21/04/2026
تیره ورځ د ښوونځي د موسس په لارښوونه، د څلورم، پنځم او شپږم ټولګیو زدهکوونکو څخه ازموینه واخیستل شوه. د دې ازموینې موخه دا وه چې د زدهکوونکو د زدهکړې کچه وارزول شي او هغه برخې وپیژندل شي چې زدهکوونکي پکې کمزوري دي، تر څو په راتلونکو درسي فعالیتونو کې پرې تمرکز وشي.
د ازموینې موخې:
⬅ د زدهکوونکو علمي سطحه معلومول.
⬅د کمزورو او قوي زدهکوونکو پېژندنه.
⬅د هغو مضامینو او موضوعاتو تشخیص چې زیات تمرکز ته اړتیا لري.