01/11/2023
پرون سه شنبه چې د روانې میاشتې نهمې نیټې سره سمون خوري د سید شمس الدین مجروح عالی لېسې امر سید نصیر ساحل د لومړۍ دورې استاذانو سره مجلس ترسره کړ، نوموړي استاذانو ته د پوهنې امریت امر پیغام د حاضرئ په برخه کې واورول او ټولو استاذانو ته یې وویل چې خپله دنده په ښه شکل اجراء کړئ، همدارنګه د سید شمس الدین مجروح عالي لېسې لپاره د سر پرست معاون په صفت استاد حکمت الله حساس معارفي شو، د نوموړي د معارفت لپاره دوهمې دورې ورځني لین پر مهال ځانګړی پروګرام نیول شوی و چې د پیل وینا پر مهال د سید شمس الدین مجروح عالي لېسی امر وویل: موږ غواړو چې د تدریسي بهیر کارونه نیمګړي نشي او نه مو اداري کارونه د ځنډ او خنډ سره مخ شي استاد حکمت الله حساس وړاندې هم د سرپرست مدیر په توګه دنده اجراء کړی وه او ټولو ته د منلو وړ و دا ځل مو بیا ستاسو د ټولو په خوښه د معاونیت چوکۍ لپاره انتخاب کړ هیله ده چې په خپلو چارو کې به بریالی وي، ورپسی د سرپرست معاون حکمت الله حساس د ټولو استاذانو او اداري کارمندانو مننه وکړه او زیاته یې کړه چې زه به د خپلی ټولې وړتیا او انرژئ په اساس د مثبتو بدلونونو او لاسته راوړنو لپاره ګامونه واخلم، د یادولو وړ ده چې په پای کې د دستار او ګلانو ورکولو مراسم ترسره شو.
درنښت