوونکو د پام وړ!!!
دشهيد ګل اضغر عالي لېسې ﺯده کوونکو ته خبر ورکول کيږي چې د راتلونکې چهارشنبې په ورځ د سنبلې 15 نېټه د شهيدګل اضغر عالي لېسې په انګړ کې د کتابونو د توﺯيع تر څنګ د نوي کال د ﺯنګ وهلو په مناسبت د يوې شاندارې غونډې تابيا شوې، هيله ده چې ټول ﺯده کوونکي د لېسې په ځانګړي لباس کې لېسې ته حاضر شي .
د نه حاضرېدو په صورت کې به د کتابونو څخه بې برخې شي!
د شهيد ګل اضغر عالي لېسې اداره
د نشراتو څانګه
27/08/2023
طنز: د عقل استعمال
یو سوډانی يي د دنیاتو معلم مقرر کړ !
په اوله ورځ چې څنګه صنف ته ننوت نو د تختې لاندې يي خپله سفري بستره خوره کړه، پريوت او ويده شو!!
يو ناڅاپي ورباندې د مکتب مدير راغی !
شاګردانو په منډه سړی راپاڅولو ، نو سمدستي معلم وويل چې :
دا د معيوب او عذر لرونکي سړي د لمونځ طريقه وه!!
سبا ته به درته دا وښايم چې اهل کهف څرنګ ويده شول!!
یادونه: زمونږ لوړپوړي چارواکي هم همداسې کوي!
ورسپارل شوې وظيفه باندې نه پوهيږي چې څرنګ يي سرته ورسوي که يو ناڅاپي تفتيش ورشي ! تاسې به د هغوي ډرامې وګورﺉ چې څه کوي!!!😜😜😜
27/08/2023
https://www.facebook.com/profile.php?id=61550632684664
دا ﺯموږ د صفحې لينک دى
شهيد ګل اضغر عالي لېسه
د الله ج چې چا ته خوښه شي علم ورکوي او چاته يې چې علم ورکړ بېشکه لوى خير يې ورکړ.(ايات شريف)