Aqil academy

Aqil academy تاسو کولای شۍ چې د اقتصاد اړوند
وړيا ټريننګونه ترلاسه کړۍ
او سندونه واخلۍ�

د یو اقتصاد اساسي مشکلات څه شی دي؟د اقتصاد اساسي مشکلات 3 دي, که هغه اسلامي اقتصادي نظام وي, که مختلط, بازار اقتصاد او ک...
10/10/2023

د یو اقتصاد اساسي مشکلات څه شی دي؟
د اقتصاد اساسي مشکلات 3 دي, که هغه اسلامي اقتصادي نظام وي, که مختلط, بازار اقتصاد او که کمونېزم.

دغه مشکلات په لاندې ډول دي یادری اساسی پوښتنی:
1. څه باید تولید شي؟
2. څه ډول باید تولید شي؟
3. د چا لپاره تولید شي؟

1. څه شی باید تولید شي او څومره تولید شي؟
ددې پوښتنې ځواب ډېر مشکل ده, شاید زمونږ او ستاسو ذهن ته مستقیماً راشي چې غذایي مواد او ټوکر باید تولید شي, خو نه داسې نده ځکه چې منابع محدودې دي او باید اعظمي استفاده ترې وشي. لکه سږ کال لوګر ولایت کې هندواڼې, لوبیا او کچالو زیات کرل شوي, خو بل خوا په نوموړي ولایت کې د غنمو لپاره ځمکه کمه شوې نو ور سره د غنمو عرضه هم بازار کې کمه وه نو نسبتاً عرضې ته يې تقاضا زیاته وه او د غنمو قیمت هم د تېرو شلو کلونو په پرتله لوړ دی, بلخوا د هندواڼو او کچالو عرضه زیاته ده چې د تېرو کلونو په پرتله یې نرخونه ټيټ دي, ځکه چې یو من هندواڼه په 20 افغانۍ او یم من کچالو 80 افعانۍ دی, نو د یو جنس کموالی او د بل زیاتوالی مونږ مجبوروي چې په انتخاب باید دقیق وشي. دې ته وایي د منابعو محدودوالی ځکه د ځمکې عرضه ثابته ده.

2. څه ډول باید تولید شي: یانې یو جنس یا خدمت په څو ډوله تولید کیدلی شي, لکه برېښنا د ازبکستان څخه هم وارد کیدلی شي او هر کال له نوموړي هیواد څخه د 300$ میلیونو ډالرو په ارزښت برېښنا هیواد ته واردیږي, او د هیواد د برېښنا په بندونو له سرمایه ګذارۍ کولو څخه هم برېښنا تولید کیدای شي, ددې دواړو تر منځ تفکیک مهم ده چې کوم یو ګټور تمامیږي. یا د افعانستان د صاداراتو انتقال یانې د ځمکې له لارې هم کیږي او د هوایي دهلیز له لارې هم, نو باید چې د هوا له لارې صادرات وشي, تر څو تازه میوې او تازه سبزیجات خراب نشي.

3. د چا لپاره باید تولید شي: لکه مثال یوې کارخانې هیواد کې دننه پتلونونه او نکټایي تولید کړل خو د چا لپاره, ځکه که همدغه پتلونونه "هلمند ولایت ته صادر شي شاید هلته تقاضا ورته ډېره کمه وي, یا یوه بله کمپنۍ لونګۍ تولیدوي خو دا باید هغو ولایتونو ته صادر شي چې هلته لونګۍ رایج وي, نو د تولیداتو لپاره د افرادو کټګورۍ باید معلومه وي, ځکه دغه اجناس چې تولید شو باید مصرف هم شي, او اجناس په وړیا ډول نه تولیدیږي بلکې مصارف غواړي.

نوټ:
دغه درې هغه مشکلات دي چې د نړۍ هر اقتصادي سیستم ور سره لاس او ګریوان ده, خو هر اقتصادي

د سوداګرۍ اخلاق (Business Ethics)اخلاق د فلسفې څانګه ده چې د انساني سلوک ټولو اړخونو  سره تړاو لري.د ســـوداګرۍ اخــــــ...
15/09/2023

د سوداګرۍ اخلاق (Business Ethics)
اخلاق د فلسفې څانګه ده چې د انساني سلوک ټولو اړخونو سره تړاو لري.
د ســـوداګرۍ اخــــــلاق چې ځـــینې وخت یې Corporate Ethics هــم بولي، د یـــوه شـــــــــرکت یـــــا ارګان تطــــبیق کیـدونکي راویشونه دي، چې د ســــوداګرۍ په چــاپیریال کې رامینځته کیږي.
دا د اصــولو او ارزښتونو لیکل شــوي او نه لیکل شوي ټولګه ده چې په بیــــلابیلو ډولونو په شــــــرکتونو او نـــــورو کاري چاپیریالونو کې پلي کیږي، چې د سازماني کلتور په توګه هم تعریف کیدای شي ، کوم چې په یوه اداره کې پریکړې او عمل اداره کوي.
د بیلګې په ډول، Rules & Regulations.

دوهمه دوره هم په خير سره پای ته ورسیدله
25/04/2023

دوهمه دوره هم په خير سره پای ته ورسیدله

25/04/2023

السلام علیکم ورحمت الله وبرکاته!

دAQIL اکاډمۍ ټول د قدر وړ مسؤلينو او د قدر وړ استادان محترم، د Financial Accounting ټرينينک کلاس قدرمند استاد ننګيالي (نافع) صيب؛ په ځانګړي ډول د فريد الله (عاقل) او د ټولو څخه نړۍ مننه کوم چې په دې سختو شرايطو کې يې هر وخت خپل علمي قشر ته نه ستړې کېدونکې خدمت کړی دی. او د افغانستان هغه پر تعليم مین نسل ته يې داسې د يو ښه خدمت زيری ورکړی دی. په دې ډير خوښ يم چې لا نور هم ځلانده شي. زما خپل اولين ځل و چې زه په همدې کورس کې ګډون کوم ډير څه مو ان شاءاللّٰه تر لاسه کړي دي. او پر هغه ځوانانو او تعليم مین نسل باندې دا غږ کوم چې په ښه ډول ترې ګټه پورته کړي ځکه زرين چانس دی او نور هم خپل د پوهې درجه لوړه او روښانه کړي. د قدرمنو مسؤلينو څخه هيله کوم چې دا ډول پروګرامونه ډير او خپل زوریدلي او پر تعليم مین نسل ته وړاندې کړي. بيا هم ډيره مننه کوم ستاسو قدرمنو څخه په ځانګړي ډول د استاد محترم څخه مننه کوم چې په ښه او مخلصانه ډول يې تدريس پيل او تشريح کړ؛ هر وخت بريالي اوسئ. ستاسو نه ستړې کېدونکې هلې ځلې د خپل ځوان قشر لپاره د ستايلو وړ دي. انشاءاللّٰه موږ مو په هر کار کښې ملاتړ کوو او ستاسو تر څنګ به ولاړ يو. تل سرلوړي او بریالي اوسئ.
د يو ښه راتلونکي په هيله.

عزت اللّٰه (شرافت)
دAqil اکاډمۍ يو تن محصل

تاسو تشويق دی چې موږ لا هڅيږو.   په درنښت.                            دعاقل اکاډمۍ اداره.✍️✍️✍️✍️✍️✍️✍️✍️✍️
21/03/2023

تاسو تشويق دی چې موږ لا هڅيږو.
په درنښت. دعاقل اکاډمۍ اداره.
✍️✍️✍️✍️✍️✍️✍️✍️✍️

ستاینلیک
19/03/2023

ستاینلیک

https://youtu.be/tGu-P6exJmw
07/03/2023

https://youtu.be/tGu-P6exJmw

په دي ويډيو کې به تاسو وپوهېږی چې د تولید عوامل کوم دي او همدارنګه دنوموړو عواملو په تعريف باندې # Aqil academy # Factors of production ...

د عاقل اکاډمۍ د سند اړونډ معلومات
05/03/2023

د عاقل اکاډمۍ د سند اړونډ معلومات

Address

Qsaba
Jalalabad

Telephone

+93730084163

Website

Alerts

Be the first to know and let us send you an email when Aqil academy posts news and promotions. Your email address will not be used for any other purpose, and you can unsubscribe at any time.

Contact The School

Send a message to Aqil academy:

Shortcuts

Share