30/05/2026
#خبـــــرتــــــیا
د کلنۍ ازموینې د پیل خبرتیا
بسم الله الرحمن الرحیم
د ننګرهار د پوهنې ریاست
د چپرهار د پوهنې آمریت
د شولانې هلکانو لېسه
﴿رَبِّ زِدْنِي عِلْمًا﴾
"ای زما ربه! زما علم زیات کړه."
ګرانو زده کوونکو او قدرمنو والدینو!
السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته
په ډېر درنښت تاسو ته خبر درکول کېږي چې د ښوونځي د زده کوونکو کلنۍ ازموینه سبا، د یکشنبې په ورځ، د جوزا میاشتې په ۱۰مه نېټه پیلېږي.
۱- له ټولو زده کوونکو څخه هیله کېږي چې د ازموینې لپاره بشپړ چمتووالی ولري، د اړتیا وړ درسي مواد او وسایل له ځان سره راوړي او په ټاکلي وخت ښوونځي ته حاضر شي.
۲- زده کوونکي دې د ازموینې پر مهال نظم، دقت او هڅه په پام کې ونیسي، ترڅو غوره او د خوښۍ وړ پایلې ترلاسه کړي.
۳- قدرمن والدین دې خپل اولادونه وهڅوي چې ازموینې ته پر وخت حاضر شي او د بریالیتوب لپاره لازم چمتووالی ونیسي.
۴- الله تعالی دې ټولو زده کوونکو ته په ازموینو کې بریا، لوړې نمرې او روښانه راتلونکی په برخه کړي.
په درنښت
د شولانې هلکانو لېسې اداري څانګه
Sholanah Boys High School د شولانې هلکانو عالې لېسه Wasil Khan Zaheer Dawlatzi شولانې لېسه Samiullah Sajid Khatir Ihsas Abdulwahab Beradar شولانی والیبال کلپ Tahsil Afghan Asim Ali