Al-Fatha Excellence

Directions

Al-Fatha Excellence الفتح عالي لېسه
علم • تربیه • پرمختګ
د ځوان نسل د روښانه راتلونکي لپاره.

01/10/2026

ستاسي د هڅونې څخه نړۍ مننه

30/09/2026

د قرطاسيه توزيع او د زده کوونکو خوشحالي
چهارشنبه
الفتح عالى لېسه
1405/7/8

د شینوارو پوهنې امریت محترمو مسؤلینو څخه د زړه له کومې مننه کوو چې د الفتح عالي لېسې څخه یې لیدنه ترسره کړه او د ښوونیزو...
21/09/2026

د شینوارو پوهنې امریت محترمو مسؤلینو څخه د زړه له کومې مننه کوو چې د الفتح عالي لېسې څخه یې لیدنه ترسره کړه او د ښوونیزو چارو د لا ښه والي په موخه یې خپلې ارزښتناکې سپارښتنې او لارښوونې شریکې کړې.
موږ د هغوی دې پاملرنې، ملاتړ او همکارۍ ته درناوی لرو او هیله لرو چې د پوهنې د پرمختګ لپاره به دا ډول همکارۍ لا پیاوړې شي.
په درنښت الفتح عالي لېسه

د *غمشریکۍ او خواخوږۍ پیغام*په ډېرې خواشینۍ سره مو خبر ترلاسه کړ چې ننګرهار ولايت د پوهنې رياست ځلانده ستوری استاد اول ګ...
18/09/2026

د *غمشریکۍ او خواخوږۍ پیغام*
په ډېرې خواشینۍ سره مو خبر ترلاسه کړ چې ننګرهار ولايت د پوهنې رياست ځلانده ستوری استاد اول ګل ابو زاهد له دې فاني نړۍ څخه سترګې پټې کړې.
د الفتح عالى لېسې ادارې پرسونل او ټول ښوونکي د نوموړي په مړینه ژوره خواشیني څرګندوي او د مرحوم کورنۍ، خپلوانو، دوستانو، شاګردانو او ټولو درنو خواخوږو ته د زړه له کومې تسلیت او غمشریکي وړاندې کوي.
له لوی الله جل جلاله څخه مرحوم ته د جنت الفردوس او درنې کورنۍ ته د صبر جمیل او اجر عظیم غوښتنه کوو.
إنا لله وإنا إلیه راجعون

17/09/2026

د الفتح عالي لېسې ادارې د زده‌کوونکو د ذهني ودې او د سالمې تفریح د برابرولو په موخه یو ځانګړی تفریحي او ورزشي پروګرام ترسره کړ.
په دې پروګرام کې په زيات شمير سره زده‌کوونکو ګډون وکړ او ياد تفريحي پروګرام يې تر پايه ننداره کړ. د دغه ډول پروګرامونو موخه دا ده چې زده‌کوونکي د زده‌کړو تر څنګ سالمې تفریح، او مثبتو ټولنیزو اړیکو ته وهڅول شي.
د الفتح عالي لېسې اداره ژمنه ده چې د زده‌کوونکو د هر اړخیزې روزنې لپاره به په راتلونکې کې هم ورته ګټور او اغېزمن پروګرامونه تنظیموي.

08/09/2026

الفتح عالى لېسه د علم او ادب باورې مرجع.

06/09/2026

د شينوارو پوهنې امريت اړوند الفتح عالي لېسه کې د 1405 تعليمي کال د پيل په مناسبت جوړې شوې غونډې ويډيويې راپور.

د ۱۴۰۵ تعلیمي کال د پيل په مناسبت په  الفتح عالي لېسه کې غونډه ترسره شوه.نن يکشنبه، د ۱۴۰۵ تعليمي کال د پيل له امله د کر...
06/09/2026

د ۱۴۰۵ تعلیمي کال د پيل په مناسبت په الفتح عالي لېسه کې غونډه ترسره شوه.

نن يکشنبه، د ۱۴۰۵ تعليمي کال د پيل له امله د کرم سيرو ښوونځيو لپاره د نوي ښوونيز کال د پرانيستې ځانګړې غونډه د الفتح عالي لېسې په انګړ کې ترسره شوه. په دغو مراسمو کې د شينوارو پوهنې امريت امر، قاري اصل الدين اخندزاده، د پوهنې امريت يو شمېر علمي او اداري مسؤلينو، د الفتح عالي لېسې امر مولوي حاسب الله نقشبندي، ښوونکو، زده کوونکو او د سيمې ګڼ شمېر مخورو ګډون کړی و.
غونډه د قرآن کريم د څو مبارکو آيتونو په تلاوت پيل شوه، ورپسې د نوي تعليمي کال د پيل زنګ د شينوارو پوهنې امريت د امر قاري اصل الدين اخندزاده له لوري ووهل شو او په دې سره د ۱۴۰۵ تعليمي کال ښوونيز بهير په رسمي ډول پيل شو.
د غونډې په ترڅ کې د الفتح عالي لېسې امر مولوي حاسب الله نقشبندي ګډونوالو ته د ښه راغلاست ترڅنګ د علم، پوهاوي او زده کړو پر ارزښت خبرې وکړې. نوموړي وويل چې علم د ټولنې د پرمختګ، سوکالۍ او روښانه راتلونکي بنسټ دی او زده کوونکي بايد له شته فرصتونو څخه په ګټې اخيستنې د خپل هېواد د خدمت لپاره ځانونه په علم او پوهه سمبال کړي.
همدارنګه د شينوارو پوهنې امريت امر قاري اصل الدين اخندزاده په خپله وينا کې د علم او زده کړې پر ارزښت ځانګړی ټينګار وکړ. هغه وويل چې اسلامي او عصري زده کړې د يوه بريالي او پرمختللي ټولنې اساسي اړتيا ده او ټول زده کوونکي بايد د خپلو ښوونکو لارښوونې په جدي ډول تعقيب کړي. نوموړي له والدينو وغوښتل چې د خپلو اولادونو د زده کړو په برخه کې له ښوونځيو سره همکاري وکړي او د هغوی د روښانه راتلونکي لپاره لازمه پاملرنه وکړي.
د مراسمو په بله برخه کې د لياقت ازموينې برياليو زده کوونکو ته د دوی د هڅو او لاسته راوړنو د ستاينې په موخه ډالۍ او ستاينليکونه ورکړل شول. مسؤلينو د دغو زده کوونکو برياوې وستايلې او هغوی يې د نورو زده کوونکو لپاره د هڅونې غوره بېلګه وبلله.
غونډه په داسې حال کې پای ته ورسېده چې ګډونوالو د نوي تعليمي کال د بريا، د علمي کچې د لوړوالي او د ښوونې او روزنې د لا پياوړتيا لپاره د ګډو هڅو او همکارۍ ژمنه وکړه.

د 1405 تعليمي کال د پيل خبرتيا!د الفتح عالي لېسې ټولو قدرمنو زده کوونکو، درنو والدينو او د کورنيو محترمو مشرانو ته په در...
04/09/2026

د 1405 تعليمي کال د پيل خبرتيا!
د الفتح عالي لېسې ټولو قدرمنو زده کوونکو، درنو والدينو او د کورنيو محترمو مشرانو ته په درنښت خبر ورکول کېږي چې د ۱۴۰۵ ښوونيز کال درسي بهير د سنبلې مياشتې په ۱۵مه نېټه په رسمي ډول پيلېږي.
له ټولو والدينو او سرپرستانو څخه په درنښت غوښتنه کېږي چې خپل اولادونه په ټاکلې نېټه ښوونځي ته راولېږي، ترڅو له لومړۍ ورځې څخه په منظم ډول په درسي، ښوونيزو او روزنيزو فعاليتونو کې ګډون وکړي.
په درنښت
د الفتح عالى لېسې اداره

Address

Afghanistan, Shinwar
Jalalabad

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Al-Fatha Excellence posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Shortcuts

Share

Category